د زابل ولایت په مرکزکلات کې دنشه یې توکو په وړاندي دمبارزې پولیسو یوځل بیا ۹ کیلوګرامه نشه يې توکې ونیول.
د دې ولایت امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني رسنیو ته په خبرو کې وویل چی یاد نشه يې توکې دیوتن لخوا څخه دباروړونکي موټر په یوه پرزه کې دننګرهار څخه کندهار ته وړل کیدل، چې دپولیسو لخوا څخه دتلاشې پرځنځیر ونیول شول.
روغ لیونی وایې چی دنشه يې توکو په وړاندې یې کلکه مبارزه پیل کړې ده او په تیر یوه کال کې یې زرګونه کیلوګرامه نشه يې توکې نیولې دي.
په زابل کې دانشه يې توکې پداسي حال کې نیول کیږي چی ځوورځي وړاندي هم په مرکز کلات کې پولیسو ۴۶۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول.
احمدولي سرحدي