تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ته له بهرنیانو څخه د ځواک لېږد د کمیسون مشري وسپارل شوه.
پخوا اشرف غني احمدزی د ځواک لېږد د کمیسون مشر و خو نوموړي له دې دندې په دې خاطر استعفا ورکړه چې ځان یې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی سپنتا سر له ننه د انتقال د کمیسون مشري پیل کړي.
د افغانستان په اکثرو سیمو کې له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته لېږدول شوی دی او اوس نه یوازې د بهرنیو ځواکونو پوستې افغان امنیتي ځواکونو نیولي بلکې د جګړې مشري او قومانده یې هم په خپل لاس کې اخیستې ده.
ځه ښه شو پخوا یو کس مسؤل وه اوس درې کسان:
۱. رنګین
۲. دادفر
۳. سپنتا
یو نه یو خو به یې پخپلو چارو کې بریالی شي، ګوندې که ورسره څه ښه والی راشي.
هغه خو یې لا څه کوې سپنتا خو شل کاله په المان کې تير کړي خو يوه ورځ يې ماپه الماني خبرې واورېدې
هغه داسې الماني وایې لکه ترکی کارګر، سپنتا د المان اجنټ دی ! هغه خپله دوکتورا هم د شنو دپارټۍ په مرسته په
اجتماعي علومو کې د انګړو بنګړو په ليکلو کړې ده او ټول چټيات دي ! خو دهغه وخت د شنو او سوسيل ديموکراتو
دحکومت په دوره کې هغوی دی مخ ته که او دبن په کانفرانس کې هر اشغالګر هيواد دخپلو اجنټانو د قدرت غوښتنه
مخ ته بوتله او قبوله هم شوه !
سپنتا يو نالايقه زوړ شعله یې دی اوبس ! خدای د زما سره مخامخ کړي چې سر یې ورخلاص کړم او خولې
پرې را ماتې کړم . سپنتا په ټول ژوند کې په المان کې دومره پيسې نشوی ګټلی لکه په يوو کال کې یې چې په افغانستان کې وګټلې ! سياست د بزنيس له پار بهترين مسلک دی خو که دانسان او دهغه دحقوقو په خلاف نه وي !