دلته لا خلک خوښوي د وینو رنګ دروېشه
ښایی و پای ته ژر ونه رسي دا جنګ دروېشه

د دې پردي دیوال سایې داسي پردي کړو چي اوس
نه د پلار سیوری یادوو نه د ورور څنګ دروېشه

زموږ پام توري ته وو توره مو صفا ساتله
د زړونو وسپنه مو لاندی کړله زنګ دروېشه

نورو کــه لاری ډکولی پــه اغزیو بانــدی
تا هم د چا مخ ته ونه پاشل لونــګ دروېشه

دوی چي له خپلو ماشومانو سره لوبي کوي
سي زموږ هر یوه یتیم ته زړه ور تنګ دروېشه

ځواب دلته پرېږدئ