د وزیر فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزي دولت کې ، کتاب د کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سیستانی په قلم په ۲۰۱۲ز کال کې په سویډن کې لیکل سوی،  دا کتاب لومړی په دري ژبه لیکل سوی او اوس په هلمند کې د پوهنمل حاجي محمد نوزادي او رحمت اریا په مرسته پښتو سوی، کتاب  هلمند ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ چارې یې صداقت خپرندویې ټولنې- کندهار سرته رسولي.

کتاب ټولټال په ۳۵۹مخونو او پنځو څپرکو کې خپله منځپانګه رانغاړي، د کتاب په سر کې د پوهنمل حاجي محمد نوزادي سریزه، د پوهاند خالق رشید تقریظ، د لیکوال سریزه د (د ملي تاریخي څېرو د پېژندنې اهمیت) تر عنوان لاندي وړاندي سوې، د پښتو ژباړې په اړه یې رحمت اریا هم ډېر څه لیکلي.

که څه هم د نښېر نوم د (د وزیر فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزي کورنۍ کې) دی، خو دا کتاب تر ډېره د وزیر فتح خان او د هغه د کورنۍ پر رول د هلمند په تاریخ کې ږغېږي.

د یادولو ده چې هلمند  د افغانستان د کندهار، کابل، او ننګرهار ولایتونو په څېر په ۲۰۱۰مه لسیزه کې د لیکوالۍ او ژباړې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، که څه هم یاد پرمختګ د دولت له لوري نه دی ترسره سوی، خو د هلمند لیکوالو، ادیبانو، او شاعرانو له لوري ډېر کتابونه لیکل سوي او یاهم ژباړل سوي. چې ښې بیلګې یې دهلمند نومیالي (د شریف الله دوست سروانې اثر)، د میرمنې زړه څنګه خپل کړو؟ ( د غلام نبي شاکر ژباړل سوی اثر)، سیاست پوهنه ( د فرهاد داوري اثر) او نور یاودلی سو.

آ.م قریشي

هلمند، لښکرګاه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *