٠٧.١٠.١٣٩٢
کندهار افغانستان- نن په کندهار ولایت مقام کي د همدې ولایت د ښځینه ښوونځیو د لیسو د زده کوونکو تر منځ د سولي تر عنوان لاندي د مقالو ازاده سیالۍ ترسره سوه.
دغه سیالی د ولایت مقام په نوښت او هڅو او د ASGP یا د افغانستان د سيمه ييزي حکومتدارۍ پروګرام په مالي لګښت د ټولو ښځینه زده کوونکو تر منځ ترسره او د سیالي په وروستیو کي د سولي په نامه پنځه غوره مقالې انتخاب سوې او د مقالو لیکونکو زده کوونکو ته د کندهار والي لخوا څخه تحفې هم ورکړل سوې.
د نن ورځي په سیالي کي د کندهار والي ترڅنګ مرستیال والي، د سولي شورا پوهني او ښځو چارو رئیسانو، د کوچنیان او مدني ټولني د بنسټ مشري، ښځینه معلیمانو او زیات شمېر ښځینه زده کوونکو برخه اخیستې وه او د سولي تر عنوان لاندي یې د ښځینه زده کوونکو غوره مقالې واورېدې.
د سولي په نامه په یادو مقالو کي ښځینه زده کوونکو د سولي د غوښتني ترڅنګ وویل چي سوله یوازي د مرورو ورونو سره پخلایني ته نه بلکي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي مخنیوی، پر هغوی باندي ترحم او رحم، په جبر او زور یې د خپلي خوښي خلاف چاته نه ورکول او د ښځو ټول هغه حقوق چي الله پاک او د هغه رسول (ص) دوی ته ورکړي دي هغه حقوقو څخه دوی برخمني کولو ته سوله وایي.
ښځینه زده کوونکو دغه راز په خپلو مقالو کي د ټولو وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چي نور دي جنګ ته د پای ټکي کښېږدي ترڅو د افغانستان نوی او ځوان نسل په ارامه فضا کي خپلي زده کړي وکړي او خپل هیواد په توپک نه بلکي په قلم د نړی جګو څوکو ته ورسوي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا د ښځینه زده کوونکو استعدادونه د قدر او ستایني وړ وبلل او زیاته یې کړه چي د سولي په راوستلو کي عمده کس میرمن ده چي کولای سي د خپلو اولادونو په ښه روزلو سره هغوی د سولي او امن لاري ته راوبلي او ټولنه د پرمختګ په لور بوځي.
ښاغلي ویسا زیاته کړه چي د سولي په راوستلو کي باید هڅي نوري هم ګړندۍ او زیاتي سي او دا چي مېرمن د ټولني ترټولو مهم غړی دی نو میرمنو ته په کار ده چي خپل ورونه خاوندان او اولادونه د وطن د ویجاړۍ پرځای د وطن د ابادی لپاره وهڅوي ترڅو خپل هیواد د خارجي مرستو پرته په خپله جوړ کړو.
په ورته وخت کي د کوچنیان او مدني ټولني مشره ډاکټره رنګینه ویسا د ښځو په نمایندګي د میرمنو ازاد ژوند د هغوی حق وبلۍ او زیاته یې کړه چي د سولي تناب د ښځو په لاس کي دی ځکه هر څه لومړی د مېرمني یا مور د غیږي څخه پیلیږي نو باید چي د همدا اوس څخه خپلو اولادونو، ورونو او خاوندانو ته د سولي ښوونه وکړو او هغوی ارام او د امن ژوند ته راوبلو.
د نن ورځي د سولي تر عنوان لاندي د ښځینه زده کوونکو ترمنځ د سیالۍ هدف د زده کوونکو ذهني فعالتیا، د سولي د نامه سره د ښځینه زده کوونکو بلدتیا او ښځینه زده کوونکو ته د ښځو د حقوقو په اړه عامه اګاهي ورکول وه.