تاند- د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، اکثره افغانان باوري دي چې د راتلونکي لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به بې درغلۍ ترسره شي.
په دې نظرپوښتنه کې، چې د امریکا ګلیفم اسوسیسېټس څېړنیزې ادارې د (AIRC) افغاني ټولنې په همکارۍ کړې ده، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۱۴۸تنو څخه پوښتنې شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې پر نظرپوښتنو زیات باور نه کېږي ځکه چې له یوې خوا خلک د زړه خبره نه کوي او له بلې خوا نظرپوښتونکي د سروې لپاره د خپلې سلیقې او نظر وړ کسان د مرکو لپاره غوره کوي، خو له دې سره سره د ګلیفم اسوسېټس ټولنې یوې مسوولې پیملا هنتر وايی، په سلو کې ۷۷ پوښتل شویو کسانو ویلي انتخابات به شفاف او بې درغلیو ترسره شي او ۸۹ فیصدو نورو ویلي چې رایې به یې محرمې وساتل شي.
د دې څېړنیز مرکز په نظرپوښتنه کې تر ټولو مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی بلل شوی چې ورپسې د عبدالله عبدالله او قیوم کرزي نومونه راغلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د طلوع تلویزیون په دوو نظرپوښتنو کې عبدالله عبدالله تر ټولو مخکښ ښودل شوی و.
په دې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۲۹ پوښتل شویو کسانو ویلي چې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکوي، په سلو کې ۲۵ عبدالله عبدالله یاد کړی او په سلو کې ۸ قیوم کرزی غوره بللی دی.
د عبدالرب رسول سیاف د پلویانو فیصدي په سلو کې شپږ، د عبدالرحیم وردک په سلو کې ۵، د ګل اغا شېرزي په سلو کې ۴، د قطب الدین هلال په سلو کې ۲، د داوود سلطانزوی او نادر نعیم په سلو کې یو ښودل شوې ده.
د هدایت امین ارسلا د پلویانو شمېر صفر بلل شوې ده.
په سلو کې ۸۵ پوښتل شویو کسانو ویلي، د کرزي د خوښې وړ کاندید ملاتړ به ونه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې اکثرو کاندیدانو ویلي چې د کرزي ملاتړ ته اړتیا لري او که بریالي هم شي د کرزي له تجربو به استفاده وکړي.
په سلو کې ۶۱ ویلي چې د هر هغه کاندید ملاتړ کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي.
په سلو کې ۷۱ پوښتل شویو کسانو له امریکا سره د افغانستان د ښو او نژدې اړیکو ملاتړ کړی دی، په سلو کې ۵۱ له پاکستان سره ښې اړیکې ضروري بللي دي.
اکثرو پوښتل شویو کسانو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکېدو ملاتړ کړی دی.
په سلو کې ۹۰ پوښتل شویو کسانو ویلي، هغه چا ته به رایه ورنه کړي چې په فساد کې یې لاس لرلی وي.
دا په داسي حال کې ده چې اکثره کاندیدان یا یې مرستیالان په فساد کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې نه ده او نه ولسمشر کرزي دا نظرپوښتنه لیدلې ده خو دا د افغانانو لپاره نوې تجربه ده.
دا نظرپوښتنه خو په رښتیاو نه ده ولاړه
بلکې یو ډول پروپاګنډه ده
په دې نظر پوښتنه کې خو دا ویل شوي چې د ولسمشر کرزي د خوښې نوماند ته رایه ورنکړي حال دا چې ډیری افغانان په دې اند دي چې ولسمشر کرزي نوماند ته به رایه ورکوي
بله دا خبره چې زلمي رسول بیخي یاده نشته حال دا چې په لومړي درې نوماندو کې ګومان کیږي چې زلمی رسول به وي
دا ډول نظر پوښتنې هم یو ډول فشار راوړل په حکومت او افغانانو دی
هوداټولپوښتنه تقریبا سمه ده ځکه په اکثرو دری ژبو سیمو کی بیا داکتر عبدالله پلویان زیات دی چی دا په ټولیزه توګه بلخ ولایت،بنجشیر،،پروان ،بدخشان او څه ناڅه پکی کندز ،بغلان ،اوتخار هم راځی خوزیاتره پښتانه چی رایه هم نه ورکوی اوګومان کیږی چی درایی اچونی کارت به یی هم نه وی اخیستی هغه بیا به هیڅ صورت کی دعبدالله بلویان ندی اوپه ژبه اشرف غنی احمد زی یادوی خودوی بیچارګان بیاراتلونکی باندی نه پوهیږی چی څه به کیږی خوکه چیری په پشتنو سیموکی کار ونشی اویاهم ناامنی وی نودی کی شک نشته چی عبدالله عبدالله به ډیری رایی یوسی خوپه پشتنوسیموکی کارکول پکار دی ځکه که عبدالله بریالی شو نوراتلونکو لسو کلونوپوری به دی پاتی وی اوهرڅه چی بدی خوار ولس تیریږی نوهغه چی وایی [دیوانه زنده خوش است ]دی به خپله پاچاهی دربانی په څیر تیروی
سلامونه
اول خوزه فکر کوم چه داآنکېټونه په هیڅ صورت دټولو افغانانو نمایندګی نه شی کولای.او که یوڅه احتمال یی قبول کړو غیر له .اشرف غنی او سردارنعیم او داود سلطانزوی ؛نور ټول نوماندان په فساد او وطن پلورلو ګکړ دی.ډبل عودولا خو امریکا کی اقرار کړی وو چی ۱۰میلیونه ډالر یی اخیستی وو+د مریم نجفی کیسه یی هم بی ناموسی ده او داول نه یی قانونی یونس سره شخصی بندیخانی او دضیا مسعود سره یی قاچاق په دوبی کی نیول سوی وو،اوس به نو سیاف خان،رحیم وردګ او کتبودین د ډبل عودولا په ګټه تیریږی!!!،،؛فکر کوم ډر.صاحب اشرف غنی په ګټه به ګل اغا،داود سلطانزوی ،نادر نعیم ،قیوم کرزی او ارسلا او زلمی رسول تیر سی…که د پورتنۍ سلنې ومنو نو اشرف غنی صاب یی باید وګټی.یوه خبره کوم وروڼو!پښتانه باید په هیڅ صورت عودولا ته رایه ورنکړی!ښه تاجکان(ملی او بی تعصبه..)،او د نورو شعوب اوقبایلو خلق هم باید دوست اودشمن وپیژنی.“ان اکرمکم عندالله اتقیاکم`
دا چی څومره به دا نظر پوښتنه دقیقه وی او څومره به حقیقت ته نژدی وی دا مهمه نه ده اما زما په نظر پدی نظر پوښتنه کی دا لاندی ارقام ډیر د پام وړ دی:
1- 29 سلنه ښاغلی اشرف غنی احمدزی
2- 8 سلنه ښاغلی قیوم کرزی
3- 6 سلنه ښاغلی عبدالرب رسول سیاف
4- 5 سلنه ښاغلی عبدالرحیم وردګ
5- 4 سلنه ښاغلی ګل آغا شیرزی
6- 2 سلنه ښاغلی قطب الدین هلال
7- 1 سلنه ښاغلی داود سلطان زوی
8- 1 سلنه ښاغلی نادر نعیم
9- 0 سلنه ښاغلی هدایت امین ارسلا
10- 0 سلنه ښاغلی زلمی رسول
د لسو پورتنیو کاندیدانو ټولی تخمینی رایی56 سلنه جوړوی او یواځی ډبل عبدالله 25 سلنه رایی اخلی. دا پدی معنی ده چی یو می په یو او سل می په هیڅ . که د هغه سپینږیری کیسه مو په یاد وی چی یوه غنچه لښتی یی خپلو ځامنو ته ورکړی چی دا ماتی کړی او د هیچا زور پری ونه رسیده او بیا یی خپله یوه یوه ماتی کړی. نو اوس زمونږ پورتنی د قدر وړ درانه مشران هم له همدی سرنوشت سره مخامخ دی. که ټول یو بل په غیږ کی ونیسی او یو بل ته مشوره ورکړی ټول به بریالی وی او که همداسی بی اتفاقه او هر یو په انفرادی ډول دا دروند بار ته اوږه ورکړی یو یی هم نشی ګټلی. دا یو تاریخی فرصت دی . زړورتیا ، شهامت او مسوولیت غواړی. زما په شان کسان خو د دوی ترمنځ د یوه پر بل سیاسی فرق هم نشی درکولای. ځکه دوی ټول پوه او د دی مسوولیت وړ دی اما څوکۍ یوه ده . که فرضا تول سره یو لاس شی او راتلونکی قدرت د مسلک ، لیاقت او د دوی د نفوذ په نظر کی نیولو سره وویشی ټول به بریالی وی. او که خدای د نه کوی هر یو په خپل نظر ټینګ ولاړ وی نو بیا ښاغلی عبدالله به یی ګټی او لکه چی وایی توری د لالا وهی ، مړۍ به عبدالله وهی. زه د هغه د قام مخالف نه یم مګر ښاغلی عبدالله د خپلی تیری تجربی او عادت له مخی به هیڅکله حاضر نه شی چی ګتلی قدرت له نورو سره تقسیم کړی. ماته په ایران کی د یوه سفر په وخت کی مالومه شوه چی ښاغلی عبدالله د خپل مسوولیت په وخت کی چی د ټول افغانستان د خارجی وزارت څوکی د ده په نصیب وه او د افغانستان د خدمت لپاره یی په قرآن کریم هم لاس ایښی وو چی خیانت به نه کوی او افغانستان ته به خدمت کوی ، یو پښتون په دیپلوماتیکی دندی نه وه مقرر کړی. کله چی یوه کندهارۍ مهاجره سفارت ته راغله ، هیڅوک د هغی په مشکل نه پوهیدل چی هغه خوارکۍ څه وایی. د قونسلی چارو مسوول له مراجعینو وغوښتل که څوک په اوغانی پوهیږی هغه د ورته ترجمه کړی. زما د مدعا د ثبوت لپاره تاسی اوس هم کولای شی د پورتنی وزارت داخلی او خارجی کارمندانو لست وګوری چی څوسلنه د پنجشیر او څو سلنه د نورو قومونو او ولایتونو خلک دی او په مهمو دندو کی د کومی ولسوالی خلک ډیر مقرر دی. ستاسو دقت او هوښیاری ټول افغانستان ژغورلی شی او ستاسو ځانځانی ادعاوی زمونږ هیواد تجزیی ، جنګ او بدبختی سره مخامخ کولای شی.
زما په اند په دی ۱۱ نوماندانوکی یوازینی کس ډاکتراشرف غنی احمدزی دی ده چی د زمونږبی وزله هیوادوالوته خدمت وکړی زه چی څومره فکر کووم همدغه ټول پوښتنه درسته ده او کومه ټول پوښتنه چی د یو خصوصی تلویزیون له خوا شوی وه هغه یوه
طرفه وه
د تاند چلوونکو دوستانو سلامونه مې ومنۍ! پورتنې ریپوټ ته ورکړل شوي سرلیک مې خوښ نه شو ځکه چې که هدف مو له نوې سروی نه همدغه سروی وي دا کومه چې تاسو ریپورټ کړي ده نو په دې کې دواړه مخکښ نه دی بلکې یواځې ډاکټر صیب اشرف غنی مخکښ دی . نو کیدلی شي داسې لیکل شوي وی چې نوې سروې ښایی چې ډاکټر اشرف غني مخکښ کادندیددی . زه که د یو لوستونکی په توګه یواځې سر لیک ولولوم نو اخستنه به مې ترې څه وي؟؟
مننه
کنډیوال – جینیوا
سمه ده
Salam wrono
da bayad owayam che da nazar pukhtana belkol sahih da, Ashraf ghani Ahmad zai ba ratlonkay raees jamhoor waye. wrono yaw khowast darna kawam che da hecha pa khabaro o na gholegay, aw khapaly raye ma tetaway, yaw nafar ta raya warkary aw hagha ham Dr sahib ta. ka ghwary Pukhtana berta pa khapo wadregi no Dr Sahib ta raya warky.
salam
da pukhtano da barylitob pa hila
انسان پیژاندنه وکړی بیا رایه وکاروی انسن پیژاندنه ډیر کشکل کارده بیا افسوس پکا رنده.
اشرف غنی احمدزی که له هره اړخه مطالعه کړو په اوسنیو شرایطو کی د افغانستان لپاره وړ کاندید دی، هغه څوک چی د یوڅو پیسو په بدل کی نورو کاندیدانو ته رایی اخلی له هغوی څخه می غوښتنه داده چی رایی مه تقسیموی، د رایی د تقسیم په صورت کی به یو هم کامیاب نشی بیابه نو د ډبل عبدالله د کامیابیدو چانس زیاتیږی، که عبدالله کامیاب شی بیانو په افغانستان کی اوسیدلو ته زړه مه ښه کوی