ځینې ملګري مې ځغردې نیوکې هسې دومره په زیان ګوري، یو ځل د همدې مخلصانه زړه تشولو په برکت چې تشویقونکي مې جرئت ورته وايي، له یوه چارواکي سره د یوه قشر د استازو په ملاقات کې شریک شوم.
کیسه دا وه، چې د قشر استازي زیات وو، چارواکي ټول حضور ته نه منل، ویل یې څو محدود کسان به راشئ، د ملګرو علاقه زیاته وه، هر یوه غوښتل چې په دې څو کسو کې وي، د څو کسو چې له نورو نه چالاکي زیاته زده وه، په ملاقات کې خپل ګډون ته زیات توجیهات، معیارونه او لارې جوړې کړې، دوی نه څو ټیټ رتبه چالاکانو چې حالت خراب ولیده، زه یې ورسره په دې نوم ملګری کړم، چې رغاند د چا پروا نه کوي، که دې مشرانو مو په جرئت د زړه خبرې ونه کړې، دی خو به وي، یو چالاک ګوټی چې دیپلوت، دیپلومات کېده په حیاناکه لهجه وویل: نه دا خبره هم نه ده، دا به د ځوانانو استازیتوب وکړي، چې ځوانان ګیله من نه شي.
ما چې په دې شکل ملاقاتونو کې کله برخه نه وه اخیستې، تلوسه مې شوه، نه مې ونه ویل، ما ویل چې تاسې دومره باور را باندې کوئ، زه خو خوشبخته یم.
ملاقات ته لاړو، اوږدې ورقې د هیئت مشرانو لاس کې نیولې وې، زه شاته، شاته کېدم چې هسې نه چارواکی زما لپاره دوی هم بېرته رد کړي، د چارواکي رانه زړه شین و، د هغه مې دا سپینې خبرې نه وې خوښې.
ملاقات پیل شو، د هیئت مشرانو هر یوه د خپل استعداد مطابق تشریفات او احترامات وړاندې کړل، ورسره یې ستونزې یادې کړې او دا خبره یې کوله چې په همدې ملاقات کې به که د خدای رضا او د چارواکي خوښه وه، هر څه ګل و ګلزار شي.
ما چې نوې خبرې اوریدې، حیران وم چې دا یوه دنیا ستونزې به په کومې معجزې دومره زرحل شي، هر ملاقاتي ته مې بېل، بېل کتل، هماغه چې و، دا تمه نه راتله، چې ستونزې به دومره زرحل شي.
چارواکی لکه دې خبرې سره چې عادت و حالت یې عادي ښکارېده.
ملاقاتچیانو چې خبرې واړولې، را واړولې د چارواکي مشاوریت یې غوښت.
دلته حرص کم و، ناستو ټولو ملاقاتچیانو ته یې دا مقام غوښت، هر یوه ته پخپله برخه کې مشاوریت، د هریوه یې جلا صفت کاوه زما عاجز بنده په شمول او چارواکی یې یو ډول ملامتوه، چې ښه کاري ټیم نه لري او له نېکو اخلاقو یې درباریانو بده استفاده کړې.
ما سپین سترګي ګڼله، چې یوه ملاقاتچي هم راته دا خصوصي طرحه تشریح کړې نه وه، دلته هم داسې ډاډه غږېدل لکه په همدې شېبه کې چې مې د مشاوریت په امتیاز خرڅېدونکی ویني.
ملاقات آخرو شېبو ته نېږدې و، چارواکي د ټاکل شوو او څو خودسرو خبرې اوریدلې وې، ده خبرو ته ځان جوړاوه، خوله یې موسکۍ کړه او لکه د طرحې منلو ته چې ځان برابروي.
له چوکۍ نه وخوځېد، غوښتل یې منظم او د وینا انداز ته برابر شي، چې د ضمیر د سترې محکمې قاضي پرسرپه څټک ووهلم، په ډېره حساسه مرحله کې یې خپل تصمیم راته اعلان کړ، تصمیم له نورو ملاقتیانو نه لاربېلول و، خدای ته ورتګ شته، څه دروغ به وایم، زړه نا زړه وم.
دستي مې لکه فلمي صحنه په څو میاشتو کې د چارواکي تلي او راغلي مشاوران سترګو ته ودرېدل، دوی کې څه کسان پوه او باعزته خلک وو، دا ورته نه ښاییده چې د داسې چا مشاوران شوي وای، خو څومره چې پوه وم زما د یارانو په شان یوه هوس دې کار ته اړویستي وو.
فکر مې وکړ د خپلې چوپتیا احتمالي انجام هم راته د هغوی په شان ښکاره شو، چارواکي چې څو خبرې پیلولې، په ادب او حوصلې مې د څو خبرو اجازه وغوښته، زړه نازړه یې ویل، ځه ته هم وایه چې څه وایې، خدای دې خیر کړي!
زما خبرې د توقع خلاف د چارواکي په خیر او مزاج برابرې وې:
– …صیب! زه خبرېږم، چې تاته هر څوک له درباریانو شکایت کوي، فشار راوړي، وایي دا ډله ایسته او موږ راوله، دوی چې راولې پسې نور راشې، د دوی ځای غواړي، هغو پسې نور اوهره ډله ځان مستحقه او بله دربارۍ ګڼي. …
دا به لومړی او ممکن وروستی ځل و، چې چارواکی رانه خوشاله شو، ویې خندل، ویل یې والله هرې ډلې ته مې دا ستا خبره ذهن کې وي، خو راته ښه نه ښکاري، چې ویې کړم.
دا چې ملاقات نه پس څه وشول، کیسه یې شخصي کېږي، خو نتیجه یې دا شوه، چې د مشاوریت ارمان مې په ملاقاتي ملګرو او نورو زیاتو خاورې کړ.
داسې سلګونه کیسې به مو نورې هم اوریدلې وي او چې ژوندي یاست وابه یې ورئ، دا کیسې له ګټو، واک او موقف سره له لویه سره زموږ د ټولو د رشتې او تړاو استازیتوب کوي.
موږ استثنا نه غیر هریو له دغسې یوې لارې په مشروع او نا مشروع دربارونو کې خپل حضور، موقف او ګټې لاسته راوړل غواړو، موږ په دې طریقه هریو د قانونیت، سیستم جوړېدو او مخته تلو د اړتیا خنډ یوو، موږ هر یو په داسې کارونو سره عملاً د هغو غوښتنو مخالفت کوو، چې په خوله مو دي او بالآخره موږ هر یو ددې وطن په مختلفو ستونزو کې څه کم، څه ډېر او څه پټ او ښکاره نقش لرو.
موږ د انسانانو په حیث حق لرو چې ګټې، واک، موقف او لوړه رتبه ولرو، خو دا هرڅه باید له انساني لارو لاسته راوړو، انساني لاره په هرځای کې یوه منظم سیستم ته متعهد کېدل، قانون ته عملاً روحاً او جسماً تسلیمي او پر خپلو خبرو ولاړېدل دي.
که موږ هر یوه په ځان کې دغه خاصیتونه پیدا او وروزل، له اوسه د یوه هوسا وطن او ژوند د لرلو وعده درکوم.