تاند- د کابل له شاوخوا څخه نن سهار وختي دوه راکټونه، چې د دولت وسله والو مخالفانو ویشتي ول، د امریکا پر سفارت ولګېدل.

سفارت وویل، د راکټونو له لګېدو سره سم ټول دیپلوماتان او مامورین د سفارت پناهځایونو ته ننوتل.

د دې برید په نتیجه کې، چې د کرسمس یا د عیسویانو د اختر په ورځ وشو، د چا د وژل کېدو یا ژوبلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

خو افغان چارواکي وايي چې د ښار په نورو برخو دوه راکټونه وویشتل شول چې یو یې وچاودېده او بل ونه چاودېده.

په دې پېښه کې درې پولیس ژوبل شول.

د پولیسو په وینا دا درې پولیس هغه مهال ژوبل شول چې پولیسو هڅه کوله نا چاودلی راکټ شنډ کړي.

 وسله والو طالبانو پر کابل د نن ورځې د حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې دوی د امریکا سفارت په دوو راکټونو ویشتی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

دا په داسي حال کې ده چې سفارت وايي د بریدونو په اثر مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

2 thoughts on “پر کابل ښار او د امریکا پرسفارت په راکټي بریدونو کې ۳ تنه ژوبل شول”
  1. د ظالم بچيه ذبيخ الله مجاهده! دا څه کوی علم غيب لری، راکټی وولي بيا یې د تلفاتو نه هم خبر يي

  2. دا د ذبیح الله مجاهد په نامه یو بل داړه مار دی ذبیح الله خونخوار خو لا پخوا د امریګایانو په حمله کې مړ شوی دی دا کوم بل خونخوار دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *