تاند- د عراق د ملي امنیت پخواني سلاکار د خپل هیواد د پخواني ولسمشر صدام حسین د اعدامېدو په اړه ځیني ناویلې خبرې څرګندې کړې.
د نوري المالکي د ملي امنیت پخواني سلاکار موفق الربیعي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په یوه خبري غونډه کې وپوښتل چې له صدام سره څه کوي؟، مالکي ورته وویل:«په دار یې خېژوو.»
الربیعي وویل، دا سمه ده چې صدام جنایتکار او ظالم و خو ترپایه یې زړه ونه بایلود او له مرګه ونه بېرېده.
ده وویل:«کله چې مو صدام حسین د اعدامولو لپاره راوست، لاسونو ته یې ولچک لوېدلي ول او د قرآنکریم یوه نسحه یې په لاسونو کې نیولې وه. دی مو د قاضي خونې ته بیوه، په داسي حال کې چې قاضي د ده د جرمونو لیست لوست، صدام پر له پسې ویل: مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییلو، ژوندی دې وي فلسطین او مړه دې وي ایراني مجوسان.»
د الربیعي په وینا په دې وخت اعداموونکو او حاضرو کسانو نارې کړې چې «ژوندی دې وي مقتدا صدر، ژوندی دې وي مقتدا صدر» صدام مخ ورواړاوه ، ویې ویل «ستاسو نارینتوب همدومره دی؟»
صدام پر عراق د امریکا له یرغله څو میاشتې وروسته د ۲۰۰۳ میلادي کال د دسمبر په دیارلسمه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو او د ۲۰۰۶ میلادي کال د دسمبر په دېرشمه په دار وځړول شو.
د الربیعي په وینا صدام په دار د ځړولو په مهال د شهادت کلمه ویله.
الربیعي همداراز ویلي چې لومړی د دار پړی ده کش کړ خو کار یې ونه کړ، وروسته یوه بل دا کار وکړ او صدام په دار وخېژول شو.
ده وویل: «د صدام له اعدامولو وروسته د مالکي کور ته ورغلم، ورته ومې ویل چې صدام خو مې درته په دار وخېژاوه، مالکي راته وویل، افرین شه په تاسو.»