آيا کله مو پر دې خبره فکر کړی، چې آخر د څه لپاره پيدا شوي يو؟ د کوم هدف لپاره ژوند کوو؟ او کوم ډول ژوند مطلوب ژوند دی؟
که ژوند مو یوازې د دې لپاره وي، چې د خپلو زده کړو او خوارۍ مزدورۍ له لارې پریمانه پیسې پیدا کړو او بیا پرې غوره خوراکونه، څښاکونه او پوښاکونه واخلو؛ نو دا خو بیا له سلیم انساني فطرت نه انحراف وبوله!
ښه نو د ژوند هدف مو بايد څه وي؟
د ژوند هدف هماغه دی، چې الله تعالی را په ګوته کړی:
(وما خلقت الجن والإنس إلا لیعبدون.)
“پیریان او انسانان مې یوازې د خپل عبادت لپاره پيدا کړي.”
هو، د ژوند هدف د الله تعالی عبادت دی، خو اوس ستونزه په موږ مسلمانانو کې ده، ځکه د عبادت مفهوم مو په ګوته په شمیر رواجي عبادتونو کی محدود کړی، حال دا چې د عبادت پراخ مفهوم ټول انساني ژوند په بر کې نیسي.
اوس دا پوښتنه را ولاړېږي، چې عبادت يعنې څه؟
علامه ابن تیمیه رحمه الله د عبادت تعریف داسې کوي:
( العبادة هو کل ما یحبه الله ویرضاه من الأقوال والأفعال الظاهرة والباطنة.)
“هر هغه پټ او ښکاره قول او فعل، چې الله تعالی ته خوښ وي او هغه پرې راضي شي، عبادت دی.”
له دې خبرې څرګندېږي، چې زموږ د ورځني ژوند ټولې کړنې عبادت حسابېدای شي؛ خو په دې شرط، چې د الله تعالی رضاء پکې ولټول شي.
یو وارې علي رضی الله عنه وفرمایل: موږ چې بیت الخلاء ته ننوځو، هلته تېرېدونکی وخت هم راته په عبادت کې حسابیږي!
یوه یهودي ورته وویل: عجیبه ده، بیت الخلاء کې پاتې کیدل هم عبادت دی؟
هغه وفرمایل: هو، موږ بیت الخلاء ته په هغه طريقه ننوځو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم را ښودلي وي.