د امريکايانو وتل په نړيوالو مرستو څومره اغېز لري؟
امريکا د کابل- واشنګټن امنيتي سند د لاسليک په لانجه کې په بيا بيا په مستقيم او غيرمستقيم ډول ګواښ کړى، چې د ولسمشر کرزي له خوا ددې سند نه لاسليک له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې د مرستو په کمښت او حتى درېدو منفي اغېز کولى شي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند څه موده وړاندې په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته په ډاګه کړه، چې که له امريکا سره د کابل امنيتي تړون په وخت لاسليک نه شي، نو د شيکاګو او توکو کنفرانسوونو د مرستو په شوو ژمنو اثر غورځوي.
له دې ډلې امريکا بيا له افغانستان سره د نړۍ تر ټولو ستر مرسته کوونکى هېواد دى ، چې په افغانستان کې يې مېشت سرتېري هم د نورو هېوادونو څو چنده دي، د ثبت شوو شمېرو له مخې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره ۸۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده، په دغو مرستو کې په خپله د امریکا پوځي لګښتونه شامل نه دي چې اندازه یې تر دې ډېره ده، البته په امريکا کې يې ګڼې ولسي ننګونې را پاروالې او څو مياشتې وړاندې د ځينې دولتي ادارو د مامورينو دندې هم د اقتصادي ستونزو په سبب وځنډول شوې.
له دې پرته د نړۍ د نورو هېوادونو پراخته مرستې هم د يادونې وړې دي، چې انګلستان، جاپان او جرمني يې تر ټولو وړاندې دي او مرستې يې په افغانستان کې د افغان ملي ځواکونو په روزنه، حکومتوالۍ او له دې پرته په نورو لويو او وړو ملکي پروژو لګېدلې او د ځينې ژمنه شوې مرسته يې بيا لا پر ځاى پاتي دي، چې د امريکا ورته ګواښ پرې اغېز کولى شي.
په کابل کې د يوه شخصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى استاد او د سياسي چارو شننونکى عبدالله عادل هم په همدې نظر دى، نوموړي په دې اړه ملي باور ته وويل: ” لکه څرنګه چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو پوځي حضور په امريکا پورې تړلى او دلته يې د امريکا سره د نږدې اړيکو درلودلو په خاطر عسکر راوستلي، نو اقتصادي مرستې يې هم همداسې درواله، د امريکا هر ډول ګواښ د هغوى مرستې بندولى شي، په افغانستان کې د امريکا په پوځي حضور پرته له دې هېواد د پخوانيو مرستو تمه نه شي کېدى، کېدى شي، چې نيم په نيمه او ياهم بيخي بندې شي، چې په دې صورت کې له نورو هېوادونو هم نه دومره تمه کېدى شي او نه د افغانستان اړتياوې پوره کولى شي.”
د کابل اواسلام اباد لپاره د امريکا ځانګړى استازي خوا لا دا ګواښ هم وکړ، چې امریکا کیدای شي ان په کابل کې خپل سفارت وتړي، یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې که واشنګټن له ولسمشر کرزي سره د تړون پر لاسلیکولو یوې هوکړې ته ونه رسیږي، نو کیدای شي دغه تړون د افغانستان له راتلونکې ولسمشر سره لاسلیک کړي، همدا ډول نرمښت په دې وروستيو کې دامرکيا په دريځ کې هم ښکاره شوى، چې احتمال لري تړون د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو څخه وروسته د نوي منتخب ولسمشر سره لاسليک شي.
خپله ولسمشر کرزي بيا په دې وروستيو کې د کورنيو خبري رسنيو له استازو سره په يوه ناسته کې خپلو هغو سختو ته اشاره وکړه، چې له امريکا سره يې د امنيتي سند د لاسليک په برخه کې مخته وړي، ده وويل چې امريکا يې له درېيو شرطونو دا منلې چې د عملياتو پر مهال به د افغانانو په کورونو نه ورننوځي، خو د ولسمشريزو ټاکنو او له طالبانو سره د مذاکراتو دعملي پيل په اړه لا د امريکا دريځ روښانه نه دى.
له مرسته برته یوه بله انديښنه د تېرې لسيزې د شته لاسته راوړنو د ساتنې په اړه ده، همد اوس اووه میلیونه نور ماشومان ښوونځیو ته ورځي، ډېرى دولتي ودانۍ رغول شوې، لايې لارې پخې شوې ، ګڼ شخصي او دولتي روغتونونه فعاليت کوي او د دې امکان چې ښځې دې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي، ۸۰ سلنه ښکته بلل شوى دى…
شننونکى استاد عبدالله عادل وايي ، چې که ولسمشر کرزی له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو شونې ده چې امريکا به له افغانستان سره د ملکي او پوځي مرستو کمښت د يوې ډراماتيکې وسيلې په توګه وکاروي، چې نورې مرستندويه ادارې هم له ستونزو او نازړه نازړه توب سره مخ کوي.
د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې يو چارواکى وايي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې هم د امریکا د پرمختیایي مرستو اداره USAID د کوچنيو سازمانونو له لارې له افغانستان سره خپلې مرستې جارې وساتي.
د امنيت لا خرابوالۍ هم يوه بله ننګونه ده، چې نه يوازې له هېواد سره بهرنۍ مرسته کموي، بلکه خپله د شوو کورنيو او بهرنيو پانګو د فرار سبب ګرځي، چې يو ستر اقتصادي ناورين را منځته کولى شي، شننونکي په دې اند دي که ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو د دغه هېواد امنیتي وضعیت به هم خراب شي، چې له کبله به یې د امریکا کانګرس افغانستان ته د مرستو په ورکولو کې لاس نور هم تنګېږي، په داسې حال کې چې د امريکا کانګرس لا تر دې وړاندې د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي تړون نه لاسلیکولو په سبب غوسه دى.