د ماسپښین لمونځ مې په بیړه ادا کړ، د چهار شنبې د ورځي کتابونه مي په بیک کې کیښودل او د پوهنتون د عملې موټر ته د راتلو په تمه د سړک په غاړه ودریدم. ما د کابل پوهنتون د شپې پوهنځي د پښتو ادبیاتو په دوهم سمستر کې زده کړه کوله ،په ډير شوق او علاقمندۍ پوهنتون ته تلمه، د پوهنتون په خاطر به مي د کور ټول کارونه وختي پايې ته رسول، د عملې موټر به کله په خپل وخت راغئ او کله هغه د چا خبره موږ په تمه او هغه به بې غمه وه. د مني په وخت کې پوهنتون ته تګ کوم اسان کار نه وه .په شپږنیمي بجې به پوهنتون رخصتیده او ترڅو به چې کورته رسیدم د ماخوستن څه کم اته بجې به وي .ایا په داسي شرایطو کې تر نیمي شپې په ښار او کوڅو کې د یوې جینۍ ګرځيدل د وېرې او ډار خبره نه وه ؟
تر څو به چې کورته رسیدم په مخ به مې سورخي ورکه وه ،خومجبوره وم تعلیم مي کاوه .نن مو ټول ساعتونه ډک وو د نورو ورځو په پرتله یوڅه ناوخته شوی وه .ماښام خپل خړ څادر غوړولی وه چي له پوهنتون راوتم اسمان په خړو وریځو پوښل شوی وه او نری نری باران هم اوریده .موږ ټولې هغه انجونې چې په یوه موټر کې به تللو او راتللو سره یو ځای شو.د سړک په غاړه د پوهنتون په پلې لاره و دریدو، زموږ د عملې موټر لا نه وه راغلی او نه یې کوم څرک لګیده،
دا وخت مي تلوسې ته پام شو چي په خپل بیک کې ګوتي وهي موبایل ته یې زنګ راغی ،لنډې خبرې یې وکړې ، ټیلفون یې بند کړ ولاړې نجونې ټولی تلوسې ته ځېر وي او په دي طعمه وي چې د تلوسې له خولې به اوس د موټرد راتګ خبر اورې ، تلوسې موبایل په بیک کې واچاوه او ځنځیر یې ور کش کړ زیاته یې کړه: موټر وان ویل موټر مې نن خراب دی اوزه نشم درتللې، تاسې مو نن د ځان غم وخورئ.
ټولې نجونې پرې په قهر شوې ویل یې نو ولې وختې یې خبر رانه کړ چې په دا نیمه شپه یې خبر کړو .
کله چې د موټر له نه راتلو ناهیلې شو موږ پنځه تنو چې کورونه مو په یو لوري پراته وو یوه ټیکسې په کرایه کړه او په کې سپرې شو، موټر وان ته مې وویل چې ګړندی لاړ شه چې په موږ ناوخته دی .د هغه دی کور ودان وي ښه یې راته وکړه خو په کابل ښار کې د ورځې او د شپې د موټرو دومره ګڼه ګوڼه او د لارو بندیل وي چې د شلو دقیقو لار له یوه ساعت نه زیات وخت نیسې ، ماښام ناوخته وه چې د نوي کارتې (کارتې نو) په دریم سړک له موټره کښته شومه اوس د ورځې د روښنایۍ کوم څرک نه وه او د شپې تیارې خپله توره لمن غوړولې وه باران لا هم هغسې وریده په کوڅه کې په ګړندیو ګامونو د کور په لور روانه وم ،په کوڅه کې بشپړه خاموشي حاکمه وه ، زه هم ویرې اخستې وم .نه مي غوښتل چې د خپلو پښو څپاری دې واورم، داسي مي انګیرل چې ګوندي څوک مې په شا پسي را روان دی . مخامخ د کوڅې په سر کې د لاسي څراغ رڼا مې سترګې وبریښولې .د رڼا په لیدو مې د زړه درزا یو څه ارامه شوه ، خو بیرته په دي فکر کې شوم چې هسې نه دا څراغ واله راته څه خطر پیښ نه کړي . د رڼا په رانیږدې کیدو سره مي د خبرو ګونګوسی هم تر غوږو شو. د خبرو نه یې معلومیده چې یو کس نه دی بلکې زیات کسان دي . چې ښه ځېر شوم دا د همدي کوڅې ځوانان وو چې ما د ورځي ډير لیدلې وو او زه یې هم لیدلې وم خو د شپې په دي وخت کې هلکان د یوې جینۍ په لیدو بل ډول فکر کوي . لاسي څراغ واله لاسي څراغ زما په لور را واړوه .زما په لیدو دوې ودریدل دا وخت مې د وېرې او ډار یوه سړه څپه په زړه ننوته غوښتل مې چې بیرته په کوڅه کې شاته لاړه شم خو نه ! سل زړونه مي سره یو کړل او مخ په وړاندي روانه شوم . د دوي څنګ ته په رسیدو مي ټول بدن لړزیده په ډیره بیړه ېې له څنګه تېره شوم .د عمومي کوڅي نه فرعي کوڅې ته واوښتم د دې کوڅې په بر سر کې زموږ کور وه تر کوره همدې څراغ واله زما شا نیولې وه او د کور تر دروازې همدا څراغ واله راپسې وه . کورته په ننوتو مې د کورنۍ غړي خوښ شول او په څیرو کې خوښي په څپو وه . مور مي را څخه د ناوخته راتګ علت وپوښته ماهم ورته کیسه ټکی په ټکی تیره کړه .مور مي هم په موټر وان په قهر شوه او بدې ردې یې ورته و ویلې .زما بدن بې دمه وه او د ناراحتۍ احساس مې کاوه خپلې خونې ته لاړم په کټ کې پریوتم له یوې خوا جسمي ستړې وم او له بله خوا څراغ واله ته ذهني اندیښمنه وم .د څراغ واله په اړه مې بیلابیلې پوښتنې ذهن ته راتللې کاش ! پیژندلی مې وی چې د کوم ګاونډي زوی دی؟ .خو په توره شپه کې د یو چا پیژندل کوم اسان کار نه دی .له ځانه سره مې هوډ وکړ چې سبا به یې په اړه معلومات پیدا کوم . خو پر سبا یې دا کار ونه شو ،پوره لس ورځې وروسته مي د څراغ واله په اړه پوره معلومات راپیدا کړل . اوس نو دي ځوان ځان په یوه مکتب کې اچولی وه او هر ورځ به یې له کوره تر پوهنتون او له پوهنتونه تر کوره زما څارنه کول او ځای ځای به مي مزاحیم کیده ما هم ورسره په زړه زور کاوه او له زغم مې کار اخسته دی خو دې ډول کارونو ته بې کاره وه ځکه پلار یې په دفاع وزارت کې غټه دنده لرله او په دي کوڅه کې یې ښکلی او غټ کور هم وه چې څلور خواو ته یې امنیتي پوستې پرتې وې . او د ژوند هر ډول امکانات او سهولتونه په کې موجود وو او دا هم د پلار په شتو او پیسو مست وه هغه د چا خبره پلار ګټلې زوی ته اسان وي. د ده به چې څه زړه غوښتل هغه به یې کول او کولای شو . له هغه شپې اوس پوره دري میاشتې تیرې شوي ،خو زه د دي شتمن ځوان له کارونو او ځورونو نوره دوه سپږمو ته راغلې یم . څو څو ځله یې په کوڅه کې ودرولې ��م .وایې چې خوښه شوې مې یې ،په تا میئن یم ،ګرانه یې راته ،او ستا له لیدو خوند اخلم ………. .خو زما د زړه په جونګړه کې دي شتمن ځوان ته کوم ځای نه وه او نه یې قبلوه . ما غوښتل چې په نرمه لهجه یې پوه کړم او زړه یې د تل لپاره له ځانه صبر کړم .خو د ی ډیر جاهل وه او زما په خبرو یې سر نه خلاصیده تل يې د خپل زړه خبرې کولې .نور نو دنرمې لهجې کارولو زما لپاره کومه ګټه نه کوله ،او که به مې جدیت ښوده نو د ځوان له کورنۍ مې وېره کیدله ویل مې هسي نه ما او زما کورنۍ ته کوم خطر پيښ کړي او خپله کورنۍ مې له پوهنتون ویلو منع کړي .خو ما په هيڅ قیمت پوهنتون نه پریښوده، له ډیر غور او فکر وروسته مې خپل تصمیم ونیو ،اوپه خپله ژبه مې تریخ مرچ ودوړه ول او د ځوان د خولې خوند مې ورجوړ کړ ورته وه مې ویل ،که بیا دي زما لار ونیوله زندان به دي ځای کړم د بې غیرته او بې حیا بچیه ، ته خپله خور اومور نه لرې چې پردۍ خویندې په ساعتونو ساعتونو په لارو کې ځوروې ووایه !که چیرته ستا د خور مخه چا ونیوله څومره زور به درکړي ،څومره دخپل غیرت او پښتو چیغې به ووهي ،څومره به ……….. ځوان زما خبرو ته غوږ نیولی وه هیڅ غبرګون یې ونه ښوده .خو کله چې زما خبرې ختمې شوې . ځوان په ډېرې مغرورې لهجه خپلې شونډې ویړې کړې ،که مې له زړه نه نه خوښېدېنو هیڅ کله به مې دې هم داکنځلې اوله سپکاوي ډک الفاظ نه وو زغملی خو افسوس چې ښکلا دي زه په هرڅه ړوندکړى یم . دا خبرې یې وکړې او سیخ روان شو ،ځوان یو څو قدمه وړاندې لاړ خو بیرته پښه نیولی شو ،له ډیرې غوصې نه مې ټول بدن لړزیده عجیب ځواک راکې پیدا شوی وه ،له هیڅ شي مي وېره نه کیده .زړه مي غوښتل چې ځوان څو څپیړې په مخ مخ ووهم ، خو ځوان چې زما جیدي څيره حس کړه بیرته روان شو کله چې مې ځوان په کوڅه کې له سترګو پنا شو .ما هم خپله لاره ونیوله او د کور په لور روانه شوم .کتابونه مې په المارۍ کې کیښودل او له سري ماښامه په کټ کې پریوتم د خیالونو او فکرونو په سمندر کې لاهو شوم .په خپل کړي عمل سخته پښیمانه وم ،له ځانه سره لګیاوم دا دي څه وکړل ځانته دي کارولید ،اخر د جنرال صیب زوی دې په سپکو سپورو ولمانځه ، اوموږ غریب خلک یو اوهغوي خو ………..؟؟؟
له سختو ذهني کشمکشونو سره مخ وم .یو وخت مي د خپل موبایل ساعت ته وکتل د شپې دولس بجې وي،له سترګو مي خوب کډه کړې وه او په همدې مې فکر کاوه چې سبا ته به د جنرال صیب زوي څه ګلان کري. په همدي فکرونو کې مي سترګې پټې شوې وي .پر سبا مې د کور کارونه وختي پاې ته ورسول د عملې موټر ته پاتې نه شوم په ښاري موټر کې سپره شوم او په میوند جاده کې ترې کښته شوم ،دپوهنتون د موټرو تمځای ته روانه شوم مخامخ د سړک په غاړه یوه هټۍ وه چې ،ورځپاڼې په کې پلورل کیدلې ،مابه راډیو او ټلوېزون ډېر تغقیبول او د ورځي له مهیمو خبرونو او ادبې خپرونو به مې ځان خبراوه ، خو دجنرال صیب د ځوی د کارونو څخه مې فکر دومره ګډ وډ شوی وو، چې وړې پیښې مې هیڅ نه شوې درک کولای او دهمدې مسلې په غم کې مې ډېر وخت ضایع کیده. د ورځپاڼې پلورلو هټۍ ته ورنیږدې شوم او له خپل دستکول مې لس افغانۍ راوخستې ،زه نه پوهیدم چې دي پلورنځې ته نن ډیر مشتریان ولاړ وو اوکه بې تل دا حال وه .خو بلاخره ماته هم وار ورسید او ورځپاڼه مې تر ګوتوکړه .او د موټرو تمځای ته مي ځان ورساوه موټر کې سپره شوم .ورځپاڼه مې خلاصه کړه ، د ورځپاڼې د لومړي مخ په لومړي خبر چې مې سترګې ولګیدې ،ډېره حیرانه شوم ،ځښته ډېره ،د ورځپاڼې په لومړې خبرپورې زما د ژوند کیسه تړلې وه داسې مې انګیرل چې ګوندې زه خوب وینم ،خونه خوب نه وو هرڅه ریښتیا او په ویښه وو، د ورځپاڼې لومړی خبر په غټو تورو داسي لیکل شوی وه ،
تېره شپه دکابل ښار په اتمه ناحیه کې یوه جنرال د نشې په حالت کې خپله میرمن او ځوی وژلي
د خبر په لوستلو هکه پکه شوم ، حالت مې بل ډول شو ،نه پوهیږم چې خفه وم او که خوشاله ؟
د خبرد پاتې برخې به لوستلو مې د ډېرې خوښۍ احساس وکړ ،او د خدای په در کې مي لاسونه لپه کړل او دا دغا مې وکړه چې د کایئاناتو خالقه ته د دې زمانې هر فرغون ته په خپل کور کې موسئی پیدا کړې .دا هم هغه ځوان وه چې پر ما یې د ژوند خواږه ترخه کړي وو .خو اوس په بې غمه زړه خپل پوهنتون ته ځم او خپلې زده کړې مخ په وړاندي بیایم .
ډیر ښکلي کیسه وه، په قلم او ګوتو دي برکت شته. د لنډی کیسي ټولي ځانګړتیاوي لري، او لوستونکي تر پایه پورې له ځان سره ساتي او په عین حال کې د ټولني واقعیتونه څرګند کړي دي.
مننه
Dera pa zra pore qesa wa kho khatima ye bilkul kha Na wa bayed Che Kaar pre washe, mañana