دا به هر چاته معلومه وي چې په هر ژمي کې د ټکرونو شمېر لوړ ځي.

حقیقت دا دی چې په ټوله نړۍ کې له امریکا بیا زموږ تر خپله افغانستانه خلک له دې سره دومره بلدتیا نلري ،چې په ژمي کې څنګه موټرواني وکړي.

هر کال په ډول – ډول علتونو، مثلا: تېز تګ، د لارو خرابي د برېکونو کار نکول او نور، له سلګونو تر زرګونو حادثې رامنځته کوي.

که څه هم هېڅوک په هرڅه نه پوهېږي، خو بیا هم ځینې ټکي شته چې که یې په ژمي کې ترسره کړئ، ښایي ځینو ته د یوه ګوهر په قېمت تمام شي.

خپل موټر مو ښه وګورئ:
موږ چې د یوه واورین هېواد اوسېدونکي یو، ورسره عادي یو، خو د واورو لپاره د ځانګړو ټاېرونو څخه کار اخېستل، د هوښیارۍ کار دی.

د څلور فصله ټاېرونو څخه کار اخېستل اصلآ هېر کړئ، او هېڅ وخت فکر هم مه کوئ چې په دوبنیو ټاېرونو په ژمې کې هم موټر وچلوئ .

1که په دې ټینګ یاست ،چې نه، په څلور فصله ټېرونو موټرواني کوم. یا د یوې داسي سیمې یاست چې هلته واوره کمه اورې، نو بیا د یو یا دوو جوړې چینونه ( په ژمې کې د موټر لپاره جوړ شوي ځنځیرونه)له ځان سره ولرئ. حد اقل یو ځل د چین اچول تمرین کړئ ځکه هغه کمال غواړي، هسي نه چې بیا په سختو شرایطو کې له ستونزې سره مخامخ شئ.

همدارنګه باید په یاد ولرئ چې د موټرو ټاېرونه مو ۲۰% روغ پاتې وي، او بله دا چې د موټر شټپنۍ مو هم چیک کړې ساتئ.

 سمدستي ټکی: فکر مو وي چې د موټر د شیشو پاکولو د اوبو ټانکۍ مو د ژمي له ځانګړي د یخ ضد مایع څخه ډکه کړئ. کنه نو بغېر له دې د ژمي په ساړه سهار کې یخ وهلو شیشو ته انتظار وکړئ.

د ليد ساحه مو وګورئ:

هر ژمی مو د موټر شیشه پاکونه بدل کړئ. یو ځلې د بغلو او مخامخ لویه هینداره په سمه توګه ووېنځئ، څو په ائینه هغه څه چې ستاسو د دید ساحه ګرانوي پاک شي.

ځان باوري کړئ، هغه بخارۍ چې ائینې ګرموي سم کار کوي او کنه. د اوبو مخزن ته د یخ ضد مایع هم ور زیاته کړئ.

که مو د موټر کوم څراغ سوځېدلی یا مات شوی وي، حمتآ یې بدل کړئ.

سمدستي ټکی: د برېکونو لپاره د کولپ ضد (ABS) څخه د سم کار اخیستلو چل زده کړئ (که نه پوهېږئ د برېکونو جوړولو له مستري سره مشوره وکړئ).او بله دا چې همېشه له موانعو سره د مخ کېدو لپاره په موټر کې نقشه یا ترافیکي قانون له ځان سره ولرئ.

خپل ځان مو وګورئ (چیک کړئ):
هر څومره مو چې موټر سمبال کړئ مهم څه د موټر چلولو لپاره تاسي یاست چې د موټر شترینګ ته ناست یاست.

په نامناسبو وختونو (اکثرآ ژمي ) کې موټرواني صبر او حوصلې ته اړتیا لري. په آرامه تګ وکړئ ګېر او شترنګ په نرمۍ سره اړوئ.او د شترینګ زوایه د حد اقل هغې ساحې چې د لیدو وړ وي، تغیروئ.

کله مو چې موټر ګرم شو ، ورو یې یوې څنډې ته کړئ. خو پام مو وي چې اکثره وخت لږه تېروتنه هم سړی له یوه ناورین سره مخ کوي.ځکه زیاتره وخت د لارې اړخونو ته یخی ډېر وي او موټر ورباندې ښوویېږي.

د خوښۍ خبره ده چې اوس کابو ټول موټرونه د کولپ ضد یا ABS په برېکونو مجهز دي (البته باېد ووایم، په افغانستان کې چې زیاتره موټرونه زاړه دي، کېدای شي اوس یې ورته واچوئ) چې دا برېکونه د ځینو اصطکاکو په وړاندې خپل ځان رانېسي.

دا برېکونه په داسي ترکیب او د کنترول په سیستم سره تیار شوي چې په نرمو حرکتونو او په کم سرعت سره کولای شي د بې خطره موټروانۍ تضمین وکړي.

خو دا ټکی مو په یاد وي: په پورتنې سیستم یا د موټر د کومک په لګېدو اوهم نورو برېښنایې سیستمونو که موټرهم سمبال وي، نو هغه اصطکاک چې د لارې سطحه یې امکان ورکوي، کنترولای شي.

په داسي وختونو کې یوه لاره دا ده چې تلوار مه کوئ. ورو مزل کوئ،او تر هغه چې ممکنه ده، فکر مو مخته ونېسئ.

سمدستي ټکی:په اوږدو سفرونو کې، خوراکي توکي ،اوبه او بستره هم په موټر کې درسره ولرئ.

اړېنه پاملرنه:
مخته تر دې چې په ژمي کې له کور روان شئ ، د آب وهوا او د لارو په اړه معلومات تر لاسه کړئ.

ګرځنده ټلیفون ، په داسي شرایطو کې ډېر ګټور دي.

د موبایل چارچجر هم له ځانه سره ولرئ چې د حادثې یا حد اقل د موبایل له بې چارچۍ څخه ونه کړېږئ.همدارنګه د پارو یا بېلچې درلودل هم ضروري خبره ده.
سمدستي ټکی:
لومړی برېک ونېسئ، وروسته شترېنګ وڅرخوئ او بیا یې پاک کړئ، څو باورئ شي، ټاېرونه نه دې یخی.

One thought on “که په ژمي کې موټر چلوئ، دا ولولئ/ زاهد صمدزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *