د تاریخ په اوږدو کې د وګړو اړتیاوې سبب شوي چې د راکړې ورکړې ډول ډول بازارونه رامنځ ته شي چې یو له هغو د ونډو او قیمتي پاڼو بازار دی؛ د ونډو بازار بیا له نورو سنتي بازارونو سره بشپړ توپیر لري هغه دا چې دا ډول بازار په رسمي او دایمي بڼه: رسمي په دې مانا چې د کړنو اجازه د قانون له مخې تر لاسه کوي او دایمي په دې مانا چې کړنې یې تر یوه ټاکلي وخته پورې محدودې نه بلکه په دوامداره توګه پرمخ روانې وي؛ په یو ځانګړي ځای کې رامنځ ته کېږي او هلته د بشپړ روڼوالي ، ځانګړو قوانینو اومقرراتو په چوکاټ کې د مالي شتمنیو د (ونډو، پورپاڼو او ګډون پاڼو ) پېر او پلور په پوره نظم تر سره کېږي او په پایله کې یې هغه پانګوال چې د ځانګړو ارزونو له لارې یې د خپلې پانګونې راتلونکې ګټوره ارزولې وي خو د اړتیا وړ پانګه په واک کې نه لری ؛ کولای شي چې د بانکونو پرځای له دغه بازار څخه پرته له کوم خنډ، ځنډ او دروند لګښته پانګه ترلاسه کړي. د بیلګې په توګه که چېرې یو پانګوال وغواړي چې له بانکونو پیسې تر لاسه کړي نو ترهرڅه د مخه ورته د تضمین او پور لړۍ ډېر وخت نيسي او بیا د ګټې ترڅنګ د پور د بېرته ورکړې نېټه هم ستر سرخوږی ګڼل کېږي مګر دا هرڅه بیا د ونډو د بازار له لارې ډېر په اسانۍ سره شوني او ممکن دي؛ له بله اړخه یې په ټولنه او اقتصاد باندې هم اغیزې خورا ډېرې دي چې په لنډ ډول یې څو مثبتې اغېزې ستاسو مخې ته ږدم : په ټولنه کې د عاید عادلانه وېشل، د ګډون کولو او مالکیت حس رامنځ ته کول، د بسپنو فعالول او ژوندي کول، د یوه کامل بازار را منځ ته کول، د پیسو د پاړسوب/تورم مخه نیول او په ټوله کې د تولید د ډېروالي، د وزګارتیا د کموالي او د عاید د لوړوالي ترڅنګ د ملي اقتصاد په چټکتیا سره وده کول دي. که چېرې د ونډو د بازار پورتنۍ ځانګړنې د هېواد له اوسنیو شرايطو سره چې د افغانستان بانک چارواکو نن سبا تر بحث لاندې نيولي، پرتله کړو، نو د لاندينيو دلایلو بر بنسټ دغه کړنې اوسمهال ناشونې او غیر عملي برېښي. د بانکدارۍ د قانون له مخې د افغانستان بانک د نورو دندو تر څنګ درې سترې او خورا اړینې دندې پرغاړه لري: د پیسو چاپ، د پیسو د سیاستونو تنظیمول او د خصوصي بانکونو په کړنو څارنه. که په بده سترګه ورته و نه کتل شي نو ویلای شو چې د افغانستان بانک یواځې او یواځې په دې توانېدلی چې ملي پیسې چاپ کړي. د بانکونو د څارنې دنده خو يې د کابل بانک په لوټ او دېوالي کېدو کې ښه څرګنده شوه؛ کابل بانګ د هېواد د خصوصي بانکونو په کتار کې یو ستر بانک بلل کېده چې له ماتېدو سره یې سمدستي د هېواد مالي سیستم ړنګ او کاواکه شو. بانک په اقتصاد کې د زړه او مالي سیستم د رګونو حیثیت لري کله چې زړه مات او رګونه پرې شي نو بدن هرو مرو ساه ورکوي دا په دې مانا چې د کابل بانک په ماتې سره د هېواد اقتصاد آن د ساه ورکولو تر بریده ورسېده : له یوې خوا د شپیته ملیارده افغانیو په ارزښت ملی پانګه لوټ شوه او له بل پلوه د بهرنیانو باور په افغانانو او د افغانانو باور په بانکونو تر ډېره برېده خپلې ټېټې کچې ته ورسېد. دریمه دنده چې د پیسو د سیاست تنظیمول دي خورا نوره هم له ستونزو ډکه او د اند ېښنې وړ ده هغه دا چې زموږ ملي پیسې چې د ملي هویت څرګندونه هم کوي د هېواد په شپیته سلنه خاوره کې د راکړې ورکړې جوګه نه دي اوخپل ځای ځایګی یې په بشپړ ډول پاکستانې کلدارې او ایراني تومان ته پریښی دی؛ پنځه نوي سلنه معاملې مو په بهرنیو پیسو ترسره کیږي په پلازمینه کابل کې چې د حاکمیت مرکز ګڼل کیږي له سترو معاملو نېولې بیا د کورنو تر کرایې پورې په ډالرو صورت مومي او افغانۍ خواره یواځې د دولتي کارکونکو د لمړنیو توکو د پېر وسیله او د څرخېدو، راڅرخېدو یواځنی ځای یې د لمړنیو توکو د پلور مارکېټونه او هماغه د شهزاده سرای دی او بس. د افغانستان بانک چارواکي د دې ترڅنګ چې په خپلو اړوندو دندو کې په بشپړ ډول پاتې راغلي؛ ویل کېږي چې د بانکونو د څارنې او د پیسو د پاړسوب د مخنیوي په نامه، په خورا سترو درغلیو کې هم ښکېل دي چې ښه بیلګه یې د کابل بانک له ماتې وروسته امریکا ته د افغانستان بانک د پخواني رئیس قدیر فطرت تېښته ده. د پوښتنې ځای خو دا دی: په داسې یو هېواد کې چې پنځه نوي سلنه راکړه ورکړه یې په ډول ډول بهرنیو پیسو ترسره کیږي نو څنګه ممکنه ده چې د ونډو پېر او پلور دې په ملي پیسو صورت و مومي؟ په داسې یو هېواد کې چې د ملي پیسو د پاړسوب مخه یې د بهرنیو مرسته شویو پیسو په مټ نیول کیږي ، په داسې یو هېواد کې چې په ډېرو سیموکې یې څوک ملي پیسې لاپېژني هم نه، په داسې یو هېواد کې چې د قانون او نظم په نامه اصلاً کوم تعریف شتون نه لري، په داسې یو هېواد کې چې اقتصاد یې تر ډېره بریده د مافیا په منګولو کې ښخ دی او په داسې یو هېواد کې چې ډېری لوړپوړي چارواکي یې تر مرۍ په فساد او درغلیو کې ډوب دي؛ څنګه شونې ده چې د ونډو بازار رامنځ ته شي؟ ځکه خو د افغانستان بانک د چارواکو دغه راز نمایشي کړنه یوه تشه ډرامه برېښي. دغه چارواکي د دې پر ځای چې له فساد او درغلیو لاس په سر شي، د بهرنیو په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو د اسعارو لمن له ور ټوله کړي، عامه ذهنیت وهڅوي چې راکړه ورکړه په خپلو ملی پیسو ترسره شي، د خلکو باور په ملي پیسو زیات کړي بيا چې کله ورته زمينه برابره او بستر جوړ شو، د عامه پوهاوي په رامنځ ته کولو او د اړتیا وړ پانګې په برابرولو سره ورو په ورو د ونډو بازار ته چې د اقتصادي ودې او پرمختګ یواځنۍ وسیله ګڼل کېږي لاره هواره کړي. زما په آند د افغانستان بانک چارواکي سره له دې چې په دې ټولو مسائلو ډېر ښه پوهېږي غواړي چې یو ډول په فساد او درغلیو کې په لاس لرلو او په اړوندو دندو کې په پاتې راتللو پرده واچوي؛ په لوی لاس یې د ونډو د بازار د جوړېدو په نامه د عامه ذهنيت د بدلولو او پاشلو په موخه بې ځایه او بوختونکي بحثونه او ډنډورې راپورته کړي دي.
ضیا صاحب نن که مونز دی جامعه ته نظر وکرو سه موچی لیکلی دی دیر په زره پوری دی یعنی دی هر چاه چی سه خواهشات ول نن یی په دی مظلوم ملت باند ترسره کرل خو بیا یی همد زره ندی یخ شوی حتی تر دی چی زمونز دی کران هیواد فرهنک ته یی همد دیر زیاته صدمه ورسوله بدبختانه چی داسی سوک نشته چی سوال او جواب وکری له داسی اشخاصو چی هیڅ احساس دی وطن په باره کی نه لری خو بیا همد خدای پاک دی ورحمیزی په دی مظلو ملت باند دی کامیاب ووسیزی همیشه