واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره اوونۍ د کابل د هوايي ډګر په څنډه کې له یوې ودانۍ څخه په دغه هوايي ډګر کې د ناټو ځواکونو پر عملیاتي مرکز د برید لپاره د طالبانو هڅه، چې په نتیجه کې یې اووه سره حمله کوونکي ووژل شول، په ټول افغانستان کې د دې ډلې د حملو د ارادې ښکارندویه بللې ده.

د کابل د هوايي ډګر په حمله کې، افغان ځواکونو په داسي حال کې اووه واړه حمله کوونکي ووژل، چې په خپله دوی ته هیڅ راز تلفات وانه وښتل.

د ورځپاڼې په نظر وروستیو حملو وښودله چې طالبان غواړي راتلونکی کال د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خنډ پېښ کړي او تر ۲۰۱۴ مخکې د امنیتي مسوولیتونو په ترلاسه کولو کې افغان ملي ځواکونه کمزوري وښيي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د امنیتي مسوولیتونو وروستی یا پنځم پړاو ژر پیل شي.

د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وویل ، افغان ځواکونه د ټولوامنیتي مسوولیتونو منلو ته تیار دي.

واشنګټن پوسټ په عین حال کې د پوځي چارواکو په قول وايي چې د کابل د دوشنبې د ورځې حملې په عین حال کې ثابته کړه چې طالبان د افغانستان دولت ته جدي خطر نه شي پېښولی.

دوی وايي چې وسله وال یاغیان د افغانستان د خاورې په محدود شمېر کم نفوسو سیمو کنټرول لري او په دې کې ناکام شوي چې د خپل کنټرول ساحه پراخه کړي او له بلې خوا د طالبانو د ځپلو لپاره د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو وړتیا مخ په زیاتېدو ده.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ايتلافي ځواکونو ویندوی ډګروال توماس ډبیلو کولینز یوه اوونۍ دمخه په یوه اعلامیه کې وویل، طالبان نه دومره افراد لري، او نه د قوماندې، کنټرول او هماهنګۍ دومره ظرفیت لري چې ستراتیژیک خطر وګڼل شي.

خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکوال بلک راک وايي چې د طالبانو د ظرفیت او توان اټلکل اسانه کار نه دی، افغان او ايتلافي ځواکونه مني چې دوی ته د طالبانو د جنګېدونکو کسانو شمېر نه دی مالوم، خو څېړونکي وايي چې دا ډله په اسانه جنګېدونکي کسان موندلی او ساتخدامولی شي خو له دې سره سره افغان امنیتي ځواکونه بریالي شوي چې په ښاري سیمو کې د طالبانو حملې وځپي.

واشنګټن پوسټ په عین حال کې په کلیوالي سیمو کې په داسي حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړ او دغه راز د نړیوالو ځواکونو له مرستې بې برخې کېږي، د هغوی ستونزې ډېرې بولي.

ورځپاڼه د ګڼو چارواکو له قوله ویلي چې وسله وال طالبان د افغانستان حکومت او دولت ته جدي ګواښ نه دي ځکه چې هغوی دومره وس نه لري چې حکومت له خطر سره مخامخ کړي خو د افغانستان د حکومت لوی خطر خپل ضعف او موجود فساد دی. له همدې کبله یو شمېر افغانان د طالبانو له لیکو سره یوځای شوي دي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي، طالبانو له دې سره سره چې پسرلني عملیات پیل کړي او له ډېرو سیمو د ناټو ځواکونه وتلي، نه دي توانېدلي چې د کنټرول ساحه پراخه کړي.

د دوی په وینا طالبان توانېدلي د خپلو وژل شویو قومندانانو ځای په نویو او نسبتاً کم عمره کسانو ډک کړي خو دا کسان د پخوانیو هومره تجربه نه لري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *