افغان دولت د څو کلنو مسلسلو هڅو په ترڅ کې تراوسه د طالبانو،حزب اسلامي حکمتیار،حقاني شبکې او په نورو نومونو دخپلو یادیدونکو وسله والو مخالفینو په پخلاینه نه دی بریالی شوی،چې د ولسمشرد ښي اړخ څوکلن اول لاس رسمي ملګري محمد قسیم فهیم هم وسله وال مخالفت ته د ورمخه کولو ګواښ کړی.

د والیانو ملي غونډې ته چې اوړمه ورځ پیل شو،د ښاغلي فهیم د دې خبرې یواړخ دا هم کېدای شي،چې ده په ولایتونو کې د ولسمشراستازي هم په نامستقیم ډول د خپل راتلونکي واک او موقف د خوندیتوب لپاره د ځان ملګرۍ ته وبلل.

پرخپل دوام وېره

د ښاغلي فهیم د اوړمې ورځې په وینا کې په شعوري یا تصادفي بڼه له افغان دولت څخه د پراخې نارضایتۍ پرموجودیت تردې حده اعتراف شو،چې حتی د مرستیال ولسمشرپه وینا عادي افغانان له ډېرې نارضایتۍ او غوسې ولسمشرکرزي ته ښکنځل هم کوي.

دا د خپل راتلونکي موقف او اغېز د ښاغلي فهیم د اندېښنې یوه پټه بڼه وه،نوموړي له دې څخه په لاروښانه ټکو وویل،چې که په را وروسته واکمنۍ کې د ده او ملګرو یې(د ده په ټکو مجاهدینو)لپاره ځای په پام کې نه وي او په ادعا یې ظلم ورسره وشي،له هغو وسلو سره چې لا یې ځان سره ساتلي،غرونو ته به د جګړې لپاره ورخیژي.

له دې ګواښنې معلومیږي،چې ښاغلی مرستیال ولسمشرپه اوسنۍ بڼه د خپل نه دوام له کبله وېره لري.

 

غلط تبلیغات

 

د ښاغلي فهیم دا ښکاره ګواښنه او پټه وېره د بحث ډېراړخونه لري،چې ترټولو مهم یې ښایي نورو نېمه جنګي ډلو ته د داسې څرګندونو او حتی موقف ګیریو په اړه د غور پیغام وي.

څو میاشتې وړاندې د حزب وحدت جنګي ډلې یوه مشر حاجي محق هم په یوه رسنیزه مناظره کې ویلي وو،چې که له دوه زره څوارلسم کال نه وروسته وسله وال طالبان د سولې د مذاکراتو پرځای جګړې ته ترجیح ورکړي،مخالف اړخونه یې هم چې د ده په وینا تش لاسي نه دي،غرونو ته به د جګړې لپاره ورځي.

د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د حالت په اړه که وسله والو طالبان او ورسره ملګرې ډلې پخپلو خبرو او ادعاوو کې ډېر رېښتیني نه ښکاري،د واک د لېوالې بلې غاړې یانې دولت پلوو کړیو لخوا هم د کورنۍ جګړې یا ګډوډۍ په اړه کیدونکې خبرې د غلطو تبلیغاتو بڼه لري.

د دې غاړې لخوا هم د داسې غلطو تبلیغاتو تبلیغول ترواقعي ارادو ډېرد ځینو مشخصو ډلو د سیاسي هدفونو د اعادې هڅې ښکاري.

 

د ملي ګټو مسله

تېره اونۍ دویم نړیوال مفکر ډاکټراشرف غني په کابل کې خپلې نمانځونډې ته د خبرو پروخت وویل،چې باید په یوه ملي اجماع کې د ملي ګټو تعریف معلوم او نقضونکو سره یې د څرګندې معاملې(چلند)غوڅه او عمومي پریکړه وشي.

زه که څه هم د ملي اجماع له ګونګ شعار سره لایوخوله شوی نه یم،خو دا ضروري ګڼم،چې باید زموږ ملي ګټې په غوڅ اکثریت معلومې،تعریف او ترې اوښتونکو سره د جدي عملي چلند خبره روښانه شي.

که داسې ونه شي،هرڅوک به په ډاډه زړه او د بې پوښتنې ښار د فرد او حاکم په حیث د خپلو ګټو لپاره هرډول نامسولانه خبرې اوعمل وکړي.

د دې پایله به بیا لکه د پخوانیو ګډوډیو پښېمانونکي او سخت جبرانیدونکي وي،نورباید نه یوازې دولت؛بلکې ملت او نور ټول مسول مراجع او قوتونه د وېرې،سازش،مصلحت او خاموشۍ له سلوک سره مخه ښه وکړي.

له دې پرته به ولس خپل راتلونکی بیا ګونګ،له وېرې ډک او د څواستهلاک شوو ډلو او اشخاصو په لاس کې وویني،دا حالت به زموږ د ناباورۍ،بې ارادګۍ او ځان کم ګڼلو بدمرغه رواني-ټولنیز احساس لا پیاوړی کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *