د پېښور په ديني مدرسو کې څه ښودل کېږي؟
په افغانستان کې د لوړ معيار لرونکو ديني مدرسو کمښت، چې د احاديثو دوه ګونې دورې په کې تر سره شي، ددې سبب شوې چې په دې هېواد کې دديني زده کړو ډېرى مينه وال پاکستان ته په ديني زده کړو پسې ولاړ شي، خو راپورونه څرګندوي، چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې له دې دينې مدارسو څخه د تندلارۍ او نورو استخباراتي چارو په برخه کې کار اخلي او د خپل هېواد ګټې د بېلابېلو اسلامي او تند لارو ډلو په جوړولو سره تامينوي.
تر ډېره پورې افغان او پاکستاني طالبانو ته هم دا ګوته نيول کېږي، چې د پاکستان څارګرې ادارې په مرسته د ديني زده کړو په بهانه د تندلارۍ او ترهګرۍ زده کړې تر لاسه کوي او په افغانستان کې د دولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسله وال فعاليتونه تر سره کوي.
خو دا هغه څه دي چې افغان طالبان او د پاکستان حکومت يې په بيا بيا ردوى، تېر اوړى داسې راپورنه هم خپاره شول، چې ګواکي پاکستان خپلې ټولې دينې مدرسې چې يو شمېر هغه يې په قبايلي سيمو کې ددې لپاره رخصت کړې، چې په افغانستان کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسله وال فعاليتونو تر سره کړي،
تر دې دمه چې د افغانستان څارګرې اداري او نورو امنيتي ځواکونو له خوا ځينې نيول شوو وسله والو طالبانو او ياهم کم عمره طالب جنګياليو هم په ځينې راپورونو کې په بيا بيا اقرار کړى چې، د پاکستان په ديني مدرسو کې يې روزنه ليدلې او هلته ورته ويل شوي چې افغانستان اشغال شوى هېواد دى او بايد پر وړاندې يې جهاد وشي.
له پاکستان نه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) په يوه رپورټ کې راغلي، د پاکستان په ديني مدرسو کې چې زده کوونکو ته څه ښودل کيږي، په دغه هېواد کې د سخت دريځه نظرياتو په ترويج کې ستر رول لوبوي.
راپور وړاندې کاږي ، هغه مدرسې چې د اتيايمې لسيزې په اوږدو کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر مهال په پاکستان کې جوړې شوې، له هغو سره يې توپير درلود، چې تر دې پخوا د هند په نيمه وچه کې جوړې شوې وې.
د سرچينې په وينا په دغو مدرسو کې به د ديني مضامينو نه پرته عصري مضامين هم ښودل کېدل، د نويو مدرسو په نصاب کې زياتره د اسلام پر سياسي اړخ تمرکز وشو. يو داسې اسلامي پوځ رامنځته شو، چې موخه يې د شوروي او لويديځ قوتونو پر ضد د مبارزې نه پراخ شو او پر ټولنه د سخت دريځه اسلام ورتپل وګرځېدل.
ددې ورځپاڼې د راپور پر بڼسټ په اسلام اباد کې د امن پر موضوعاتو له يوه څېړنيز مرکز سره د کارکوونکي محقق عامر رانا خبره راخيستې چې وايي، په ۱۹۷۹ کال کې په پاکستان کې ۵۷۰ ديني مدرسې وې، چې لس کلونه وروسته دغه شمېر ۷۰۰۰ ته ورسېد. نوموړی زياتوي، له دې مدرسو سره له بېلا بېلو سرچينو لخوا مالي مرستې کېدې.
ديني عالم او مدرس مولوي عنايت الله رسولي چې لوړي دينې زده کړې يې د پاکستان د پېښور په اکوړه خټک کې تر سره کړې دا رودوي چې ګني په دې پاکستاني مدرسو کې طالب العلمانو ته ترهګري ور ښودل کېږي، هغه په دې اړه ملي باور ته وويل:(( دا هسې پروپاګڼد دى، دولت دې موږ ته په افغانستان کې داسې مدرسې جوړې کړي، چې زده کړه په کې وکړو، نو موږ به هلته نه ځو، همدلته به يې وايو، دا خو يو تور دى چې دينې عالمان سپکوي، ځينې کسان چې له دې کارونو سره مينه لري او يا طالبانو ته ورځي، نو له مدرسو پرته هم ورځي او دهغوى تر اغېز لاندې راځي.))
خو سرچينې دا وويل چې د پاکستاني مدرسيو ځينې مدرسين ددې موضوعاتو په اړه کله کله خبرې کوي، چې زده کوونکي په جذبه کې راولي، خو هغوى هېڅ کله نه دي ورته ويلي چې ولاړ شى او په پاکستان يا افغانستان کې وجنګېږى.
په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون شرعياتو څانګې محصل محمد صديق چې خپلې ځينې ابتدايي زده کړې يې په پاکستان کې کړې، وايي چې هلته ورته د ديني مدرسو پاکستاني استادانو ويل چې افغانستان يو اشغال شوى هېواد دى او بايد هلته د جهاد لپاره ولاړ شئ، حتى ډېر ځله به درسونه پاتې کېدل او مولويانو به په همدې موضوعاتو خبرې کولې، چې له امله به يې ډېر طالبان له درسونو وتل او له وسله والو ګروپونو سره به يو ځاى کېدل، چې وروسته يې بيا اړيکې له دوى سره پرې کېدل.
که چېرته افغان حکومت په هېواد د ننه د لوړې کچې او اوچتو زده کړو دينې مدارسو ته پاملرنه وکړي، نو ددې ستونزې مخنيوى پرې کېدى شي، ځکه چې په پاکستان کې ډېرى رسمي او غير رسمي ديني مدرسې د پاکستاني حکومت په واک کې دي او د زده کوونکو له احساساتو په استفادې يې په افغانستان کې د حکومت پر وړاندې د يوه سرخوږي په توګه کارولى شي، که چېرته په تېره لسيزه کې په دې اړه کوم اقدام شوى وى او په ولايتونو کې دينې مدرسو ته جدي پاملرنه شوې وى، نو ممکن روانه ستونزه به اوسمهال دومره نه پېچلې کېده.
په دینی زده کړو کی هم کاشکی چی د دین اصلی محتوا تدریس شی. هغه احادیث ښودل کیږي چې سیاف په شان وحشي یزیدانو معاویه ګانو جوړ کړي او د اسلام په ستر پیغمبر پسې یې تړلي تر څو د انسان وینې توی کړي، او خپل حکومتونو و چلوي. همدې کار د مسلمانانو تاریخ یې په سرو وینو رنګ کړی چې افغانستان یې د همدغې لړۍ ادامه ده. همدا وحشت یو وخت د سیاف او نورو دنده وه اوس یې طالب ته په میراث پریښې ده.
ږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږ
د تاند له ویبپاڼی نه می خواهش دی چی زما دا تبصره نشر کړی ځکه که ما په دی کی له بدو کلماتو استفاده کړی وی نو هغه بل هم کړی په آخرکی می یوځل بیا درنه خواهش دی چی نشر کړی او سانسور نه کړی
حمید صاحب ستاسو خبرې د نشر وړ نه دي. تاسو خورا سپکې سپورې لیکلي. دا مو نه دي لیکلي چې چا دا ډول خبرې لیکلي چې تاسو یې دومره په غوسه کړي یاست. که بل چا سپکې لیکلي وي او یا یې ستاسو په وینا چا ته توهین کړی وي، نوم یا د تبصرې عنوان یې راوښایاست چې ډیلیټ یې کړو.
مننه
سلامونه
ولي مدرسي چه د گلانو غوندي ماشومان د دونيا له هر محبت نه محروموي او د وحشت لار ته يي استوي
بايد چه تول گلان ماشومان شونزيو (مكتبونو) ته واستول شي تر سو د دونيا په مزو او شيگنو پوشي او د نورو انسانانو سره په كينه او دوشمني كي نه يي او أخرت به يي هم شه وي او بل داچه پرمختللي افغانستان به هم ولرو.
په هيله د يوالي او سمسور افغانستان