د زابل د شاجوی ولسوالۍ پولیسو یوه میاشت کې له دوکاندارانو درې ځله باج اخستی. ددې ولسوالۍ امنیتي پوستې په پاټکونو بدلې شوې، د تالاشۍ پرمهال خلک ځوري او د تالاشۍ پوستې ته باید هر لوی موټر ۱۰۰ او واړه موټر ۵۰ افغانۍ باج ورکړي.

په جنوب کې یو خبریال چې له خلکو سره د تالاشۍ پرمهال د پولیسو د برخورد په اړه یې په یو تحلیلي راپور کار کړی، وایي: د کندهار ـ کابل، کندهار ـ هرات او هلمند ـ فراه پر لویو لارو داسې پوستې ته هم ورغلی چې د قوماندان په شمول یې اوه غړي ټول معتاد دي او د تالاشۍ پرمهال د مسافرو سپکاوی کوي.

د لویو لارو یو شمېر امنیتي پوستې د تالاشۍ پرمهال له خلکو سره ښه برخورد نه کوي او مؤظف مسوولین یې ډېری د نشه یي توکو معتادین دي.

د افغانستان په جنوب کې ازاد خبریال عبدالمنان ارغند وایي، د زابل، کندهار او هلمند په لویو لارو پرتو ډېرو امنیتي پوستو ته ورغلی دی او ان یوه داسې پوسته یې هم لیدلې، چې د قوماندان په شمول یې اووه عسکر ټول په نشه یي توکو روږدي دي :((د یو شمېر پوستو مسوولین د تالاشۍ پرمهال له مسافرینو سره ښه برخورد نه کوي او ان ډېری وخت دغه پوستې د بچه بازۍ لپاره هم کارېږي، چې ځینې وخت دغه پېښې په مرګ هم تمامېږي.))

د کندهار؛ دامان، ژیړۍ، میوند، د زابل شهر صفا، کلات، شا جوی او د هلمند کرېشک، نهر سراج او واشیر ولسوالیو کې چې لویې لارې پکې تېرې دي د ورځې سلګونه مسافرین د افغانستان له یوې غاړې بلې غاړې ته تګ راتګ کوي، چې ډېری وخت مسافرین د تالاشیو په پوستو کې د مؤظفینو له بد برخورد شکایت کوي.

د زابل د شا جوی ولسوالۍ اوسېدونکی عمران زابلی چې د کابل ـ کندهار پرلاره تګ راتګ لري محور سره سترګو لیدلی حال شریکوي. نوموړی وایي، چې د شا جوی په بازار کې پولیس د تالاشۍ پرمهال له کابله او کندهاره د راتلونکو او تلونکو لویو او وړو موټرو څخه له پنځوسو تر سلو افغانیو اخلي او سرغړونکو ته ان وهل او ټکول ورکول کېږي.

د ښاغلي عمران په وینا، په تېره یوه میاشت کې د شاجوی پولیسو له دوکاندارانو درې ځله په یوه او بل نوم پیسې ټولې کړې دي :((یو ځل یې له هر دوکاندار ۱۰۰۰ افغانۍ په سړکونو د جغل اچولو لپاره ټولې کړې، دویم ځل محلي پولیسو ۲۵ ورځې وړاندې له دوکاندارنو زر افغانۍ په زور ټولې کړې، چې د ولسوال معاون محمد انور هم ورسره وو. درېم ځل یې له هر دوکاندار ۵۰۰ افغانۍ ټولې کړې، جنایي، ولسوال او پولیس پکې ټول ښکیل دي.))

محور ورځپاڼې پدې اړه د شا جوی له ولسوال ملک علي محمد سره موضوع شریکه کړه، خو نوموړي وویل :((زه پدې اړه خبرې کول نه غواړم او له هېڅ نه یم خبر.))

د غزني اوسېدونکی جمیل وقار وایي، د تالاشۍ پوستې له اطرافو ښار ته دننه کېدونکو ډېری کسانو ته د شک په سترګه ګوري او ډېر وخت یې لیدلي چې د تالاشۍ په وخت پولیس د خلکو سپکاوی کوي، جیبونه یې پلټي او سپکې سپورې ورته وایي، چې که له چا سره ښځې وي، نو دا حالت تر لفظي جنجاله هم رسېږي.

په ورته ډول د کابل ـ خوست پر لویه لاره هم له امنیتي پوستو شکایتونه کېږي، چې له لویو بار وړونکو موټرو د تالاشۍ پرمهال په زور پیسې اخلي.

خوست کې د سوداګرو د صنفي اتحادیې رییس کرامت خان خپلواک محور سره په خبرو کې وویل، چې په ګردېز، سټو کنډو، لوګر او د کابل په جنوبي دروازه (سنګ نوشته) کې د تالاشۍ پرمهال پولیس په زور له هر موټر پیسې اخلي :((په سټو کنډو کې هر موټر باید ۵۰۰ افغانۍ د شاروالۍ په نوم ورکړي، که څوک سرغړونه وکړي، نو پولیس پرې په زور پارچه کټ کوي، پداسې حال کې چې موږ په معلومو ځایونو کې د شاروالۍ او حق العبور قانوني پیسې هم ورکوو.))

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د پورتنیو ادعاوو په اړه وویل، چې تېره اونۍ د کورنیو چارو وزیر په سرپرستۍ د شاروالۍ، ترانسپورت او فواید عامې وزارت استازو ګډه ناسته درلوده او له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کلي ډول د پولیسو په اړه ادعاوې جدي تعقیب شوې دي: ((زموږ د تفتیش ریاست جدي کار کوي، که چېرې په پولیسو کې تخلف وویني حتمي اقدام کوو. زموږ اتیا سلنه پولیس ټسټ شوي او له نشه یي توکو پاک دي. د پولیسو په پوستو کې د بچه بازۍ موضوع په اړه لا تر اوسه کوم راپور موږ ته ندی رسېدلی که په اړه یې دقیق معلومات پیدا کړو پر ضد به یې لاس په کار شو.))

One thought on “محور ورځپاڼه: پولیس په باج اخستو روږدي شوي”
  1. !سلامونه
    د الله ج قهر په مونږ نازل شوي دي. تا سي صبر وکړي چه د لويدزوالو ډالر په دی فاسد دولت ودريږی نو پيسه څه کوي چه د وګړو ښځی ځامن او لوڼی به هم په امان کي نه وي. په دي ۱۳ کلو که يو شمير افغانان په تيره پښتنو ډير وحشي بيرحمه او نامرده فرهنګ خپل کړاي چه انسانيت په شرميږي.
    الله ج وکړي چه په هيواد مين افغانان قدرت ته ورسږي او د بدبختيو ته د پاي ټکي کيدي.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *