هو، تقوا همدلته ده؛ خو دا ځينو ښاغلو داسې انګېرلې، چې ګوندې په اسلام کې ظاهر ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړل شوی او هر څه په باطن او نيت پورې تړلي، که یو چاته دې وويل: ورورکيه! څه مشکل لرې، چې په دومره تلوار لمونځ کوې، بيړه مه پکې کوه، لمونځ له الله تعالی سره د راز خبرې دي؛ نو سمدلاسه به درته غبرګه کړي: ستا یې زما له لمانځه سره څه، الله تعالی زما پر زړه او نيت ښه آګاه دی، زه يې چې هر ډول اداء کړم، راڅخه قبلوي يې!

که يوه ځوان ته دې وويل: آشنا! له دې شخو برېتونو دې ښکاري، چې قوي او سوچه پښتون يې؛ خو له سوچه تراشل شوې ږېرې دې بيا داسې بريښي، چې له دې سنت سره بيخي بلد نه يې؛ نو په ځواب کې به درته ووايي: له ځانه راته ملا مه جوړوه، ټول اسلام خو څه په ږېره کې نه دی، تاسې هم له ځانه راته دين جوړ کړی، ټول دين خو څه په ږېره کې نه دی، تاسو چې پرې ايښې، څه توره مو کړې، چېرته چې ناروا کار، ظلم او ټګي برګي وي، همدا ږېرور يې کوي؛ نو څه ضرور چې ږيره مې هم او ناروا کارونه هم کوم، زما ظاهر ته مه ګوره، باطن مې تر تا ډېر پاک دی، الله پرې ښه پوهېږي!

که چاته دې وويل: ګوره کافرانو ته د هغوی خوښۍ د مراسمو مبارکي ويل ښه کار نه دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې منعه کړې؛ نو سمدستي درته وايي: دا څه د حسن بصري زمانه ده، چې دا ډول خبرې پکې نه وې، اوس ۲۰۱۴ دی، هر څه بدل شوي، نړۍ پر يوه واحد کلي بدله شوې، دلته به له نړيوالو سره فرهنګي راکړه ورکړه کوې، څه آسمان خو نه را غورځېږي، چې د مراسمو مبارکي ورته ووايې؟!

که ريښتيا ووايو، دا هر څه د اسلام له مفاهيمو د ناسم پوهاوي پايله ده، درسته ده، چې په اسلام کې باطن ته تر ظاهره ډېره پاملرنه او هڅونه شوې، درسته ده، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تقوا په اړه د خبرو په لړ کې وفرمايل:

((التقوی هاهنا وأشار الی صدره.))

ژباړه: تقوا دلته ده او بيا يې خپلې سينې ته اشاره وکړه.

خو دا په دې معنا نه ده، چې ظاهر یو مخ له پامه وغورځوو، ځکه که داسې وای، صحابه کرام تر موږ ډېر پاک نيتي او د سپېڅلو زړونو خاوندان وو؛ خو له دې سره سره به په ظاهر او باطن کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري کوله. وايې د وروستنيو صحابه کرامو څخه دوه يوې مېملمستيا ته وربلل شوي وو، کله چې پر دسترخوان ډوډۍ ته کېناستل؛ نو له هغه يوه نه يې نوړۍ له لاسه وغورځېده، هغه بېرته را پورته کړه او تر پو کولو وروسته يې خولې ته واچوله، ملګري يې ورته وويل: دا ته څه کوې، دې لويې ډلې ته نه ګورې، چې مخې ته يې ناست يو، دوی به وايي ګوندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګري دومره وږي دي، چې آن له ځمکې هم نوړۍ را اوچتوي!

هغه ورته وويل: د خدای بنده! ستا څه ګومان دی، چې زه به اوس د خلکو په خاطر د خپل محبوب سنت پرېږدم، نه، په خدای که دا کار وکړم!

ښايي، چې هر څه پر خپل خپل ځای کېږدو، دا کومې نمونې، چې مو پور ته يادې کړې، ډېرې ساده بېلګې دي، له دې پرته آن د عقيدې په ډېرو باريکو مسايلو کې هم ځینې ښاغلي له تساهله کار اخلي او داسې ښکاره کوي، چې ګوندې آزاد خياله مسلمان دی، څو ورځې وړاندې يوه ملګري پر فيس بوک ليکلي وو:

((تېر له هغه جنته، چې ښه انسان نشي ورتلای؛ خو بد مسلمان ورځي!))

هدف يې دا و، چې کافران سره دې، چې د نړۍ په سحطه له بې وزلو او جنګ ځپلو سره مرستې کوي، د دوزخ وړ دي؛ خو هغه مسلمانان، چې يو بل وژني، جنت ته ځي، د ده په نزد جنت ته د تلو معيار له بې وزلو او جنګ ځپلو سره مرستې دي، که څه هم چې کافر وي او دوزخ ته بايد هغه څوک ورشي، چې يو بل وژني، که څه هم، چې مسلمان وي!!!

ښه نو اوس تاسې قضاوت وکړئ، چې دې ښاغلي ته کوم پټی ورکړو؟! دی ګومان کوي، چې د مشهورې زاهدې رابعه العدويه په پېښې کولو به د هغې د لارې لاروی او ستايل شوی فلسفي وبلل شي؛ خو د هغه وخت علماوو د رابعې دې خبرې ته په ښه سترګه ونه کتل او پرې ويې رټله، ځکه د الله تعالی رضاء همدا ده، چې بنده جنت ته ولاړ شي او له اوره وژغورل شي.

 هغې په خپله دعاء کې ويلي وو:

((ای ربه! زه دې له دې امله عبادت نه کوم، چې جنت ته دې ولاړه شم او نه دې له دې امله عبادت کوم، چې له اوره دې خلاصه شم، بلکې له دې امله ستا عبادت کوم، چې رضاء دې ترلاسه کړم!))

8 thoughts on “تقوا دلته ده… د مفاهيمو تصحيح/ ظاهر عمار”
  1. عمار صیب السلام علیکم
    ډیره مننه وروره
    په اخیره خبره دي په خپله د عقیدي پله درنه کړي ده ، چي د الله په نظر ظاهري عمل نه بلکه ایمان ارزښت لري
    او کوم کس چي په الله سوال لري هغه له دي نه دۍ ورپیښ چي ږیره نه لري یا یي بګړۍ نه ده وهلي بلکه له دي ورپیښ دي چي د ایمان ارزښت نه پیږني ،هغه ستر الله چي دی پیداکړي او همدغه خوله یي هم ورکړي چي دی ورته سپکي وایی او هم یي ټول هغه څه ورکړي چي خوندونه ورباندي اخلي او هغه خوراکونه او رنګ رارنګ مزي هم الله پیداکړي چي دۍ ورباندي عاشق دي او د همدي عشق له کبله هغه محسن ذات ته د بي انصافه په سترګه ګوري ،هغه خپل دښمن کافر ته هم هغه څه ورکړي کوم چي یو مسلمان ته یی ورکړی حتي ترهغوي ډیر، داسي عادل ذات ته هم دي په یو پلمیټ په قهر دي . که چیري دي بي چاره متوجه وای نو اول خو به داسي ړوند قضاوت نه کاؤ چي د یو رښتني مسلمان رحم او خواخوږي ورته تر کافر ټیټه ښکاره شي، موږ همدا کفار ښه پیږنو هم یي سخاوت پیږنو ، هم یي عدالت او رحم . بل که یي سوال درلودی باید په مسلمان یي درلودلای وای نه په خپل پیداکونکي او پالونکي
    عمار صیب خپه نشي اخیره خبره یو صوفیانه خبره ده مګر ډیره بي معني ،ځکه د قرانکریم له ټول ایاتونو سره په ټکر کي
    دا خبره داسي معني لري لکه بلا تشبیه چي پادشاه له خپل یو مخلص عسکر څخه راضي شوی وي ، هغه یي په بدل کي یو انعام د ټول ولس په مخ کي ورکوي او دي ورته شله وي چي زه یواځي ستا رضا غواړم . انعام د رضایت تمثیل دۍ ، که چیري یو کس د پادشاه انعام ته بي ارزښته ګوري دا یو بي ادبي کیدی شي . بل مهمه خبره داده چي موږ خو انسان پیږنو ، ضرورتونه.یي پیږنو داسي خبره د جذباتو کیدی شي خو واقعت نه لري ،اسلام هم معقول دین دۍ او هم د طبیعت او فطرت سره موافق مګر دا خبره هم د عقل خلاف ده هم د انساني فطرت او طبیعت
    یو ځل بیا مننه

  2. عمار صیب ډیره بخښنه غواړم زه متوجه نه شوم ، فکر مي وکړ چي ته د ددي خبري ننګه کوی هغه ستا له نظره هم د منلو نه ده.
    یو بله خبره چي وضاحت یي باید وشي هغه علماء چي په ایمان تاکید لري دا معني نه لري چي عمل خدای نا کرده بي اهمیته ده بلکه درجه او ارزښت یي تر ایمان ډیر ورسته بیانوي ، بل داچي زموږ ملایان حتي د ایمان له سطحي تعریفه بغیر نور یي پیژني هم نه ، نه یي دعوت پیژني ، نه یي اهمیت پیژني ، نه یي علم پیژني نه یي مواد پیژني او نه یي حتي مذاکره پیژني .ددي لپاره چي خلک د ایمان ارزښت ته متوجه شي نو باید داعیان په خپلو خبرو ، دعوتي اعمالو او اخلاقو کي ۹۰ فیصده د ایمان ذکر ولري،ځکه نن علماء د خلکو د عملي منافقت پر ځاي په عقیدوي منافقت شکمن دي نو ځکه توصیه کوي چي یو کس چي اقلا رښتني مومن شي ، اعمال بیا همدغه رښتني ایمان ورته اسانه کوي ، دي د رښتني ایمان د جوړولو لپاره مجبور دي قران پاک ته توجه وکړي چي هلته خپله ده ته د اعمالو ، اخلاقو ارزښت بیانیږي بیا د ربالعزت په حکمت بیانیري نو دي خپله متوجه کیږي،نن مشکل دادي مسلمان د الله کتاب ته ارزښت نه ورکوي ، نه یی له مخي ویلی شي په معني خو یی بلکل نه پوهیږي او زموږ ملا کاکا دي خدای لري هغه خپله له قران سره د بیګانګي له وجي نور هم خلګ له قرانه د تقواي په نامه لري کړل او وایي نعوذ بالله چي قران سخت دي او ویل یي د خاصو خلکو کار دي په داسي حال کي چي ربالعزت وایي قرانکریم ما اسانه او هر مومن حتي هر انسان ته رالیږلی دي ، موږ اوس د الله تعالي ومنو که له قرانه د ناخبره ملا

  3. « نو له هغه يوه نه يې نوړۍ له لاسه وغورځېده، » نړۍ له لاسه غورځیدل امکان نه لری، شاید یوه مړۍ وی، نه نوړۍ او که بل مفهوم لری مهربانی ورکړی لږ یی واضیح ولیکی. الله ج رب العلمین دی او هغه قادر او توانا ‌ذات دی. هغه به مظلومان وبخښی او ظالمان چی اوږدی ږیری لکه سکان او یهودان لری د دوزخ ټیټی کندی ته واچوی.
    در راه خدا دو کعبه آمد حاصل
    یک کعبه صورت و دگر کعبه ی دل

    تابتوانی زیارت دلها کن
    کافزون ز هزار کعبه باشد یک دل
    خواجه عبدالله انصار

  4. ښاغلیه عماره : خبري دي په ژر لمانځه کولو شروع کړی اوبیا دي دبریتو او ږيري خبره او وروسته دي د کافرانو د خوښۍ د مراسمو لیکلې ده .
    ستاله لیکني له ورایه معلومیږي چي ستااصلي هدف او دلیکني ترتیب داسي و چي تاته مهم کفارو ته دتبریکۍ او ږيره خریل دي خو دا د لمونځ ژر ادا کول دي هسي ورسره یو ځای کړي ، که نه نو دا مسلمانان نوري ګناوې کمي کوي چي تاته دا دوه شیان دومره مهم سوه . دا وژني دا خیانتونه دا جبري زناوي دا په زور لواطتونه دا ظلمونه دا د نورو د حقوقو پایمالول دا قاچاق بري ، رشوت ، درواغ ، غلا ، چورچپاول ، مخدره توکي چي دا ټول برالا له خدای (ج) سره دښمني ده او دا کارونه همدا مسلمانان کوي . ته دا ټولو ناخوالو ته ړوند يۍ یوازي ستا سترګي په خریلې ږيره او چاته په مبارکي ویلو یا که کوم چا که خپل لمونځ په بیړه وکړ دغو ته بینا دي .
    ته څه پوهيږې که دهغه کس ژر لمونځ د خدای په دربار کي دبل د ریا اویا ستا دیو ساعته لمونځ نه زیات د قبلیدو وړ وي .
    او تاته د دغه ټولو بد بختیو دحل یواځنۍ لاره د ږرې پریښودل دې اصلا”تاته باید داسلامي مفاهمو د سم پوهاوي بلنه درکړه سي . او بیا نو قلم را واخله لیکنه وکړه . م اعظم

  5. یا الله توبه ددی نارینو نه ، ددوی نه خو مشهوره عابده اوزاهده رابعه هم پاته نه شوه، څومره تعصب د ښځو سره دا په اصطلاح
    زموږ دین پوهان لری ، وه ورور ه دخو اجه عبدالله انصاری مثال به دی راوړی. هغه داسی ډیری دعاوی لری چې د رابعی دی دعا ته ورته دی . ښځه په هیڅ ډول تاسو برداشتو لای نه شي او ډول ډول خبری پسي تړی خدای ج دی تاسو ته هدایت درکړی .

  6. د اسلام پنځه بناوی : طیبه کلیمه، لمونځ، روژه ، زکات او حج دی.
    که څوک په الله ج او د هغه په محبوب پيغمبر خاتم النبیین حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه والسلم او د الله ج پر کلام قرآن عظیم الشان ایمان ولری او ټول فرایض پرځای کړی ، هغه یو مخلص او صادق مسلمان دی. حلالو ته حلال او حرامو ته حرام ووایی او په کوم چی امر شویدی هغه پر ځای او له هغو چی منع شویدی پرهیز وکړی ، هغه د جنت مستحق دی.
    پاته شوه د ږیری موضوع ، دا زمونږ د عالیقدر پیغمبر او پخوانیو پیغمبرانو مسنونه طریقه ده. د سنتو په کولو او عملی کولو ثواب او په نه کولو یی ګناه لازمیږی . مګر یو مسلمان نه کافر کیږی. د یوه مسلمان لپاره له ږیری نه نورډیر مهم فرایض شته چی عملی یی کړی او له سودخوړلو، انسان وژلوو، ظلم، زنا ، لواطت ، د بل مسلمان حق خوړل یا ځورول ، غیبت، دروغویل، تکبر، او …. منع شویدی. ښه مسلمان هغه دی چی خپل ځان په اسلامی او انسانی اخلاقو سمبال کړی اونور خلک یی د لاس، دژبی او قلم له ګزند نه متضرر نه شی.

  7. دوستانو! سلام علیکم او له تبصرو مو دنیا دنیا مننه، کیدای شی ستاسی د همه وو تشویشونو حل دله ونشم لیکلی، نو هیله ده په فیس بوک کی یی راته ولیکئ، درناوی.

  8. د الله جل جلاله په دوستانو کی نر او ښځه مطرح نده، هر هغه چاته چی الله جل جلاله خپله رضا او دوستي ورکړه باید محترم وګڼل شی. محترمه رابعه د الله جل جلاله دوسته وه او د الله د دوستانو بدنامول د الله تعالی جنګ ته اعلان کول دي. من آذی لي ولیا فقد آذنته‌ بالحرب. پاتی شوه د ږیري او بریتو خبره، ږیره پریښودل سنت حتی بعضی علماء یی واجب بولی او بریتونه خریل سنت دي. تور ته باید تور او سپین ته باید سپین وویل شی، دا چی څوک یی نه پریږدي هغه د هغوی خپل شخصی عمل ده او په ترک د سنت یا واجب باندي ګناهګار ده.
    کافرانو ته د ددوی د منسوخ شوي دین د اخترونو مبارکی ورکول یا داسی یو عمل ښودل چی ددوي شعایرو ته په کی درناوی وی ناروا او ناجائز عمل ده. همدارنګه پیغمبر علیه السلام د لمانځه د قبلیدو لپاره معیارونه ټاکلي دي، که په معیارو پوره وه نو ان شاء الله چی قبلیږی به او که په معیارو باندي پوره ونه خیژی نو الله جل جلاله خپل خوږ پیغمبر دروغژن نه خیژوی او د قبلیدو نده. د الله تعالی له طرفه استثناءاتو ته قایل یمه خو بنده باید په هدایت شوی لارښونه عمل وکړي. والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *