ترلاسه کړي اسناد په ډاګه کوي، چې په ننګرهار او کندهار ولايتونو کې دوې هغه موسسې چې د USAID له لوري يې مالي ملاتړ کېږي، د مرستو ډېره برخه يې د جګړې د قربانيانو پر ځای په طالبانو او قومي مشرانو وېشل کېږي.

ځایي خلکو او څارونکو محور ته داسې معلومات ورکړي، چې د اچین په شډل بازار کې یوه میاشت وړاندې د یو توافق په اساس د دغو موسسو مرستې د طالبانو دریو سیمه ییزو قوماندانانو ته ورکړل شوې دي. ARD موسسه د جګړې قرباني کورنۍ ته د ۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت وسايل اخلي.

ARD او DOR موسسې له طالبانو سره د جوړجاړي په اساس توزیع شوې مرستې له قربانیانو بېرته ټولوي او په تور بازار کې پلورل کېږي.

د ننګرهار په اچين او سپين غر ولسواليو کې له يوه کال را پدېخوا د ARD موسسې مرستې د یو توافق په اساس طالبانو ته وېشل کېږي.

په ننګرهار کې يو قومي مشر حاجي اصغر خان هم تاییدوي، چې په سپين غر او اچين ولسواليو کې له قربانیانو سره د ARD موسسې شوې مرستې تر ډېره د طالب قوماندانانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو ترمنځ وېشل کېږي: ((په دغو دوو ولسواليو کې د ARD استازی ګل نذير له طالبانو سره خپلې اړيکي پالي او د جګړې قربانيانو په نوم ورته د ۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت وسايل اخلي، طالبان هغه په جلال اباد ښار کې پلوري او دغه پیسې د جنګي وسایلو د پېرلو لپاره کارېږي.))

په مرسته شويو وسايلو کې خوراکي توکي، البسه، سولر، زراعتي غوا او د اړتيا وړ توکي شامل وي. د يادو مؤسسو د مرستو توکي په هر ولايت کې توپير لري.

د اچين يوه قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ته وويل، يوازي په شډل بازار کې د طالبانو دريو قوماندانانو: دوستی د تورې بوړې د محاذ مشر، حضرت الله د اسلامي امارت د قوماندان قاري شاکر ورور او حبيب د قوماندان رشيد وراره دغه مرستې په دوو نږدې کليو کې تر لاسه کړې دي :((دوی د جګړې تر ټولو خطرناک قوماندانان دي او دغه مرستې ان له ولس نه هم بېرته پدې نوم ټولوي، چې ګویا د کفارو لخوا تاسو ته درکول کېږي او اخستل یې ګناه لري.))

بلخوا په کندهار کې هم د ARD موسسې د مرستو په تړاو ورته اندېښنې شته دي. دغه اندېښنې وروسته له هغې را وټوکېدې، چې په کندهار کې د ARD موسسې له لوري د کرنې ۳۶ کوپراتيفونو ته ورکړل شوي ۷۷ تراکتورنه ورک شول، چې ويل کېږي دغه تراکتورونه د کوپراتيفونو د مسوولينو له لوري پلورل شوي، چې د يادې موسسې مسوولين ورسره شريک دي.

د کندهار د کرنې رييس روشان په خبره د دغې موسسې مرستې د کندهار ولایت او کرنې له رياست سره تر همغږۍ پرته شوې، چې هېڅ مؤثريت نلري :(( ARD موسسې هغو کسانو ته کوپراتيفونه او تراکتورونه ورکړي، چې هغوی له قومي مشرانو او جهادي ډلو ټپلو سره تړاو لري.))

په کندهار کې ازاد خبريال اسدالله زړه سواند وايي، بهرنيو موسسو تر ډېره له طالبانو سره جوړ جاړی کړی او ډېری وخت د هغوی ونډه ورکوي. دی وايي، طالبان هم له خلکو بېرته پدې نوم مرستې ټولوي، چې ګویا د بهرنیانو لخوا دي او اخستل یې ناروا دي.

په ننګرهار کې د جګړې دوه قربانیانو د نوم نه اخستو په شرط محور ته ویلي، چې د بهرنیانو او یا طالبانو تر بریدونو وروسته چې کله قربانیانو ته مرستې ورکول کېږي، نو د مرستندوی بنسټ او محلي چارواکو ترمنځ د جوړجاړي او برخې منلو په شرط به وېشل کېږي، کنه مخ پټي وسله وال د مرستو وېشلو بهیر له ګواښونو سره مخ کوي.

محور هڅه وکړه، چې پدې اړه د یادو مؤسسو له استازو سره هم خبرې وکړي، خو له ډېرو هڅو سره ونه توانېدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *