ستا ترمخ به د مړیو پر سرونو د فوټبال ویډیو پلې کړي. ته به یې څنګه ورته ثابتوې چې دا زه نه یم؟

هغه به درته وایي چې ګوره، ژبه یې ستا ده. قواره یې ستا په شان ده. دین یې ستا دی، بلکې ستا په دین کې تر تا ځان رسېدلی ګڼي. مذهب یې ستا دی. ستا په څېر پښتنې زېږولی، پښتنې کورنۍ روزلی، د همدې جغرافیې دی. ته هم ملا ته مقدس وایې، او دی هم ملا روزلی. ولسمشر دې وایي چې ورور مې دی. ته به څنګه وایې چې دا زه نه یم؟

چې دومره نښي مو سره یو دي، نو بېلښت مو په څه کې دی؟

ته به ورته وایې چې نه، دا خو د هغه سړي شخصي ګناه ده. یو کس د بل په ګناه نه نیول کېږي.

هغه به درته وایي چې هو، سمه ده، خو چې د ځان په نامه یو کار وکړي، نو هغه یې شخصي ګناه وي.

دا خو یې ستا د امارت، ستا د امیرالمومنین تر فرمان لاندې کوي. ستا د دارالعلومونو په فتوا یې کوي. ستا د شیخانو په تأیید یې کوي. ولې ستا پښتانه شپه ورځ دې خلکو ته ډوډۍ نه ورکوي؟ ستا د غزني، د وردګو، د لوګر سړی کویټې ته په دې خلکو باندې فیصلو ته نه وي روان؟

ستا بچی د څړک د کتارونو شیطانت نه ورته کوي؟

زموږ د غزني د څړک پر غاړه یو کلی دی. نوم یې نه اخلم. یوه سپین ږیري یې له ټالیبانو سره په دې لانجه وه چې زما لمسی ولې جهاد ته نه پرېږدي.

سپین ږیری یې هر وخت په خپلو سترګو ګوري چې ټالیب پر څړک څرنګ جهاد کوي. کرۍ ورځ ډرېوران وژني. د عامو خلکو موټر را ښکته کوي، او په ماینونو یې د عامو خلکو موټر الوځي.

دا خو به ستا کلی نه و چې عربی شاعر یې په اړه وایي:

صبیانه في القبح مثل شیوخه
و شیوخه في الحمق کالصبیان

هلکان یې په بدرنګۍ کې له سپین ږیري، او سپین ږیري یې په حماقت کې لکه ماشومان دي.

آیا د چا پلار به یې چا ته ثابته کړي چې ټالیب ته نه یې؟

ستا د بي بي سي او آزادۍ راډیو کارمند دې د ټالیبانو ثنا وایي. ستا لندن مېشتی، واشنګټن مېشتی دې د ټالیب ثنا وایي. ستا د فرانسې د پوهنتونونو استاد دې دټالیب ثناء وایي. ستا د ټلویزیونونو روښانه قاضي، او مبصر دې ټالیب وي.
ستا د عصري بهرنۍ مؤسسې کارمند دې تا ته نصیحت کوي چې اې ووړکیه، فدایي ته ځانمرګی مه وایه.

ستا د پوهنتون محصل دې سپینه پټه تر سر تړي، او د امیرالمومنین په نامه دې خطبه وایي.

ستا ولسمشر دې وایي چې دا زما ورور دی.

ته به څنګه له ټالیبه انکار کوې؟ ته به څنګه لوی او متمدن بشریت ته ځان سپینوې؟

تا ته که سادات وویل چې انتحاري یې، نو په دوه دوه نه تم کېږې، او که ملا صاحب درته وویل چې فدایي یې، نو په مخ دې نرۍ خندا راشي.

یوه خبره ده. نوم یې بدل دی. فدایي او انتحاري. د پنجاب په هوا مست مجاهد او اوباش. ټالیب او غلام.

ستا د بدو شیانو نومونه ښه، او د ښو ارزښتونو نومونه بد دي. بس همدومره تفاوت دی.

مجيد قرار
4 thoughts on “ښه غوږ شه پښتونه”
  1. ډیره ښکلی او ښه زړه پوری لیکنه ده. حقیقت همدا دی: د استاد اولمیر د یوی سندری مطلع رایاده شوه چی ویلی یی وه:ـ
    سکه ورور د شیطان یی ډیر چلونه دی راوستی دی – توری جامی لاندی پاس دی سپینی پری اغوستی دی

  2. څه وکړو قرار صاحب، دا وطن پرېږدو په بل ملت پوري ځان وتړو، اخر چاره یې څه ده!؟

  3. محترم قرار صاحب

    ډیره په زړه پوری لیکنه ده. ستا لیکنی تل لولم او تل درسره موافق یم. خدای دی تل مونږ ته ژوندی لره

  4. سلامونه
    لاره د حل ماشومان له مدرسو وژغوري او پر زاي يي شونزي ودان كي چه د گلانو غوندي ماشومان د دونيا له ميني نه محروموي نسي او د جهل او وحشت لار ونه نيسي
    كبان چه هر وخت له اوبو راباسي نو تازه وي وس هم ناوخته نده

    راتلونكي انتخاباتو كي كدون وكي او رايه مو داكتر اشرف غني ته واچوي دا يو حساس وخت دي او كه چيري واك د كرزيخيلو او يا عبدالله خيلو ته بيا په لاس ورغي نو پشتنو دود به مو بيا جيگ كي نور نو ستاسو گريوان او قضاوت

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *