تاند- د کرکټ د اسیايي شورا د جام په مسابقو کې د افغانستان د کرکټ له نولسو کالو د کم عمره ځوانانو ټیم له یوې په زړه پورې بریا وروسته نن د بنګلدېش په وړاندې میدان ته وځي.
مسابقه د افغانستان په وخت د سهار په لس (۱۰) بجې پیلېږي.
له نولسو کالو د کم عمره ځوانانو د اسیايي کپ د سیالیو په لړ کې، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، افغان ټیم پرون په یوه بېسارې لوبه کې د سریلانکا پیاوړې لوبډله په درو ویکټونو ماته کړه.
د افغان لوبډله به د دې لوبې په ګټلو سره د آسیايي کپ نیم پایلوبو ته ووځي.
د افغانستان لپاره د سریلانکا له لوبډلې څخه د مسابقې ګټل په دې اهمیت لري چې سریلانکا په کرکټ کې ډېره اوږده مخینه (سابقه) لري. له بلې خوا د افغانانو لپاره دا زېری لري چې کرکټ په افغانستان کې یوازې د دې لوبې له لومړي نسل سره تړاو نه لري بلکې د ودې په حال کې دی او راتلونکي نسلونو ته لا ډېره هیله شته.
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وايي چې بنګله دېش هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په وروستیو کې کرکټ پکې زیاته وده کړې خو دوی هیله لري چې بنګله دېش ته به هم ماتې ورکړي ځکه فکر نه کوي چې بنګله دېش دې تر سریلانکا پیاوړی وي.
پرون په درو نورو مسابقو کې پاکستان نیپال ته په ۱۳۲ منډو، بنګله دېش مالیزیا ته په ۹ ویکټونو او هند متحده عربي اماراتو ته په ۱۸۹ منډو ماتې ورکړه.
نن به د افغانستان او بنګله دېش، هند او نیپال، مالیزیا او سریلانکا او پاکستان او متحده عربي امارات سره مخامخ شي.