ډاکټر د ناروغې پر خوله د اکسېجن ماسک ور سم کړ، نرس ته یې مخ ور واړاوه:
ــ خدای ښکلې ځواني ور کړې ده، هسې نه چې معیوبه شي، دواړه ځایه یې لوی لوی هډوکی مات شوي دي.
نرس د وینې راځوړنده کڅوړې ته وکتل ویې ویل:
_زه هم وېرېږم، هسې نه چې د ملا په برخه کې یې عصب ته څه صدمه رسېدلې وي.
ډاکټر وویل:
ــ نه که خدای کول کومه ستونزه به نه پېښېږي، پولیس دې خیر یوسي، هوښیاري یې کړې ده او دواړه يې په احتياط تر روغتونه را رسولي دي، خو هغه بل ناروغ ته مې هم زړه ور ختلی، غبرګې پښتۍ یې ماتې شوې دي.
نرس سوړ اسويلی وايست:
_ خوارکيان! زما په نظر به ښځه او خاوند وي.
ډاکټر څه ونه ويل، دی د نجلۍ پر ملا د وروستي بنداژ په تاوولو بوخت وو چې د مبایل زنګ یې تر غوږ شو، ډاکټر نرس ته مخ ور واړاوه.
ــ ولې دې ټليفون نه اخلې؟
نرس په وينو لړلې بياتي په مېز کېښوده، په جېب یې لاس وواهه، ویې ویل:
ــ زما مبایل نه دی، فکر کوم مبایل د ناروغې په جېب کې دی.
ډاکټر راځوړند جامپر ته لاس کړ، له جېبه یې مبایل را و ایست، غوږ ته یې ونیو.
ــ هلوووو…. نه ستاسې لور نه یم، د …. روغتون ډاکټر یم، هو، تشویش مه کوئ، له مرګ بچ شوه، خو اوس هم وینې ته اړتیا لري، تاسې لږ په بیړه راشئ.
ډاکټر مبایل په خپل جېب کې واچاوه، نرس مخ ور واړاوه.
ــ لکه چې د کورنۍ څوک یې وو؟
ډاکټر لنډ ځواب ورکړ.
ــ هو، مور یې وه، تر اوسه نه دي ورباندې خبر.
نرس په حیرانتیا ډاکټر ته وکتل:
ــ دا بل به د دې نجلۍ خاوند وي!!!
ــ نه پوهېږم، نجلۍ خو هسې هم بې هوښه ده، او هغه بل زخمي هم تر اوسه په خبرو نه دی راغلی، مور او پلار یې را روان دي، کله چې را ورسېږي خبره به مالومه شي.
لږ ځنډ وروسته یې نجلۍ د عملیات له خونې بهر کړه، د بستر په خونه کې یې په چپرکټ څملوله، ډاکټر نرس ته وویل:
ــ ترڅو چې بې هوشه ده اکسیجن مه ترې لرې کوی، زه ځم د هغه بل ناروغ احوال اخلم.
د بستر د خونې په دروازه کې ډاکټر له یوې ښځې سره مخ شو
ښځې په ورخطایئ وپوښتل:
ډاکټر صیب لورمې همدلته ده؟
ډاکټر ښځې ته په ځیر ځير وکتل:
_ مخکې تاسې زنګ وهلی و؟
ښځې په ژړغوني آواز وویل:
_د خدای لپاره راته ووایی، لور مې چېرته ده، څه ورباندې شوي؟
ډاکټر لار ورکړه:
ــ راځه د ننه، کېدای شي خپله لور وپېژنې
ډاکټر او ښځه د ناروغې په خوا ورغلل، ښځه د ناروغې په لیدو سره په چیغو شوه
ــ وی لورې، دا په تا څه وشول؟ ته خو له کوره جوړه ووتې، بلا دې په ما شه، زه دې مړه شم، ته خو لا ځوانه يې.
ــ ډاکټر ورته وویل:
ــ مورې اوس چیغې مه وهه، د بستر نور ناروغان په عذابېږي، لور دې اوس ښه ده، ډېره نه ده ژوبله شوې، هسې …
ښځه د ډاکټر په خبرو کې ور ولوېده.
ــ د خدای لپاره راته ووایه، په لور مې څه شوی دي؟ جوړه به شي کنه؟
ــ تشویش مه کوه، خدای به یې ښه کړي، اوس هم شکر وباسه، چې دواړه ژوندي پاتې شوي دي، کنه پولیسو ویل چې موټر ډېر خطر ناک ځای چپه شوی ؤ…
ښځې په حیرانۍ ډاکټر ته وکتل، ویې ویل:
ــ پولیس، موټر، بل څوک دي، دا ته څه وایې؟ لور خو مې له چا سره په موټر کې چېرته نه ده تللې.
ډاکټر ځواب ورکړ:
ــ راځه هغه بل تن هم وګوره، هغه په نارینه بسترخونه کې دی، خو له ټولو نه مخکې خپل د کور کوم نارینه را وغواړه، چې دواړو ناروغانو ته وینه په کار ده، څه مو چې درلوده، هغه مو ورکړه.
ښځه او ډاکټر په خبرو خبرو کې د ښځینه بستر له خونې څخه ووتل، شېبه وروسته دواړه د يوه پراته نارينه سر ته ودرېدل، ډاکټر د ناروغ پر نبض لاس کېښود، ویې ویل:
ــ اوس یې وضعیت یوڅه ښه دی، کېدای شي ډېر ژر په خبرو راشي وینه یې ډېره….
ښځه د ډاکټر په خبرو کې ور ولوېده:
_ زه دې ولې دلته راوستم؟ ، دا څوک دی؟
ډاکټر په حيرانتيا ورته وویل:
ــ ولې یې نه پېژنې، پولیسو خو یوازې دا سړی او ستا لور له چپه شوي موټر څخه را ایستلی وو، پوليسو ويل چې دوی له پارکه راووتل چې موټر يې له لوړ ځايه را ورغړېد.
ښځې بیا د ناروغ مخ ته په ځیر ځیر وکتل:
ــ په ياد مې شول، دا سړی ټکسي چلوي، یو وخت له یوه واده نه راتلو، له ده سره په موټر کې تر کوره لاړو.
ډاکټر مخ ور واړاوه، ورته ویې ویل:
ــ نو چې نه ور سره پېژنې بیا دې لور څه ور سره کول چې په موټر کې دومره لرې یوازې ورسره تللې وه؟
ښځې په کراره وویل:
ــ په خدای که له ده سره تللې وي، زه خو دروغ نه درته وایم، یو څه مو په کار وو، دې وویل چې زه به یې له بازاره راوړم، کور مو هم بازار ته نیږدې دی، چې وځنډېده زه هم په تشویش کې شوم، زنګ مې ورته وواهه، چې تاسې یې مبایل واخیست.
ډاکټر له خپله جیبه مبایل را وایست، ښځې ته یې ونیو، ورته ویې ویل:
ــ هه دا دې د لور مبایل دی، خو دا خبرې اوس پرېږده، په بیړه مو نارینه راوغواړی، چې ناروغان وینې ته اړتیا لري.
د ښځې اندېښنه نوره هم زیاته شوه، په ورو ورو له ځان سره په خبرو شوه، وی خدایه، اوس به مې سړي ته څه وایم، د لور غم مې بس وو، چې سپکه هم رادې غاړې شوه.
ښځه مبایل په لاس کې له بستر خونې څخه ووته.
پای
۱۳۹۲-۰۹-۳۰