د دروازې په پرانیستلو سره دسردار دوه ورونه غبرګ راننوتل اوله راننوتو سره سمدستي سردار ته په مخامخ کټ ده ته مخا مخ کښیناستل د مشر ورور په لیدلو نور هم اندیښمن او خوابدی شول، ډیره شیبه یی لکه ورور یی چې په جنازه کې غزیدلی او دوی یی ننداره کوی هیڅ په خوله نه راتلل .په ورویې منځني ورورجمال په خبرو راغئ :
ـ لا لا اوس دې حال څنګه دی ؟
سردارچې سا ه یی بنده بنده کیده او په سختۍ یی خبرې کولې وویل:
ـ که سپینه راباندې وایې ، نوره مې لکه چې پوره ده . نن مې هم فشار غولی (۲۲۰) ته رسېد لی و.
په دې خبره د دواړو ورونووار پار نورهم خطا شو خودددواړو له خولې ددې لپاره چې مشر ورور یی ونه زوریږی په یو وار راووتل :
ـ وار مه خطا کوه ، الله مهربان پاچا دی ، جوړ به شې !
بیا یې کشري ورور په ورو مشر ته غلې شان سترګه ووهله
ـ راپاڅه !
دواړه ژر له ځایه پورته د کور یوه کونج ته پناه ودریدل یوه بل ته غلی شا ن له غوږه ورتیره کړه:
ـ څنګه وکړو ورته ووایو !؟
مشر په ورو ځواب ورکړ :
خود ، نور نو باید نه ځان او نه هم دی وغولوو
، کشري متردد شو:
ـ هسې نه چې څه پرې وشي ، فشار یې بې اندازې لوړ دی .
مشر په ورو ځواب ورکړ:
ـ بس څنګه یې کوې ، نور نو دې اولس ته په کومو ستر ګو وګورو
. دوی په خپلو کې لګیا وو چې دسردار دښځې غوږ ته داخبرې ورغلې ، په بیړه وارخطا له کوټې را ووتله . پداسې حال کې چې له سودا ېې ټوله وجود لکه ګوزڼ چې وهلی وی رپیده رینګ وهل :
ـ خیر خو به وي، څه خبره ده ، چې له لا لا مو پټه ساتلې ! ؟
مشر لېوره یې په بیړه ځواب ورکړ:
ـ ځه ! اوس لاړه شه ، خبره به شې
ښځې نور هم ژړا ته زور ورکړ:
ـ ولې په مسافر زوی خو به مې څه نه وي شوي ؟!!
مشر لېوروغړمبید:
ـ هېڅ بلا نه دی وهلی ، خو کاشکې دهغه پر ځای دې هم بله لور زېږولې وای !
ښځه نوره هم وارخطا شوه :
ـ ولې څه یې کړي ؟ !!
ددوی تر منځ سوال او ځواب لا بشپړ شوی نه و چې سردارپه ستړو ګا مونوځان دوی ته نږدې ورورساوه خو دمخه ددې چې ځا ن په حال احوال وپوهوي په ښځه ېې بړچ وهل :
:ځه ښځې ته اوس لاړه شه ، هر څه چې وی راته وبه یې وايي !
بیا یې ورونو ته مخ ورواړاوه ، او په حیرانتیا یې وپوښتل :
ـ په مسافر څه شوي ! ؟
منځني ورور یې ځواب ورکړ :
ـ کاشکې څه پرې شوي وای !
سردار حیران شو :
ـ بیا ځناور څه ګلونه کرلي ؟
کشري ورور یې په ورو له خولې راووتل:
ـ هو لالا حا ل د ویلونه دی!
سردار نور هم حیران شو :
ـ ولې ، څوک یې وژلي ! ؟
منځني ورور یې غږ لوړ کړ:
ـ هغه بې ننګه او قتل !
سردار بیا وپوښتل:
ـ په غلا کې خو به چا نه وي نیولی . دقوماندان لا لي سړي خو دمخې هزاریان او غله دي .
کشري ورور یې وویل :
ـ نه لا لا بيخي بله خبره ده !
سردار خورا حیران شو :
ـ نو څه خبره ده دچا خور او لور ته خو به یې لاس نه وي اچولی ؟
منځني ورور یې د غو ټې په پرانیستلو په ورو لاس پورې کړ :
ـ خبرشوي یو چې دلعلو لعنتي ….
سردار په خبرو کې ورولوېد :
ـ ولې دلعلو له ښځې سره خو به نه وي جوړ شوي ؟ ! ـ
کشري ورور له غوسې سور او شین شو:
ـ کاشکې دومره مېړه وای !
سردار خبره بله خوا یوړه :
ـ ریښتیا اورېدلې مې دي دلعنتي ښځې ټولې دباندې په ایران او پاکستان کې دي !
دواړو ورونو دتایید سر وخوزاوه !
سردار خبره نوره هم وشا ربله :
ـ اورېدلي مې دي چې لعنتی دهلکانو شوقي دی ….
دهلکانو په اورېدودواړو ورنو یوبل ته تر سترګو لاندې وکتل !
خو سردار دخپلې ادعا داثبا ت لپاره بیا وپوښتل :
ـ تاسې څه وایێ ؟ دا لعنتي په دې اوږده ږیره بچه باز دی ؟
داځل یې ورونه ټینګ نه شول :
ـ هو لا لا !!
دسردار حیرانتیا نوره هم زیاته شوه :
ـ ښه ! ریښتیا !
ورور یې نور دخبرې د پټولو توان له لاسه ورکړ ژریی ورسپینه کړه :
ـ هو لا لا ، خو څنګه یې درته ووایم …… پوهېږم چې ناروغ یې اوفشار دې هم اسمان ته ختلی !
بل ورور یې دورور د خبرې پخلی وکړ :
ـ نوره داخبره درنه نه پټوو ، پوهېږو چې درد او زور یې ډېر ستر دی خو څنګه یې کوې ؟!
سردارچې ټول وجود ېې لړزیده او ګڼو اندیښنو یې په مغزو کی لوی غوبل جوړ کړی نا ببره چیغه کړه:
ـ څه ګډوډ غږېږﺉ ، سپینه خبره راته وکړﺉ ؟
ورونو نور صبر ونکړ او سم دلاسه یی دیوه له خولې سپین ورووتل:
ـ چې سپینه یې راباندې وایې ، مسافر دهمدې لالي هلک دی .
سردار تندي ته ټس ورکړ او بې اختیاره ېې چیغه کړه:
ـ هلک !!! داڅه جک وهې !!!
یو ورور له دې هم وړاندې لاړ:
ـ هلک څه چې سمه دمه ښځه یې ده !
سردار لکه لېونی چې شي په بیړه په ټوپک پسې منډه کړه ، په رېږدېدلو لاسو یې په درنګ شېبه کې ټوپک راوړ او په منډه دلټ په وهلو شو ، په ورونو یې چیغه کړه !
ـ نوڅه ته ګورﺉ ، ماته له احواله مخکې موولې دا حرمونی لړه نه کړ؟
ورور یې په کراره ځواب ورکړ :
ـ موږ ته ستا ناروغي دېوال و، ډېر صبر مووکړ چې ښه به شې ، اوس مو هم درنه پټوله خو نور ټول اولسونه خبرېدل ! د سردار غضب نور هم را وپارید او لکه سم په منځ چې اره شی داسې لاړ اوراغئ په دواړو ورنو یی چیغه کړه:
ـ ما په بلا ووهێ ، زه هسې هم روان یم .خو دا خنځیر درنه ختا نشی چې ژر ېې فیصله کړئ
۱۰ اګست ۲۰۰۷ م کال
لندن