د مرغومې نهمه (خبریال: اتل)  ضیاءالحق امرخیل: د راتلونکو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د چمتووالي په موخه د رایې اچولو غرفو او د ټاکنیزو توکو لړۍ د مرکزي زون څخه  نن په رسمي ډول پیل شوه.

د ټاکنود خپلواک کمېسیون  د دارلانشاء  رئيس ضیاءالحق امرخیل په وینا د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو  ټاکنو ته د چمتووالي  او تیاریو په موخه  نن یې په رسمي ډول مرکزي زون  ولایتونو ته د رایې اچونې غرفې د ویش لړۍ پیل کړه.

1ښاغلي امرخیل د لوجستیک ریاست ته لارښونه وکړه چې د انتخاباتي موادو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او  د راتلونکو شفافو او سراسري  ټاکنو ته د چمتووالي په موخه ټول اړین او اساسي غیر حساس مواد دې مخکې تر دې چې واورې واوري او لارې بندې شي  ولایتي دفترونو ته ولیږدول شي او هلته ترې سمه ساتنه وشي.

امرخیل یوځل بیا راتلوونکو ټاکنو ته دچمتوالي په موخه  دخپلو تخنیکي او لوجستیکي تیارو څخه  ډاډ ورکړ  او ټینګار یې وکړ چې ټاکنې به د قانون دحکمونو سره سم په خپل وخت ترسره شي، نوموړي دامنیتي اورګانونو څخه مننه وکړه چې د ټاکنیزوموادو په لیږد یې ټول اړین امنیتي تدابیر د ټاکنو کمېسیون سره په  همغږۍ پیل کړي دي.

انتخاباتي  درایې اچونې غرفي چې په  ښه کیفیت اونړیوالو معیارونو سره  جوړي شوي  دمرکزي زون(کابل، وردګ، لوګر، پروان او کاپيسا) ولایتونو ته پیل او په راتلونکو اوونیو کې به خیتځ زون، لویدیځ زون، شمالي  زون او جنوبي زون ته  ولیږدول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *