پیرمحمد کاروان

رود دې د رنګونو کړم ، رنګينه يې

رود نه يم د زړه د وينو داره يم

دوکتور لطیف بهاند

” په دې ټولو رنګونو کې مې د مينې رنګ خوښ دی ، مينه چې له هر يوه رنګ سره لاس يو کړی ، بس هماغه رنګ د رنګونو پاچا ښکاري .”

رنگ ، د طبيعت د نورو اغيزمنو هستيو تر څنگ ، د تل لپاره يوه د پام وړ او اغيزمنه پديده پاتې شوې ده .

دغه پديده د طبيعت له زړه نه راپيدا شوې ده ، په هغه کې يې وده کړې ده ، په هرچا او هرڅه يې په خپل ډول اغيز لاره او لري يې .

انساني ليدنه او انساني طبيعت د نورو زياترو پديدو په پرتله له رنگ او د هغه له بېلابېلو ډولونو اغيزمن بريښي .

دا اغيزکېدای شي، روحي ، رواني ، فزيکي او ټولنيزه بڼه ولري. رنگ په انسانانو او په ټولي توگه په انساني ټولنه کې د ښکلا ، د خوښيو ، ناخوښيو ، د هوسونو ، د څرگندونو، د وير، د کرکې ، دسينگار او مينې له غورو نه پر غورو او يا بدو شيبو خپل اغيز په مخامخ او غير مخامخ توگه پرېږدي .

که څه هم رنگ د احساس او درک نه وروسته دپوهېدو پړاو ته رسېږي ، خو د هغه اغيز خورا چټک او زياتره تلپاتې وي.

په ورځني ژوند کې، له ډاره يې د رنګ الوتل ، له قهره شنه کېدل ، له شرمه سره کېدل، له درده ژېړېدل ، له رنځه تورېدل او نورې بېلگې د ټولنپوهنې او روانپوهنې له مخې هغه څه دي چې په هغو کې رنگ د يو چا يا کومې پېښې د کچې او اغيز اندازه لگوي .

ډاکتر لطیف بهاند
ډاکتر لطیف بهاند

همدا راز د وير او غم په وخت کې د تورو جامو اغوستل ، د پېغلو سور ټکري ، د روحانيت سپينې جامې او نور بېلگې د پام او يادونې وړ دي .

له لرغونو زمانوراهيسې ، د ټولنو په سياسي ژوند کې ، هر هېواد ، هره سياسي ډله ، قامونو او يا مذهبي ډله ځان ته د پېژندنې او نښې رنگ لرلی دی . د ساري په توگه په وروستيو زمانو کې د نړۍ اسلامي ډلو شين رنگ ، چپي ډلو سور رنگ ، او ځېنو نورو ډلو سپين ، تور يا ژيړ رنگ د خپلې نښې لپاره کارولی دی .

په نننې ټولنه کې ، د رواني ناروغيو او رواني ناروغانو د تداوۍ لپاره د رنگ کارونه ، خورا لوى هنر او ماهرت بلل کېږي .

په اوسني ژوند کې د دود ، مود او ديزاين خبره او په هغو کې د رنگ کارونه ، په تېره بيا د کال په بېلابېلو موسمو کې د کاليو د رنگ ټاکنې د يوې خورا وړ اړتيا او پوهې بڼه پيدا کړې ده .

په پښتني ټولنو او ټولنيز ژوند کې ، د ژوند د اړيکو د لږوالي ، يا ښاري دود دستور نه د لري والي له امله ، د رنگ د ډولونو کارونه او هغه ته پام خورا لږ دي .

په دې ټولنو کې زياتره هماغه طبيعت ته نېږدې ، شين ، سور ، تور ، سپين او ژيړ رنگونه زيات يادېږي او په ورځني ژوند کې يې يادونه کېږي .

رنگ پېژندونکي زياتره وخت رنگ په درې ډوله ويشي او وايي چې لومړۍ ډله يې : سور ، اسماني او ژيړ دى . د دوي د وينا له مخې نور رنگونه د همدې لومړۍ ډلې له يو ځاي کېدو نه رامنځ ته کېږي او نور رنګونه بيا د لومړۍ او دوهمې ډلې له يو ځاي کېدونه جوړېدوکي رنگونه دي .

خو دلته خبره د رنگونو په فلسفه او د هغو د ودې په تگلوري کې نه ده ، دلته يوازې ، زموږ دشاعر ، د کاروان له خوا په خپل شعر کې د رنگونو د کارونې او په خپل شعر کې د هغه په لفظي مهارت او معنوي ارزښتونو کې ده .

کاروان په خپلو شعرونو کې د هر ډول رنگونو يادونه کوي ، د هغو له ارزښت نه د خپلو شعري تصويرونو په جوړولو کې کوډگره گټه اخلي ، خو دده د شاعرۍ تر لوستلو به د هر لوستونکي دې ته پام شى چې دده په شعر کې شين رنگ ، ځانگړى ځاى او يوه ځانگړې کارونه لري .

شين رنگ دده لپاره دهر څه نښه ده :کله د بري ، کله د نوغي ، کله دعقيدې او کله هم د شين سترگي دښن :

د خداي شين کتاب ، شين قران ، شين زړه ، شين اسمان ، شين سهار ، شين سمندر ، شين ستورى ، شين بگرام ، شين لستوڼى ، شين نښتر ، شين سترگی هوا باز ، شين ځنگل ، شين درياب ، شين جام ، شين طوطي ، شين زرغون طوطي ، شين گل ، شين دستمال ، شين همزولى ، د شعرشين کتاب ، د غزلې شين تورى ، د شعرونوشين همزولى ، شين لباس ، شين شال ، شين لباس ، شين د بوډۍ ټال ، شين بام ، شين چنډن ، شنې بنفشې ، شنې بنفشې ، شنې ټکې ، شنې درې ، شنه ښامار ، شنې اوبه ، شنې درې ، شينې جامې ، شنې ځيږې وزغنې ، شنې ونې ، شنې سترگې ، شنې لښتې ، شنې بڼکې ، ترشعر نه شنې بورې ونې ، شنې بڼکې ، شنې لمبې :

سرې او شنې لمبې پر تورې شپې کړه بلې

شنه پياله په سرو منگلو کې مشال کړه

٤٩-٢

، شنې غونډۍ ، شنې ويلې ، شنه خوبونه ، شنه غرونه ، شنه لستوڼي ، شنه دعا ، شنه ژبه ، شنه پرښته ، تکه شنه خندا ، شنه غېږ ، شنه بنگړي ، شنه وينه ، د زړه شنه کوتره ، شنه پرښه ، تکه شنه خندا ، شنه غنم ، شنه لښته ، په شنه چپن کې ناست پير ، شنه لاره ، شنه ونه ، د شنو ميو ښيښه ، شن شين خوب ، شين بخمل او نورو شنو څيزونو ، حالتونو او تصويرونو يادونه .

ما چې په دې اړه هرڅه فکر وکړ او دهغه د ښکلو شعرونو په نيلي مې هرې خواته ودانګل ، ومې نه شو کړاي ددغو ترکيبونو او خيالاتو موخه ځانته څرګند کړم ، نو ځکه مې له خپل د خوښې شاعر پيرمحمد کاروان سره د زړه خواله وکړه ، خو بياهم قانع نه شوم ، بيا مې دا پوښتنه په ليکنه بڼه ده ته وسپارله چې تر یونیم کاله وروسته يې راته وليکل ، کاروان ليکي :

د استاد بهاند د يوې پوښتنې په ځواب کې :

ښاغلي استاذ بهاند صاحب رانه پوښتلي چې له کومو رنګونو سره مې ډېر زړه تړلی دی ؟

ډېره سخته پوښتنه ده . په سر کې به دا عامه مفکوره او نظريه وړاندې کړم چې وايي :

“هر رنګ ښکلی دی خو چې په خپل مناسب ځای کې وکارول شي”غني بابا يو وخت ويلي وو:

(( لا لک ها زره کتابه

ما دا يو ټکی زده کړی

چې دا تورهم ښايسته شي

چې د يار په زنه خال شي))

ويل کېږي چې کله محمد (ص) معراج ته وخوت ، نو په آسمان کې د جنت حورو پوښتنه ترې وکړه چې پيغمبره موږ ته دې له دنيا نه کومه تحفه راوړې ده ؟ وايي پيغمبر ( ص) موسک شو او ورته وې ويل :

-ستاسو د ټنډو او زنو د خالونو له پاره مې د بلال تور رنګ راوړی دی . ))

انسان چې دنيا ته سترګې غړوي ، له رنګ سره آشنا يی پيدا کوي . د رنګونو ترڅنګ ، خوند ، لمس او احساس هم همدغسې در واخله . وايي اوبه بوي او خوند نه لري . خو که موږ پر خپلو حافظو او حواسو زور راوړ د اوبو خوند او رنګ هم پيدا کولی شو . حمزه بابا وايي :

-دا بې کاري ګوندې څه کار نه دی .

زه به دلته دحمزه په تقليد ووايم :

دا بې رنګي ګوندې څه رنګ نه دی؟

دا بې خوندې ګوندې څه خوند نه دی؟

استاد بهاند!

زه چې په ماشمتوب کې ،په کوم کورکې اوسېدم ، زموږ د هغه کور مخې ته د اوبو شنه وياله بهيده . زه فکر کوم چې اول ځل به د همدې تکي شينې ويالې د رڼو اوبو رنګ زيات زما په زړه کې ځکه ناست وي چې اوبه يې ډېر تيزې او خطرناکې نه وې . ما به ډېر وخت په همدې اوبو کې لاسونه او پښې وهل ، په کې لمبېدم به او کټ کټ په په کې خنديدم . د اوبو همدا شنه وياله زما د پاره دلوبو ګوډۍ وه . زما د ماشمتوب ملګرې وه او ورسره لوبېدم به . داسې انګېرم چې د رڼو اوبو همدې شنې ويالې ماته دا احساس راکړی وي چې ګوندې زه هم يو څوک يم . يعني د يو کار کولو توان لرم. په اوبو کې لامبم او وړي مې نه . اوبه په وړو لاسونو وهم ، خو نه مې لاسونه خوږوي او نه څه راته وايي . نو د نورو رنګونو تر څنګ مې د اوبو دا بې رنګه او مهربانه رنګ هم په زړه کې ناست دی .

کله چې لږ غټکی شوم په جومات کې مې سيپاره ويله . د جومات تر څنګ بياهم د هماغه غځېدلې ويالې پر غاړه د ګلابو څو بوټي وو . کله به چې ګلاب ګل شول ، سره ګلونه به يې وکړل ، نو وږمې به يې جومات ته راتلې او دا وږمې به د سيپارې له الف او بې سره راته ګډيدې او په ذهن کې مې کېناستې . ماشمتوب ؤ ، کله کله به مې چې په غلا له همدې ګلابونو يونيم ګل هم راشکاوه ، يونيم اغزي به مې هم وړې ګوټې خوږ کړې. دې ګلابونو ته به موږ په کليواله لهجه د تورې مرغۍ ګل وايه . د تورې مرغۍ له ګل سره تورې شپې رايادې شوي .

د روژو په میاشتو کې به مې پلار تر پيشلمي وروسته جومات ته تلو. زه به هم ورسره تلم . له ستورو ډک شينکی آسمان راباندې ډېر خوږ لګېدو . ما به چې ستورو ته کتل ، نو داسې به چې انګېرل چې دا هر يو ستوری ماته څه وايي ، خو زه ماشوم يم او په ژبه يې نه پو هېږم .

موږ کلی دغرونو په لمن کې اوسېدو او خړ خاورين کورونه مو وو . دا خړ رنګ مې هم بدې نه راته ، لا راته ګران و . ځکه دهمدې خړو کورونو د ديوالانو د ننه د مور په نوم د ځمکې د سر پرښته وه . د پلار او خويندو په نوم د مينې موجودات وو . د کور په برينډه کې د توتکيو ځاله وه . تورې توتکۍ راباندې ګرانې وې . له دوی سره مې يو ډول زړه تړلی و . مور راته ويل چې دا به ولې هم نه ، د دوي ويشتل ګناه لري ، دا فقيرې مرغۍ دي .

کله چې د ژمۍ وروستۍ شپې شوې ، نو يو سهار به ناڅاپه زموږ انګړ ته دا تورې توتکۍ راغلې . غچ غچ به يې وکړ .

په آوازکې يې يو عجيب خوند و . اخ چې اوس يې هم يادوم يو ډول ورک او هېر سرور احساسوم . د هغوی د بچو تکې ژېړې تنکۍ مښوکې مې اوس هم په زړه کې خوږې خوږې مښوکې وهي . او په زړه کې ورکې سندرې راپيدا کوی . هر کال به چې زموږ د کور انګړ ته توتکۍ راتلې ، نو مور به مې ورته ويل :

– توتکۍ ستړې مه شې. زه به په زړه کې خوشاله شوم . ما به ويل چې زما مور د توتکيو په ژبه هم پو هېږي . پلار به مې د شاتو مچۍ ساتلې. په ځنګلونو کې به پسې ګرځېده . کله کله به يې زه هم له ځانسره ګرځولم. د ځنګلونو له يو ډول شنه غباره ډکه فضا مې خوښېده . رنګ رنګ ګلونه او وحشي وحشي بوټي دا ټول راته ښکلي وو. د شاتو د مچيو ملکه ، اخ چې څومره ښکلی زرين رنګ لري . چې په ګوتو کې يې ونيسې ، داسې پسته پسته ده چې د پوستوالي احساس دې آن زړه ته لاره کوي .

زموږ د کور مچيو به له شا وخوا غرونو رنګا رنګ ګلونه په خپلو وزرونو کې راوړل . دا رنګونه به ټول خواږه لګېدل . پلار به مې چې په شاتو پسې د شاتو د صندوق ((ټمبکې))تخته کړه، نو کتار کتار د شاتو تختې به په کې وې. د شاتو پر ځينو تختو به تورې مچۍ ناستې وې . له شاتو به خوږ بوی لټېده. د رنګ او بوی دا منظره هم راته ښکلې ښکاريده. پلار به مې ماته د شاتو شخوند په خوله کې راکاوه . پلار مې راته د خوږوالي او مهربانۍ سمبول ښکاريده. زموږ د کلي چاپېره د شنو غنمو ، وربشو او جوارو کروندې وې. هر يوه موسم به يې بيل خوند او رنګ درلود . دا ښکلا به هغه وخت يو په دوه شوه چې لمر به په دې واورو ولګېده .

زموږ په کلي کې باغونه خو يا نه شته ، که وي هم بس يو نيم دی. دا ځکه چې خلک ډېر دي او ځمکې لږې . خلک د ميوو او ګلونو پر ځای غلې دانې ته ډېر اړ دي. هغه ګل چې تر نورو غرنيو ګلونو يو څه ډېر دی ، د غوجره ګل ورته وايي. د غوجره د ګل رنګ تک ژېړ دی. يو مخصوص بوی لري. کله چې ګل له بوټي راوشکول شی ، بيا يې بوی هم مړ شي. دغه د غوجره تک ژيړ ګل مې، تر نورو غرنيو او صحرايي ګلونو ډېر خوښېده . دغوجره بوټي زموږ د کلي په دښته کې داسې لښکر لښکر ولاړ وي . له يو متر نيولي ، تر دوو درې متر ځواني (قد) لري. دغرونو په لمنو کې هم ډېر دي ، په پسرلي کې ددې ژېړو ګلونو څپې يوه عجيبه ښکلا راولي . د غوجره د ګلونو په وجه دې ژېړي رنګ هم زما په زړه کې ځای نيولی دی .

د غوجره دګلونو په موسم کې ديوې مور یو زوی چا وژلی و، نو کله به چې د غوجره د ګلونوبل موسم راته ، بوري مور ته به خپل شهيد زوی ورياديده. دغه لنډۍ له هماغه وخته پاتې ده :

د غوجره په ګل يې مړ کړې

چې غوجره په وطن ګل شي وژاړمه

د غوجره د ګل په باب څه نورې لنډۍ هم شته ، وايي :

خدای به دې بيا راته موتاز کړي

د غوجره تر ګل نه ژېړه خوله لرمه

په تورو غرو کې دې بندي کړم

نور مې را پرېږده ،غوجره ګل شوي دينه

استاد ګله!

زما د خوښۍ د رنګونو کيسه اوږده ده . کله راته يو رنګ د ښکلا پر څوکۍ کېني . کله بل . هغه د پښتو لنډۍ ده :

مخ دې په سپين کې سرخي وايي

لکه خاسه چې پر ګلاب وغوړوينه

يا زما شعر دی:

زموږ د کلي هغه دنګه جينۍ

هغه په سپين کې غنم رنګه جينۍ

لنډه داچې دا ټول رنګونه د خدای د کايناتو د ښکلا څرګندوي دي . مختلف رنګونه په مختلفو حالاتو کې ځانونه ښيي ، ځينې حالتونه رنګونو ته ښکلا ورکوي .

لنډه دا چې په دې ټولو رنګونو کې مې د مينې رنګ خوښ دی . مينه چې له هر يوه رنګ سره لاس يو کړی ، بس هماغه رنګ د رنګونو پاچا ښکاري . که په مينه چا يوه ښنه پاڼه هم راکړې دګلانو او نرګسو تر سلامتې باغچې په کې ډېره ښکلا پټه ده . مينه که د اوبو په بې رنګۍ کې ده ، که په تکو سپينو اوښکو کې او يا په رنجو لړو اوښکو کې ، بس مينه چې د هر رنګ تر شا ولاړه ده ، هغه رنګ نو داسې رنګ دی چې په زړه ، ذهن او اروا خوږ لګېږي . هغه زموږ دخلکو شعر ته ، ورته متل دی چې وايي :

خوب چې درشي ، بالښت نه غواړي

زړه چې مين شي ، ښايست نه غواړي .

که څوک په سرو جامو کې ښه ښکاريدلي ، په سره رنګ يې مين کړی يم ، که څوک په سپينو ، تورو ، شنو ، ژيړو او نورو رنګونو کې ښه ښکاريدلي ، له همهغو رنګونو سره مې مينه پيدا شوې ده . دا رنګونه يوازې په څوک او چا پورې محدود نه دي ، تر موسمونو ، مکانونو او وختونو پورې هم ورغځېدلي دي . ))

د کاروان له خوا ماته لیکل شوې کرښې .

که څه هم زما په دې خبره سرخلاص نه شو ، چې ولې د کاروان شين رنګ خوښېږي ، يا ولې هغه ډېر کاروي ، خو په دې پوه شوم چې دی د خپل شاعرانه استعداد او برکته له امله هر رنګه چې دده خوښه وي ، د هر رنګ له رنګه د خپل شعر د رنګينۍ لپاره کار اخستي شی :

ستا له رنګ مې ډکه لپه واخيسته

خيال مې د رنګونو ژرندګړی دی

3 thoughts on “رنګ، په شعر کې د هغه کارونه او پیرمحمد کاروان/ شعري شننه”
  1. اړخونه،چه په رنګ رنګ ګل بوټو پيرل شوي لکه مرويځی،غړنګوه،ماستياره ، شيمشيبائ،ماخې،ژريي اوداس نور ،خو د غوجره ګل بوټې په ټولو کې مير دی ۰ېو ورځ تنکی ښپونکی وم ،کليواله جينکی مې په ټوکو کې د غوجره دګل په ځنځلې بر سيرانه ووشتله هغه د خندا تکه ژېړه اوشنه شوه او ويي ويل۰
    په غوجره د وويشته خوږ خودنکړم هسی ژيړه و وښتمه۰ په مينه ادم خان

  2. بهاند صاحب سلامونه!د رنګونو په څيړنه ،مې په سترګو کې اوښکي راغونډي شوې!ماشومتوب ته ولاړم!خپل کلې ته ورجوت شوم ،هغه د ځدراڼو دانګ غرونه ،دهغوي پراخې او دګلبوټوډکې لمنې، د هغوي پراخ اړخونه،چه په رنګ رنګ ګل بوټو پيرل شوي لکه مرويځی،غړنګوه،ماستياره ، شيمشيبائ،ماخې،ژريي اوداس نور ،خو د غوجره ګل بوټې په ټولو کې مير دی ۰ېو ورځ تنکی ښپونکی وم ،کليواله جينکی مې په ټوکو کې د غوجره دګل په ځنځلې بر سيرانه ووشتله هغه د خندا تکه ژېړه اوشنه شوه او ويي ويل۰
    په غوجره د وويشته خوږ خودنکړم هسی ژيړه و وښتمه۰ په مينه ادم خان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *