تاند- په داسي حال کې چې د مځکې شمالي نیم کره له یخنۍ په تکلیف ده، جنوبي نیم کره یې له ګرمۍ په تنګه شوې ده.
د استرالیا په ځینو سیمو کې د هوا د تودښې درجه د سانتي ګراد په کچه پنځوس ته رسېدلې ده او په همداسي توده هوا کې یې نوي کال ته ښه راغلاست ووایه.
د استرالیا د هواپېژندنې د ادارې د راپور له مخې د دغه هیواد په تارکولا سیمه کې د هوا د تودوښې درجه د سانتي ګراد په کچه پنځوس ته رسېدلې او په اودناداتا کې ۴۷ اعشاریه ۷ اټکل شوې چې کمسارې بلل شوې ده.
همداراز د کوینزلنډ ایالت هوا هم تر اووه څلوېښت درجو لوړه ښودل شوې ده.
د استرالیا حکومت ویلي چې په ځنګلونو کې د اور بلېدو امکان خورا زیات شوی دی ځکه چې توپان توده هوا د ځنګلونو لور ته بیايي.
د استرالیا اې بي سی تلویزیون وویل چې ډېری استرالیاوال د ګرمۍ د زیاتوالي له کبله د نوي کال په رخصتیو کې له کورونو ونه وتلای شول.
په شمالي نیم کره کې، چې دوبی وي، په جنوبي کې د ژمي موسم وي.