احمدولی سرحدی – د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي او د دې ولایت یوشمیر اوسیدونکي مرکزي دولت د دې ولایت د تاريخي ځايونو بيارغونې ته په نه پاملرنه تورنوي، دوی وایي که دولت یې رغولوته جدي پاملرنه ونه کړي، نو زیات شمیر تاریخي ځایونه به له منځه ولاړ شی.
بالاحصار، غشو څلى، د هولان رباط غونډۍ، د زرين کلا تنګى، د بوستان سيمه، د مېزانې تپه، د توپونو غونډۍ، د شاه قدم سيمه، پاينده خان کلا، سنګر جمال خېل سيمه، سرتاج غونډۍ او بولان غونډۍ د دغه ولايت تاريخي سيمې او د شېخ مټي او حسن مټي زيارتونه، د محمدهوتک زيارت، د ٤٠ ګزي بابا زيارت، د پير صالح زيارت او د ميانور صاحب زيارت د زابل ولایت له سپېڅلو اماکنو څخه دي.
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریس په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغه ولايت تاريخي ځايونه او ځيني مقدس اماکن د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
ده له يادو تاريخي ځايونو د زابل بالاحصار (سکندر کلا)، د شيخ مټي بابا زيارت او د “غشو څلى” ياد کړل چې په وينا يې، رغولو ته جدي اړتيا لري.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریس وايي، چې بالاحصار، د شېخ مټي زيارت او د غشو څلى، سره له دې چې د نورو په پرتله په امنو سيمو کې دي، خو پاملرنه ورته نه ده شوې.
نوموړی وایی چی مرکزی دولت ورسره ژمنی کړی ولی په عمل کی یی تردامهاله هیڅ ندی کړی.
په ورته وخت کی د دې ولایت یوشمیر اوسیدونکي وایی چې تاریخی ځایونه دله منځه تللو په حال کی دی او باید ورته مرکزی دولت جدی پاملرنه وکړی، دوی وایی چی زابل یوتاریخی ولایت دی ولی دمرکزی دولت لخوا څخه ورته هیڅ پاملرنه نه کیږی.
د زابل ولایت داطلاعاتو کلتور ریاست پداسی حال مرکزی دولت ددی ولایت وتاریخی ځایونو په نه پاملرنه تورنوی چی تردی وړاندی څو څله دمرکزی دولت لخوا څخه دتاریخی ځایونو درغولو ژمنی کړی وی ولی تردامهاله یی په عمل کی هیڅ ندی کړی.