د مرغومي/جدی ۶مه  دواړه خواوې  هم یوشمیرروسانوته او هم هغه شمیر افغانانو ته چې ددی ورځې له برکته يي زیان موندلي د تاریخ  یوه توره ورځ ده.

 ډیری افغانان له دغې ورځې چې په پاېله کې تر نن پوري افغانستان د نړیوالو ابرقدرتونو د سیاسې سیالیو ډګر ورګرځيد او هره ورځ افغانان د نورو د ګټولپاره ځپل کیږي ښه خاطره نلري.

په افغانستان کې هغه شمیر روسيي سرتیرې چې په زوراوجبرسره  جګړې ته رالیږل شوي ؤ وايي، ماسکو هغه مهال د افغان خاوره اودافغانانو میړانه نه وه درک کړي روسيي مشرانو د افغانانو په اړه د بشپړې پوهې دمخه ګام پورته کړي وو، هغوي هغه مهال دعقل پرځای له زوره کار اخیستې ؤ په روسانوکې یومتل مشهور دی [چې زور وي عقل ته حاجت نشته]

روسانو د یوشمیر لاسپوڅو او ایمان پلرونکیو په مرسته بالاخره په همدغه ورځ هوډمن شو چې پرافغان خاوره نظامي تیري  وکړي اوپه کابل کې د خپلې خوښي لاسپوڅې واکدار د واک پر ګډۍ کینوي، یوې لسیزي یرغل کې که له یوې خوا افغانانو درانه د سر اومال زیانونه ولیدل ترڅنګ يي پخواني شوروی اتحاد يي هم پلې ټک ته کیناوه اونړیوال پرستیژ بایللو ترڅنګ ډګر يي رقیب ته پریښود.

هغه شمیرروسيي سرتیري چې دغې جګړې ته راغلې وو ځينو يي خپل د ژوند مسیر بدل کړ خپل هیواد ته ستندنې پرځای يي همدلته پاتي شو یو له دغو سرتیرو څخه ګنادی چې اوسني نوم يي نیک محمد دی په کندوز ولایت کې ژوند کوي ، نوموړي زیاتوي: دی د ۱۸ کلونو په منګ وچې د افغانستان جګړې ته په زرو سره جلب شوي وو، نوموړي وايي  (( زه يي ګاډی ته پورته کړم، نیغ يي د ترمزبندره افغانستان شمال ختیز کې په کندوز ولایت کې کوز کړم، هغه مهال مې دلته ښي  اوکین لاس نه پيژانده  ، هرڅه راته بدل بریيښدل، زه په یقین سره وایم چې روسانو تیرې یوه نه جبران کیدونکې تیروتنه وه.))

نیک محمد وايي: زه هم د روسانو د جګړې د قربانیانو له ډلې څخه یم، زه اوس معیوب یم له کاره لویدلې یم، پر آذان د مېنتوب له کبله په اسلام مشرف شوم، همدلته مي واده وکړ زه ویاړم چې یو افغان یم همدلته به یم ترڅو چې پردی خاور ومرم.

نیک محمد وايي کورنۍ يي څوځله د اوکراین څخه د اړیکې ټینګولو په ترڅ له ده غوښتې چې افغانستان پریږدي خو نوموړې نظردادی چې د اوکراین اقتصادی حالت ترپخوا خراب شوي هلته هم خلک له لویږې مرمي.

بل لورته د کندوز د شکرکوڅې یوتن اوسیدونکې ډاکټر عبدالحق فضلې وايي چې روسانو یرغل پرمهال يي پلار له لاسه ورکړي وايي : په ۱۳۵۸ ل کال کې  مې پلار کابل ته تللې وو، داچې اوږده ږیره يي درلوده اوخپل تجارت يي کاوه د زرخرید مولاجانان په ګډون یوځای د ۱۴ تنو سره ترنن ورځ پوري ناردک دی، یوازې دوه میاشتې وړاندي هغه لست چې د رسنیو لخوا خپور شو نوم مو په کې وموند، د هغه تر نادرکیدو وروسته پاکستان ته مهاجر شوو او پوره ۱۲ کلونه هم هلته تیرکړل.

د روسانو تر وتو وروسته مجاهدین چې د لویدیز او یو شمیر نورو هیوادونو لخوا يي ملاتړ کیده دیته پرینښودل شواو یا ښايي چې دغه وړتیا يي نه درلوده چې یوه سالمه اداره جوړه او د کوردننه او د باندي افغانان سره راټول کړي، لویدیزاو ګاونډیو په اشارو پخپلوکې سره د قدرت پرسر په جګړو بوخت کړل چې له امله يي تر نن پوري دغه بی مانا جګړه دوام لري قربانیان يي یوازي افغانان اوګټونکې يي نور دی .

One thought on “پرافغانستان د روسانو یرغل تیروتنه وه: ګنادی/ همایون بابر”
  1. سلامونه زما خپل شخصى نظر دادى چه روسان تيرى زياتى وكر افغانانوته ئ په سپك نظر وكتل خو بيا هم تر پاكستان او ايران شه او په خپل نيت كى صادق ول
    محمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *