په کلي کې يواځې يو ښوونځى وو، خپله ودانۍ يې نه لرله، د غره لمن يې ښوونځى وو، لومړى، دويم او درېيم ټولګى وو، د څلورم او پينځم ټولګي درې درې شاګردان وو، خو استادان يې نه وو.  د لومړي ټولګي استاد چي شناوۍ ږيره يې وه او سپينه خولۍ يې پر سر وه، شاګردانو ته يې په دومره خوندور او مهربان انداز خبرې کولې، چي ورته ولاړ به وو، د هغوى به په ورته کتلو مغزي وچ شول. يوه ورځ يې تر درس وروسته پر شاګردانو يو زېرى وکړ:

– خبر ياست سبا يو مېلمه راځي، په خپله غېږه کې به ډېر ګلونه راوړي

يوه ماشوم، چي باد يې بغور په اوښکو لانده کړي وو، ګوته پورته کړه:

– استاده زه يې در وښيم، باغوان ماما دى

استاد و خندل:

– نه بچيه ته کښېنه. څوک به يې را و ښيي، داسې مېلمه سبا را روان دى، چي ښې ډېرې خوشالۍ به راوړي، سوکالۍ به راوړي، بارانونه به راولي، سوله به راولي او ستاسې ځولۍ به له خوږو در ډکې کړي

دا ځل پينځو شپږو شاګردانو ګوتې پورته کړې، استاد فکر کاوه چي دا ځل نو شاګردان پوه شوي دي او سم ځواب به ورکړي، د موټه يوه ګوته يې جګه نيولې وه چي يوه شاګرد ته اشاره وکړي او هغه يې ور وښيي، خو پام يې شول، چي د ټولګي يو ځيرک هلک يې غلى ناست دى، ګوته يې نه ده پورته کړې، ږغ يې پرې وکړ:

– غني ګله بچيه! ته څنګه غلى يې؟

غني تر نورو شاګردانو ډېر دروند ناست وو، لکه لمر ته چي مخامخ وي، پر تندي يې لاس تېره نيولى وو:

– استاده! نه پوهېږم. زموږ کلي ته خو چي مېلمانه راشي هر څه له کوربنو غواړي، دا به څنګه مېلمه وي، چي هر څه له ځانه سره راوړي

استاد له دې خوند اخيسته، چي شاګردانو يې تر ډېر فکر وروسته هم ځواب ور نه کړ، يو ځل يې بيا د فکر بلنه ورکړه:

– يوه دقيقه وخت لا لرئ، که هر چا ځواب راکړ، راتلونکى مېلمه به د هغوى کور ته هم ورشي او ډېرې ډالۍ به ورکړي

شاګردانو يوه بل ته وکتل. پخپل منځ کې يې پسپسى پيل کړ، له يوه بله يې پوښتنه وکړه، خو په تنکيو ذهنونو کې يې دا ځواب نه شواى موندلاى، چي په سبا- سبا دي يې يو مېلمه کلي ته هر څه له ځانه سره راوړي.

استاد پوه شو، چي ځواب نه شي تر لاسه کولاى، په داسې فاتحانه انداز يې د لاسونو ګوتې سره وروستلې، لکه ريښتيا چي هم سبانى راتلونکى مېلمه هغه هر څه له ځانه سره راوړي، چي ده يې شاګردانو ته هيله ورکړه. غوږ ونيسئ:

– سبا چي کوم مېلمه راځي، هغه نوى کال نومېږي

شاګردانو لومړى په اريانۍ سره او بيا په شوخۍ سره يوه بل ته په موسک انداز په سترګو- سترګو کې وکتل او بيا يې په کړس خندا په يوه ږغ وويل:

– استاده! دا بېچاره خو زموږ کلي ته هر کال تش لاس راځي.

 

***

٠١ جنوري ٢٠١٣م کال

کوټه

By Quetta

2 thoughts on “مېلمه / لنډکۍ کيسه / بارکوال مياخېل”
  1. خوانشاالله پس له دی نه به هر کال زمونږه کی زمونږ کور ته خوشحالیانی راولی ولی که چیری مونږه خپل ځانونه وپیژنو او دخپل وطن ارامی په خپل لاس کی ونیسو ،غلیم ته داموقع ورنکړو چی زمونږه دخوشحالیو دبربادیدو باعث شی.الله ج دی ورحمیږی (امین) ل…..

  2. Wah Wah, Kha qisa wa… Kho apsos, mong Pukhtana har kal pa saro weenoo sara weno…. Khudai badasi wraz rawali che golona hum rasi? InshAllah… 🙂

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *