زموږ د کور او هدیرې ترمنځ واټن کم و. د مهاجرو دغه هدیره له سړک نه لاندې وه، څنګ ته یې یو پخوانی زیارت و. د زیارت منځ کې غټه ونه ولاړه وه او ښاخونه یې له سرو شنو ټوټو، تارونو او ځونډیو ډک وو. دا زیارت یې سمدستي بابا، باله. زیارت کې د هریپور کوم پخوانی پنجابی پروت و. شاید دا نوم پرې مهاجرو ایښي و. خو دا چې په کوم لحاظ (سمدستي) و؟ پرې نه پوهیدم. د زیارت ملنګ یو سپین ږیری و. ګیډه یې را وتلې وه.
دوبي کې به یې مهین سپین کالي پر تن و او له لمنې لاندې به یې رنګه اوږد پرتوګاښ ښکاریده، چې کله به نیم له لمنې را وتلی و. دې بابا به لکه وزیرصاحب اسماعیل خان له سره برګ دسمال تاو کړی و. د لاسونو ګوتې یې له شنو او ژیړو غمي لرونکیو ګوتمیو ډکې وې او مړوندونو کې یې تور بنګړي ښکته پورته کیدل. یوه اوږده لکړه به ورسره وه او د هغې په مټ به له زیارته غوړ غوړ تاویده.
د زیارت څنګ ته مخامخ دوکان و. همدې دکان ته تللی وم. له دې خوا چې تلم یو تازه قبر ته دوه هلکان ناست ول، زنګیدل او کلام پاک یې تلاوت کاوه. له دوکانه را ووتم، له هدیرې لا تیر شوی نه وم چې د تومانچې ډزې شوې.
وویریدم، منډه مې کړه، لږ وروسته نور خلک را ورسیدل. زه هم زړور شوم. ورغلم. د هغوی په غیږ کې قرانکریم پروت وو. دواړه په قبر نسکور پراته وو او لیکه وینه روانه وه. یو سړي ویل: دا دښمنداره وو. خو ډیر ناځوانه دښمن یې و. دې ماشومانو څه کړي وو؟ داسې ظلم والله که کاپران هم وکړي! له هغه وخته ډیر کلونه تیر شول، خو موږ کې همدا ناځوانه عادت اوس هم پاتې. دا ناوړه عادت کله د شخصي دښمنۍ په مهال پالو او کله خو هیڅ وجه معلومه نه وي. ښځې وژنو، ماشومان وژنو، بوډا ګان وژنو خو د غیرت دعوې هم کوو. خدایه! دا ناوړه عادت خو رانه واخله.
محمد نعمان دوست،جلال اباد د مرغومي ۱۲مه،۹۲