نعمان دوست

د لوګر خبرونه / نعمان دوست

د پژواک خبري اژانس له تاسیس سره سم (۲۰۰۴ کال) مې پکې، د ایډیټر په توګه دنده پیل کړه. خبریالان په ډلو وویشل شول او د هرې ډلې په سر کې یو ایډیټر و.

ویش داسې وشو چې دوه ایډیټران د مرکز او دوه نور د ولایاتو لپاره غوره شول. خو څرنګه چې د ټولو ولایتونو د راپورونو ایډیت، د دوه ایډیټرانو له وسه وتلې خبره وه، نو مرکزي ایډیټر ته هم یو څو ولایتي خبریالان حواله شول. زما په خبریالانو کې یو د لوګر و. له همدې ولایته یې راپورونه چمتو کول.لوګر په لومړیو کې ارام و. خو وروسته وروسته د چا سپیره نظر ور واوښت.

د ښونځیو سوزول او د پلونو الوځول شروع شول. یو وخت خو داسې خبر هم راغی چې نږدې به د ایډیټ په وخت کې کمپیوټر شارت شوی و. لکه کیبورډ چې ناوې لاندې ایښودل شوی وي، مسلسل اوښکې پرې څڅیدې.ژر له څوکۍ پورته شوم. د هغه خبر ایډیټ را نه ډیر وخت واخیست. خبر د لوګر د نجونو د یوه ښونځي په اړه و.

دا ښونځې د بي بي فاطمې په نوم و. خدای نا ترسه وسلوالو د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي په ۲۲مه،په شاګردانو شاژورونه تش کړي وو. د ښونځي لاره یې د زدکوونکیو په وینو لمبولې وه. د هغوی له لاسونو د قرانکریم پارې او د ښونځي کتابونه لویدلي وو. پاڼې پاڼې پر لاره پراته وو او هره پاڼه د زدکوونکیو په وینو سره شوې وه. په دې برید کې دوه زدکوونکې شهیدانې شوې وې او څلور نورې ټپي شوې وې. دې خبر سخت دردولی وم.خو وروسته له دې درد سره عادي شوم. د ښونځيو په زدکونکیو (جهاد !) ادامه پیدا کړه. په یو بل سویلي ولایت کې یې د نجونو د یوه ښونځي یو شمير زدکوونکې مسخه کړې. د هغوی پر تنکیو مخونو یې تیزاب وپاشل. د هغوی هغه ژبې یې ټپي کړې چې تلاوت او د خدای ذکر یې پرې کاوه. د هغوی هغه سترګې یې وسوزولې چې د قران تورو ته یې ورباندې کتل او… یو وخت داسې راغی چې لوګر کې د ښونځیو سوزول د ژورنالیزم له نظره خبري موضوع نه جوړیده، ځکه په عادي ورځني فعالیت باندې بدله شوې وه. لکه یو مامور چې هره ورځ دفتر ته راځي، لکه خلک چې هره ورځ بازار ته راځي او لکه… لوګر کې چاودنو هم زور واخیست.

د دې ولایت خبریال چې به زنګ واهه او خبري موضوع به یې را سره شریکوله، نو مخکې له هغه به ما وپوښتل: چاودنه چیره شوې؟ رښتیا هم خبر به د چاودنې و. کله پورک کې. کله پل علم ښار کې او کله… د دغو خواشینونکیو خبرونو ترمنځ یو بل خبر هم چې لږ تر لږه اونۍ کې به یو ځلې تکراریده؛ وطن مین زړونه یې کړول او د ایډیټ په مهال به یې یو ذهني بوج را باندې راوست. هغه له دغه ولایت څخه د قیمتي ډبرو د قاچاق موضوع وه. دا ډبرې د ( کرومایټ) په نوم وې. دا ظاهراً په خپل سر کیندل کیدې، په ډیره ناڅیزه بیه پاکستان ته قاچاق کیدې. ما له خپلسرو کیندونو سره د ( ظاهراً) کلمه ځکه وکاروله چې د دغو ډبرو کانونه معلوم و. دا کیندنې چې لارۍ ګانې ترې ډکیدې، د یوه ساعت دوه ساعتونو کار نه و. په رڼا ورځ دغه کار روان و، خو چې مخه یې نه نیول کیده نو څنګه ورته یوازې خپل سر کیندنې ووایم؟ خبر به داسې و:نیمه شپه، یا تیر ماښام پولیسو په کرومایټ کاڼو بار لارۍ ونیوله. له لارۍ سره موټروان نیول شوی او اصلي کسانو ( کان ویستونکیو) د نیولو لپاره څیړنې روانې دي.

دلته به د پولیسو څیړنې روانې وې او هلته به د اصلي کسانو لخوا د کانونو کیندنې. دا دواړه عملونه به همداسې موازي روان وو. ما به کابل کې د کانونو وزارت ته زنګ وواهه، هغوی به ویل: امنیتي ځواکونو سره مو موضوع شریکه کړې، جدې څیړنې روانې دي، اصلي عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي. خو زموږ د ملک قانون چیره منګولې لري؟ او که لري نو ایله دومره زور پکې دی چې بې وسه او کمزوري راټینګ کړي، زورور چیره ټینګ ساتلی شي؟ امنیتي مقاماتو به دا هم ویل چې د کانونو د تحفظ لپاره به ځانګړې پوستې جوړې شي. یو نیم خو به دا لاپه هم وکړه : پس له دې به هیچا ته اجازه ورنکړو چې خپل سر کیندنې وکړي! خو چې بیا به په کرومایټ ډبرو بار لارۍ ونیول شوه، نو د مقاماتو خبرې به تشې لاپې راته ښکاره شوې، د هغوی پر یوه خبره به مې هم اعتماد نه راته. خو کله به مې له ځان سره ویل: نه، شاید د دې مقاماتو خبره رښتیا وي، خو داچې کیندنې روانې دي، شاید دوی ورته اجازه ورکړي وي! او بیا چې به مې په ځینو راپورونو کې ولوستل چې بعضې حکومتي څوکۍ لکه مغازه په ډالرو سرقلفي ورکول کیږي، نو بیا به مې مقامات هم ملامت نه ګڼل، ځکه د څوکیو قیمت خو یوازې په دولتي معاش نه پوره کیږي. دا دی له هغه وخته نږدې یوه لسیزه پوره کیږي، خو بیګاه مې بیا هم واوریدل چې د لوګر د کرومایټ پر کانونو لوټ او تالان روان دی. دې لسو کلونو کې د خپلسرو کیندونکيو په اړه (جدي څیړنو) پایله ورنکړه.

زموږ د قانون منګولو دومره وس پیدا نکړ چې د ملي شتمنیو لوټوونکي را ټینګ کړي.زموږ په مقاماتو کې لږ تر لږه د لوګر په مقاماتو کې داسې زړه خوږی پیدا نشو چې د دې لوټ مخه ونیسي. زموږ خلکو کې دا شعور پیدا نشو چې د لوټمارو پر وړاندې را پورته شي. زموږ د وطن شتمۍ په ټولو ولایتونو کې همداسې بې صاحبه شوې. زورورو پرې خیټې واچولې. لوګر به لکه د نورو ولایتونو په څیر له طبیعي زیرمو تش شي. د لوګر کانونه به کنډواله شي، خو ولس به یې هماغه شان په نس وږی وي، د خپلو رنځورو اولادونو د درملنې وس به نلري. خو لوټماران به د خپلو څو راتلونکیو نسلونو سوکاله او اسوده ژوند هم، د ولس په حقونو تضمین کړي.

محمد نعمان دوست

 جلال اباد د مرغومي څلورمه، ۱۳۹۲ ( ګرداب ورځپاڼه))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *