لیکنه: نصرت رحیمي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېره یوه لسیزه کې په اړوندو بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیتونه او لاسته راوړنې لري، زه په دې لیکنه کې یوازې غواړم ددغو خدمتونو یوې برخې ته چې هغه ځوان مفکر او له انرژۍ ډک نسل ته په دغه وزارت کې توجه ده یو ځغلنده نظر واچوم چې له شک پرته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موفقیت یو له مهمو او عمده لاملونو څخه همدا ټکی یادولای شو.
په وروستۍ یوه لسیزه کې په دې وزارت کې په ارادي ډول هڅه شوې څو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د کار لویه برخه ځوانانو ته په واک کې ورکړل شي، ځکه ددې عصر اوسنی ځوان نه عقیدوي تفتیش لري، نه د ملیت، ژبې، سمت او قوم اصول مني او نه هم په ورسپارلو اړوندو چارو کې بې غوري کوي بلکې په ټول توان سره هڅه کوي څو هغه وجداني، دیني، ملي او اسلامي رسالت ادا کړي چې د ملت ښېرازي، پرمختګ او آبادي یې په ترڅ کې راځي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ویندوی
په ځانګړې ډول د جلالتمآب امیرزي سنګین په مشرۍ او هڅه رامنځته شوی ټیم چې د وزارت رهبري هیئت جوړوي لوی اکثریت یې با احساسه، با اهلیته او با ظرفیته ځوانان دي چې اړوندې چارې په منظم او سیستماتیک ډول په ټاکل شوي وخت سره تر سره کوي.
په ټولیز ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر دې دمه پورې څه باندې ۲۰۰۰۰۰ دوه سوه زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په دغه سکتور کې په دندو بوخت دي چې ۹۳ سلنه د یادو کسانو ځوانان تشکیلوي چې دا یو لوی رقم دی.
زموږ د ګران هېواد افغانستان په دغه پړاو کې له بده مرغه ډیری هېوادوال چې زیات شمېر یې ځوانان دي بېکاره دي، نړیوال عالمان او پوهان په دې نظر متفق دي چې د یوې ټولنې د پسمانۍ عمده او بنسټیز لامل دادی چې د بېکارۍ کچه به په کې لوړه وي خو برعکس که چیرې وزګارو کسانو ته د کاراشتغال پیدا شي له شک پرته چې ټولنه به یې د سمون او پرمختګ په لور بېولې وي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یاد اصل ته په کتو سره په دې توانیدلی دی چې د ټاکلي پلان سره سم داسې یو لوی رقم ته د کار زمینه برابره کړي او په خپل چار کې لاپرمختګ او پراختیا ته لاره هواره کړي، همدارنګه هغه اختراعات او اکتشافات چې د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې په پرمختللې نړۍ کې ترسره کیږي په کم وخت کې په افغانستان کې هم تجربه او نهادینه کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمن دی چې په نژدې راتلونکي کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو په سکتور کې په ټولیز ډول درې سوه زره هیوادوالو ته د کار زمینه برابره او په یاد سکتور کې به عملا په دندو بوخت شي.
یاد وزارت همدارنګه د ځوانانو د ودې، پرمختګ او مسلکیتوب په برخه کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستتیوت رامنځته کړی چې هرکال په لسګونو فارغین ټولنې ته وړاندې کوي، تر دې دمه له یاد انستتیوت څخه فارغو ټولو محصلینو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او د فراغت سره سم په دندو بوخت شوي دي او د هغو بهرنیو کسانو ځایونه یې نیولي چې مخکې یې په دغه وزارت کې کار کاوه، اوس مهال د مخابراتو په سکتور کې کم شمېر بهرني وګړي کار کوي چې د وخت په تیرېدو سره به یې ځای مسلکي او پوه افغان ځوانان نیسي.
داچې ځوان نسل د یوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري په کار ده چې اړوندې مراجع په ځانګړې توګه د ځوانانو معینیت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته لا زیاته توجه وکړي څو په هېواد کې د بیکارۍ د کچې ګراف راټیټ او افغان ټولنه د خودکفایۍ، پرمختګ او بسیاینې په لور ګامونه واخلي.
۶جدی ۱۳۹۲