د زابل امنیتی چارواکي دتلاشی په ځنڅیر د۴۶۰ کیلو ګرامه نشه یی توکو د نیولوخبرورکوی، د دې ولایت امنیه قوماندان وایی چې یاد نشه یی توکي تاریاک دي چې په ډير مهارت سره په یوه ټیلر ډوله باروړونکی موټر کې ځاي پرځای سوی وه ،نوموړي زیاتوي چې دنیول سویو توکو په تړاویی یوتن موټر چلونکی هم نیولی دی
دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخی روغ لیونی درسنیو سره په خبرو کی وویل چی دمرکز کلات اړوند دتلاشی پرځنځیر باندی دنشه یی توکو په وړاندی دمبارزی پولیسو لخوا زیات شمیر نشه یی توکی نیولی دی.
ښاغلی روغ لیونی وایی چی نیول سوي توکې ټول تاریاک دی چې وزن یی ۴۶۰ کیلو ګرامو ته رسیږی، په ډیر مهارت سره په یوه ټیلر ډوله باروړونکی موټر کې ځاي پرځاي سوي وه چې دکابل څخه دکندهار پر لوري وړل کیدل.
نوموړی همداراز زیاتوي چې پدې تړاویی یوتن هم نیول چې په خبره یې تر تحقیقاتو وروسته به عدلی او قضایی ارګانو ته وسپارل سی.
امنیه قومندان زیاتوي چې د نشه یی توکو دقاچاق په وړاندي یی کلکه مباریزه پیل کړې چې په وینا په تیرو څو میاشتو کې یی په زره ګونه کیلو ګرام نشه یی توکي ترلاسه کړی دی.
دزابل امنیه قوماندان
مل پاسوال غلام سخی روغ لیونی
دیادوني وړده چې زابل دکابل کندهار پرلویه لاره پروت هغه ولایت دي چې زیاتر قاچاقي توکي پرهمدې لاره لیږدول کیږی چې ددې ولایت امنیه قومندانۍ دمسلکی کسانو په لرلو سره تر ډيره بریده توانیدلی چې پردې لویه لاره دنشه یی توکو دقاچاق مخنیوي وکړي او پدی وروستیو کی زابل یواځینی ولایت دی چی دقاچاق وړونکی په وړاندی یی سخته مبارزه پیل کړی ده.