د ایران پوله ساتي

تاند- د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، ایراني پوله ساتو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې شاوخوا شپږ زره پاکستانیان ایران ته د غیرقانوني ننوتو په جرم نیولي او د ایران او پاکستان په ګډه پوله (میرجاوه – تفتان) کې یې د پاکستان سرحدي مامورینو ته سپارلي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستانیان عموماً ایران ته د بلوچستان په لېري پرتو سیمو کې د چاغي، تربت، پنجګور او واشک له غیرقانوني لارو ایران ته ننوځي.

پاکستانیان په ایران کې د کار او یا له دغه هیواده ترکیې او اروپايي هیوادونو ته د ځان رسولو لپاره د ایران خطرناک سفر ته زړه ښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *