تاند- د افغانستان د نولس کلونو کرکټ لوبډلې مالیزیا ته په لسو ویکټونو ماتې ورکړه. دا په داسي حال کې وه چې افغان لوبغاړو لا ۲۸۰ توپونه لرل.

پچه افغانستان ګټلې وه خو مالیزیا ته یې بلنه ورکړه چې بیټنګ وکړي. لوبه مالیزیا پیل کړه، په ۲۴ اور کې د مالیزیا ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول شول چې صرف ۴۰ منډې یې جوړې کړې وې.

خو افغان لوبغاړو په شل توپونو کې، بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، هدف پوره کړ. احسان الله ۲۵ او شاهد الله ۱۵ منډې وکړې. احسان الله ۵ څلوریزې ووهلې او شاهد الله یوه شپږیزه.

سید شهزاد ۴، عبدالله عادل ۳، مسلم موسي ۲ او فرید احمد ۱ مالیزیايي لوبغاړي وسوځول.

ښايي دا د کرکټ په تاریخ کې بې ساري ماتې وي. دې ماتې د افغانستان لوبډلې ته لاره اواره کړه چې د روان تورنمنټ نیمه پایلوبې ته ورسېږي خو شرط دا دی چې بنګله دېش سریلانکا ته ماتې ورکړي. دا شېبه د سریلانکا او بنګله دېش مسابقه روان ده.

بنګله دېش سریلانکا ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی دی.

بنګله دېش افغانستان ته په ۱۶ منډو اومالیزیا ته په پنځوس منډو ماتې ورکړې وه. خو افغانستان مالیزیا په ۳ ویکټونو ماته کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *