تاند- مریخ ته د دوو ستوربېړیو لومړنۍ الوتنې به څو راتلونکو لسیزو کې دې سرې سیارې ته د انسان د تګ پروګرام برابرولی شي.

دا دوې ستوربېړۍ یوه حکومتي او بله شخصي ده چې د لومړي ځل لپاره مریخ ته لېږل کېږي.

د سږ کال په سپټمبر میاشت کې به د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره ناسا اریون کپسول د څلورو ساعتونو په مخه تر مځکې راوڅرخوي.

اریون اوږدو یا خورا لېري فضايي ماموریتونو ته د انسان د لېږدولو لپاره ډیزاین شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *