تاند- وروسته له دې چې د کانکور په ازموینه کې د لوړو زده کړو د وزارت د مامورینو خیانت څرګند شو، د دغه د لوګر د کانکور ازموینه لغوه اعلان کړه، ویې ویل چې په مناسب وخت کې به د دې ولایت له فد دولسمو ټولګیو له فارغانو څخه بیرته آزموینه واخیستل شي.

لوګر ته د دې وزارت تللی پلاوی وایي، چې د کانکور په دې آزموینه کې د لوګر چارواکو او د ولسي جرګې غړو لاسوهنه کړې ده.

د لوګر والي نیازمحمدامیري وایي؛ د جمعې په ورځ کله چې د لوړو زده وزارت د کانکور د کمیټې پلاوی بېرته کابل ته راستنېده، د اتمې حوزې اړوند د پل سفید په سیمه کې یې د کانکور د ګډونوالو پارچې د مردارو اوبو یوې ویالې ته اچولي دي.

د پنجشنبې په ورځ د دولسمو ټولګیو له څه باندې درې نیم زره فارغانو څخه په پل علم کې آزموینه واخیستل شوه، خو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د آزموینې پاڼې په مردارو اوبو کې واچولې.

د لوګر محلي چارواکي دا کار د اسلامي او افغاني اصولو خلاف بولي او وایي،عاملان یې باید څارنوالۍ ته معرفي شي.

د لوګر والي نیاز محمد امیري نن وویل چې دا کار یو جنایت دی، ځکه په هغو پارچو کې چې مردارو اوبو ته اچول شوي، د خدای (ج) او د محمد مصطفی (ص) نومونه او د نجونو عکسونه وو.
«په دې باندې زه په خپله ډیر خواشینی یم، که چیرې دوی ته د امتحان پروسه په یوه حوزه کې د منلو وړ نه وای، ښه به وه چې د هغې حوزې امتحان یې کنسل کړی وای، که په مجموع کې ټوله پروسه ورته د منلو وړ نه وه؛ ماته به یې ویلي و چې دا د منلو نه ده، په کار دا وه چې وزارت ته تللي وای او بیا یې ویلي وای چې دا امتحان د منلو وړ نه دی؛ نو دریاب ته د دې پاڼو غورځول زه جرم بولم او دا یو اسلامي او افغاني عمل نه دی.»

لوګر ته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د کمیټې د تللي پلاوي مشر لطف الله صافي تایید کړه چې د کانکور پاڼې اوبو ته اچولي دي.
د ښاغلي صافي په وینا د ازموینې پرمهال دوی د لوګر د چارواکو او د ولسي جرګې د غړو له خوا تر فشار لاندې وو نو ځکه یې دا کار وکړ.

12 thoughts on “د لوړو زده کړو وزارت د لوګر د کانکور ازموینه لغوه کړه”
  1. اصلا دا ساپی صیب چې دی دا له ونې نه ډېر زیات اوږود دی او تاسو خو پوهېږئ چې اوږود څنګه وي!

    1. د لوړو زده کړو وزیر باید پدې پریکړه ټینګ ونیول شي، یا باید خپله ملامتیا ومني او یا خو هم د لوګر هغه چارواکي او استازي را په ګوته کړي چې دا ملي پروسه ېې زیانمنه کړیده.

  2. اوس باید له هغو څخه کلکه پلټنه وشی اومحکمی ته وروپیژندل شی چی ولی یی دا کار کړی اودزدکونکو پارچی یی اوبوته اچولی پدی کی به دهغوزدکونکو پارچی هم شاملی وی چی پلاوی ته یی درشوت په توګه پیسی ورکړیدی دوی دی باید رشوت اخیستونکی افشا کړی اوهم دلوړوزدکړو وزارت ته پکارده چی په بلی آزموینی کی دغه کسان دآزموینی په اخیستلو ونه ګماری ځکه دوی به له هغه چانه چی رشوت اخیستی دبیا جبیره کولو وعده ورکړی وی چی پدی صورت کی هم رشوت اخیستونکی په خپله افشا کیږی اوداهم ګمان کیږی چی دوی درشوت په پیسو سره وران شوی وی اوڅوتنو یی دغه کار کړی وی خوپه هرصورت داموضوع باید جدی ونیول شی

  3. Mr. Safi has done this he may have been mentally sick individual or his mind is similar to the people of the stone ages.. The things he did are not forgivable, if he had any objections to the process he could make a civilized approach to his superiors. His action are very wild and barbaric.

  4. وای پکه دا دی بله سپکه دکرزی حکومت دومره بی کفایته شو چی له سره تر پشو فه فساد کی غرق ده دطالبانو خبر هم رشتیا ده ددی حکومت مامورین باید وزړول شی او یا له دندو ګوشه شی داسی کار لکه دوی چی کړی خره یی هم نه کووی چی دکانکور ورقی لارو او کوڅو کی خطا کړی

  5. هغوی چی د خپل سر په بیه ښوونځی ته ځی او ټول ورځنی ژوند یی د علم زده کړی ته وقف کړی دی او له سلګونو هیلو او آرزو ګانو نه یی یوه هیله دا وی چی پوهنتون ته ولاړشی . دوی به د پوهنتون کانکور آزموینه په څومره شوق سره تیره کړی وی . مګر . مګر په ډیر افسوس سره د دوی د دولس کلن زحمت کار او نتیجه په ډیره سپین سترګی او خیانت سره په اوبو کی لاهو کوی. دا دیوه انسان د کار نتیجه نه ده چی خرابه شی ، بلکه دا د څه د باندی دری نیم زرو ځوانانو د کار نتیجه وه. دلته هم د غزنی ولایت د پارلمانی ټاکنو درس بیا تکراریږی. د غزنی ولایت پښتانه یی پرینښودل چی پارلمانی ټاکنو کی برخه واخلی نو دهغوی د 14 وکیلانو پر ځای 14 هزاره ورونه په ډیره آسانی سره کابل ته ولیږل شول او اوس د هغوی ټول امتیازات ، حقوق ، صلاحیتونه او قدرت نه دوی په ټول زور سره ګټه اخلی. یعنی د یوه لوی اکثریت انسانی او قانونی حق صلب او بل چا ته چی دومره سهم یی نه درلود ورکړل شو . له دی شرعی او قانونی حق نه مقابل لوری په خپله ګټه قانون جوړوی او خپلو خلکو ته خدمت کوی.
    د لوګریانو حقوق به هم همدا ډول یو بل ولایت ته ورکړی اوپه پوهنتونو کی به یو لوګری محصل نه وی . حد اقل په یوتحصیلی کال کی به له یوه داسی پر نفوسه او علم دوسته ولایت نه یو محصل هم له خپل قانونی حق نه ګټه وانه خلی. دوی به قصدا جګړی او مخالفت خواته ورټیل وهل شی. دا خیانت چی هرچا کړی وی باید تر جدی پوښتنی لاندی ونیول شی. داسی یو مهم وزارت باید خپل اصلی مسیر ته راوګرځول شی. دومره زیات ضرر افغانی ټولنی ته د دولت مخالفینو ندی رسولی لکه دی مضرو او خودسرو چارواکو چی ور رسولی دی.
    د کانکور پارچی او ټول کاغذونه باید وساتل شی او کله چی څوک پوهنتون ته بریالی کیږی باید د هغه له سوانحو سره مل شی او د تل لپاره وساتل شی. که څوک نه بریالی کیږی د ضرورت په وخت کی دهغه قناعت حاصل کړل شی او بیاهم دهغه اسناد باید وساتل شی.
    د دی عمل په نتیجه کی باید د لوګر ټول د دولسم ټولګیو فارغین په فوق العاده توګه د پوهنتون پوهنځیو ته معرفی شی چی بیا داسی خیانت ته نور څوک زړه ښه نه کړی. فارغ التحصیلان باید خپل حقوق په قانونی ډول وغواړی او له هر راز غیر مدنی کړو وړو نه ځان وساتی.

  6. که صافی صاحب ځان ته پښتون وایي نو باید ځان ته اور واچوي چی دا خبیث پښتنو سره داسي جفا او خیانت کوي او د نورو څخه څه ګیله بله داچي که د لوګر ولایتی چارواکو په دی امتحان کي مداخله کړي وه نو بیابه را غلي په کابل کي به دی د میدیا په مخ کي د هغوي نومونه افشاکړي واي چی دا خبیثان او فساد کوونکيی رسوا شوي وايی

  7. راځی چی د یوی شیبی لپاره دا ومنو چی د لوګر د کانکور په امتحان کی بی نظمی وله او باید امتحان لغوه اعلان شوی ولی نو ایا دا کوم اسلامی افغانی او منطقی عمل و چی د لوړوزده کړو وزارت وکړ چی پارچی او د جوابونو کیلی کارتونه یی په مردارو اوبو کی واچول په هغه کی د الله ، محمد نومونه ول او بل هغه کی د ډیرو خویندو عکسونه ول

  8. لوګر ته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د کمیټې د تللي پلاوي صافي دعلنی محکمی کولو غوښتنه کوو کله چی صافی محکمه نشی تر هغو پوری دلوګر ولایت فارغین دی ته حاضر نه شی چه بیا امتحان ورکړی
    دهغوزدکونکو پارچی هم شاملی وی چی پلاوی ته یی درشوت په توګه پیسی ورکړیدی دوی دی باید رشوت اخیستونکی افشا کړی
    د دی عمل په نتیجه کی باید د لوګر ټول د دولسم ټولګیو فارغین په فوق العاده توګه د پوهنتون پوهنځیو ته معرفی شی
    دوی به د پوهنتون کانکور آزموینه په څومره شوق سره تیره کړی وی . مګر په ډیر افسوس سره د دوی د دولس کلن زحمت کار او نتیجه کی چه د پوهان نوم پری ایښودل شوی ده اوبو کی لاهو کوی دی ته پوهان نه شو ویلی او باید چارواکی یی ژر ترژره محکمه کړی کا نه دلوګر امنبتی وضعه به ډبر ژر خرابه شی

  9. دصافي غت غوزونه لكه حيوان بايد داورقي يي فه مردارواوبو كي نه واي غورزولي فه دي كي دانجونو عكسونه اوفاكي كلمي وى خوافسوس حيوان ته هيج تو فيرنه كوى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *