د افغانستان کرکټ ملي الف لوبډلې د تاجکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي الف لوبډلې د کرکټ په یوه ورځنۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه نن د ننګرهار ولایت غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه چې پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. د هیواد الف لوبډلې په ټاکل شویو ۴۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۰ منډې جوړې او تاجک لوبډلې ته یې د ۲۹۱ منډو هدف کیښود. د افغانستان له لوري لوبډلمشر جاویداحمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ۱۱۱ منډې یې جوړې کړې. دغه راز نجیب تره کي ۹۲ او شفیق الله شفق ۳۲ منډې وکړې.
د تاجکستان له لوري منور ۲ او محمد ندیم ۲ لوبغاړي وسوځول. د تاجکستان لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۳۹ اوور کې په ۱۵۴ منډو وسوځیدله. دافغانستان له لوري نور الحق، جاویداحمدی او فضل نیازي دوه دوه لوبغاړي او افتاب عالم یو لوبغاړی وسوځاوه. د تاجکستان له لوري ندیم ۵۲، ضیاالحق ۳۴ او مراد ۳۳ منډې وکړې.
د لوبې په پای کې دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس ښاغلي شهزاده مسعود او اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد دتاجکستان پلاوي په شتون کې د لوبې پر غوره لوبغاړي جاویداحمدي او نورو لوبغاړو جایزې وویشلې. د تاجکستان ملي لوبډلې لوبغاړي مراد علي د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د لوبې کولو زمینه برابره کړه او دوی ته یې بلنه ورکړه. هغه زیاته کړه چې لوبډله یې په لومړیو مراحلو کې ده او ویې ویل چې دوی دافغانستان له لوبغاړو تجربې ترلاسه کوي. دکرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د تاجکستان د لوبډلې ستاینه وکړه چې د کمې تجربې سره سره یې نن ښه لوبه وکړه. نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې دافغانستان کرکټ بورډ به د تاجکستان د کرکټ پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د کرکټ بورډ اجراییوی رئیس ډاکټرنور محمد مراد وویل چې دوی به هڅه وکړي تر څو نورې لوبډلې هم دعوت کړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.