ولسمشرکرزي دا ځل پر امریکا د نیوکو په دوام ګیله کړې، چې دغه هېواد وسله والو طالبانو ته د خپل دښمن په سترګه نه ګوري.
ښاغلي کرزي د ځینو رسنیو له استازو سره په لیدنه کې په روښانه ټکو ویلي، چې امریکا د افغانستان پر ښوونځیو بریدکوونکي خپل دښمنان نه ګڼي او له دښمنه یې تعریف یوازې پر خپل سفارت او نورو مرکزونو تربریدکوونکو پورې محدود دی.
له لویدو،تربیرته کیدو پورې که څه هم د وسله والو طالبانو د واکمنۍ له نسکورولو څخه په افغانستان کې ۱۲ کاله شوي، خوتراوسه پورې د دوی د واکمنۍ نسکورونکو او ځای ناستي افغان حکومت یې د«طالب» نوم ته واضح،واحد او باثباته تعریف نه دی ټاکلی.
پرافغانستان د امریکایي برید ادعا او پلمه ظاهراً دا وه چې وسله وال طالبان د نړیوال تروریزم ملاتړي او پناه ورکوونکي دي او باید واکمني یې ړنګه او دغه ډله وځپل شي.
له دغه برید او د طالب واکمنۍ له نسکوریدوڅخه وروسته وسله وال طالبان څوکاله تیت وپرک،خاموشه او تقریباً نوم ورکي ول،د زیاتو شنونکو په وینا او خپله د ځینو لوړپوړو افغان چارواکو په تایید ترطالب واکمنۍ وروسته د طالب اوالقاعدې په نوم په نوي واک کې د شاملو مخکینیو جنګسالارانو لخوا د بې ګناه خلکو ځپل،بهرني ړانده بمبارونه له نورو عواملو سره هم مهاله د دې سبب شول،چې د دولت پرضد د وسله وال مخالفت مجبور او هوس لرونکي کسان تر ډېره د وسله والو طالبانو ترنوم لاندې جوړښت کې چې تمویل،تشکیل او رهبري یې له افغانستانه د باندې وه،سره منظم او وسله والو فعالیتونو ته زور ورکړي.
د تعریف تشه د دغې نوې راپورته کیدنې په مقابل کې ترننه پورې د افغانستان په جګړه کې ښکېل هېوادونه،افغان حکومت او حتی افغانانو ترمنځ د طالب د طالب په اړه مشترک تعریف نه لیدل کیږي.
که څوک دولتي یا بهرني عسکر وژني،که ملکیان،قومي مخور او دیني عالمان د ماین،ټوپک او بل زیان هدف ټاکي،یا ملي او عامه تاسیسات او وسایل تخریبوي،د ټولو په اړه تصور کیږي چې مسولیت یې د وسله والو طالبانو پرغاړه دی.
وسله وال طالبان چې په زیاته ادعا او واقعیت په دې ټولو پېښو کې دخالت لري،پخپل زیان تمامیدونکي واقعات ځانته نه منسوبوي،د دوی له منځه راپورونه وایي چې په دوی کې هم مختلفې معلومې او نامعلومې ډلې شته،چې اکثره وخت یې هره یوه د خپلې سلیقې،پټو اړیکو او دندو او ګډ هدف یانې هدفي جګړې لپاره نامنظمه،ړنده او خپلسرې جګړه مخته بیایي.
لکه څنګه چې په افغان حکومت کې زیات قوانین،اصول او فرمانونه د کاغذ پرمخ په سمبولیک ډول ترتیب شوي او د عملي کولو اراده یې ډېره نه ښکاري،دغسې د دولت په وسله والو مخالفینو کې هم بې اصولي او خپلسري زیاته ګڼل کیږي.
په ټوله کې د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو ناهمغږۍ او یا متضادو او بې ثباتو ګټو یې د وسله والو طالبانو په اړه د تعریف تشه رامنځته کړې.
یوه ورځ دغې ډلې ته افغان حکومت ورور،بله ورځ ترهګر او بله ورځ د خپلو بدیو د پایلې زیږنده مجبوره ډله وایي.
امریکا ته د ولسمشرکرزي په یوه سفرکې له امریکايي سیال اوباما سره په ځغرده هغه یوې خبري ناستې ته په خوښۍ اعلان کړه،چې اوباما ورسره په خبرو کې له وسله والو طالبانو سره د خپلې جګړې د پای ته رسیدو خبره منلې.
پردې سربېره خپله ولسمشرکرزی او د پوهنې وزیر یې و،چې په ځلونو یې د ښوونځیو په سوزولو او تخریب کې د وسله والو طالبانو د نه لاس لرلو ادعاوې کړي.
دا سهي ده، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې لویې لوبې لپاره به د وسله والو طالبانو پروړاندې له پیله تراوسه ښه دریځ او عمل نه وي لرلی،یا په لوی لاس یې د دغې ډلې او نوم د پیاوړتوب پټې هڅې کړې وې خو د افغانانو ګیله د دغې ډلې په اړه د تعریف او عمل د تشې په سبب له خپل دولته کیږي، ځکه دوی دغه دولت ته په دغسې لوبو کې دخپلو ګټو د دفاع لپاره رایه ورکړي او د خپلو توقعاتو پوره کیدل ترې غواړي.
د افغانانو عام تصورد وسله والو طالبانو په اړه ترزیاته حده نن کیدای شی دا وي،چې له دغه نومه د وسله والو کړیو ترڅنګ مختلف سیاسي قوتونه،سیمه ییزهېوادونه او نړیوال دخپلو ګټو لپاره په مختلفو بڼو ګټه اخلي.
افغان دولت او نړیوال ملاتړي یې باید د وسله والو طالبانو په اړه د تعریف د تشې ډکیدل یو حتمي مسولیت وګڼي،د دې تشې دوام په روانه جګړه کې د دوی هدفونه،ادعاوې او عمل ټول ترپوښتنې لاندې راولي،حتی ګټې یې زیانمنولای شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *