تاند- د افغانستان الف او د تاجکستان د کرکټ د ملي ټیم نن /جمعه/ په جلال اباد کې لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال دوست محمدنظري د دې سیالۍ په اړه وویل، د تاجکستان ملي ټیم پرون سهار افغانستان ته راغی او تمه ده چې نن په لسو بجو د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د افغانستان له الف ټیم سره لوبه وکړي.
ښاغلي نظري وویل د دې لوبو هدف دا دی چې نړیوال وپوهیږي چې افغانستان هم د نړیوالو لوبو کوربه توب کولی شي او هر راز امنیت یې نیسي.
د تاجکستان لوبډله به د افغانستان له الف لوبډلې سره یوه بله پنځوس اوره او یوه شل اوره لوبه هم وکړي.
تر دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ په تاجکستان کې د کرکټ له ودې سره د مرستو ژمنې کړې وې.