د نن نه پوره یو کال وړاندی د ۲۰۱۳ میلادی کال د جنوری په پنځمه نیټه د ایم ټی این (اریبا) مخابراتی شرکت د ننګرهار ولایت مسول انجنیر سید زرغون شاه د نامعلومو وسلوالو لخوا په جلال اباد ښار کې وتښتول شو.
له همهغی ورځی را په دیخوا او تر نن ورځی پوری د انجنیر زرغون شاه برخلیک معلوم نه دی، او د ده کورنۍ چې د کونړ سیدان دي پرې ځوریږي، خصوصآ د زرغون شاه مور او یوازینی اولاد یې پنځه کلن ماشوم (یاما).
نوموړی انجنر یو مسلمان او د ښو اخلاقو خاوند یو خوش خلقه شخص دی، او هغه کسان چې د نوموړی سره اشنایی لري د ده د نیکو اخلاقو ګواهان دي، د نوموړی کورنۍ له چا سره شخصي دښمنی هم نه لري.
معمولآّ په افغانستان کې د شرکتونو افغانی کارکوونکی که اختطاف شي د شرکت مسولین سر پرې نه خوږوي او حتی خواخوږي هم ورسره نه کوي، او ټول تندر بیا د لادرکه شوي کورنۍ په سر وي. خو که د یو شرکت کوم خارجی کارکوونکی اختطاف شي نو بیا کورنۍ ته یی هم هره ورځ د خواخوږۍ پیغامونه ورلیږی او هر اړخیزه همکاریو ته هم چمتو وي چې تر څو خپل خارجی کارکونکی را خوشی کړي، ولو که د بندیانو په بیادله بیا هم تمامیږي. لکه څرنګه چې انجنیر زرغون شاه د شرکت یو افغانی کارکوونکی وو نو له همدی کبله ایم ټی این هم پری سر نه خوږوي.
خدای دی زمونږ ګران هیواد ته صلح او آرامښت راولي چې د افغانانو ارزښت هم د نړیوالو په کچه لوړ شي.
د یوه کال را په دیخوا په ننګرهار ولایت کې د اختطاف کچه بی حده زیاته شوی او هره اوني یو یا دوه تنه تښتول کېږي، چې دغه اختطافونه په ننګرهار ولایت کې د ناامنۍ او د خلکو د تشویش ستر عوامل دي. سره له دی چې اختطاف (قطع طریق) ته په اسلام کې ځای نشته او سخته سزا ورته ټاکل شوی، خو متاسفانه دغه ناوړه پدیده د افغانی کلتور د اسانه او په حرامه د پیسو د لاسته راوړنی یوه برخه ګرځیدلی او په سلګونو ددغه پدیدی ډلی جوړی شوي دي.
که هر چا ته د انجنیر زرغون شاه معلومات وي او د ده په خلاصون کې کومک کولای شي نو په لاندی پته دې د ده له کورنۍ سره ارتباط ونیسۍ.
[email protected], Phone: +447850080000, 0700220800, 0775122344
دا واقعیت دی چی انجینر زرغون شاه یو نیک او د خو اخلاقو خاوند شخص دی نه یی د زورواکو او نه یی د دداسی یو چا سره کار کاوه چی په دولت یی زور راوړی وایی دد په پیدا کولو کی همکاری کړی وای آرییا یو تجارتی شرکت دی وای که یو انجینر زرغون شاه نه وی نو بل سم دواره مقرری وی دا ځکه په افغانستان کی داسی یو قانون وجود نه لری چی شرکت څخه په کلکه د همکاری غوښتنه وشی که وی هم نو څوک یی د عملی کولو نشته دا ځکه که د یو شرکت کارمند ته تکلیف ورپیښیږی باید دوی یی د حل په لټه کی شی.
يوه بله اړخ د موضوع زه چی څومره پوهیږم هغه د امنیتی ارګانونو په کار کی د بشر د حقوقو مداخله ده کله که یو مجرم نیول کیږی سبا ته د بشر حقوقو نماینده یی مدافع وکیل جوړ شی امنیتی ارګانوه نه پریږدی څرنګه چی لازم دی په هماغه شان تری تحقیق وکړی زه خو وایم الله دی ددی بشر حقوقو کارمندانو زوی او یا ورور په دی اختطافچیانو اختطاف کړی چی د نورو د درد څخه خبر شی او امنیتی ارګانو څخه می هیله داده بیادی ددوی په موجودیت کی د اختطافچیانو ښه قدر او عزت کوی.
په اخیر کی د الله تعالی ته د دعا لاس پورته کوم چی زرغون شاه دی په خیر اذاد شی
ریښتیا هم چي انجینیر زرغون د ښو او نیکو اخلاقو خاوند دی الله ج دی پری ورحیمیږي او روغ او سلامت دی الله ج خپلی کورنۍ ته راولي
الله دی په خیر سره ازاد کړی
په رښتیا هم چی انجینر صاحب ډیز خوش اخلاقه او نیک انسان وو هغه زما هم صنفی او ملګری دواړه ووه او الله تعالی دی زر خپلی کورنی ته راستون کړی امین
دا بیلکل واقعت دی چی انجینر زرعون د ډیرو ښو اخلاقو خاوند دی الله دی دده تختوونکو ته هدایت وکړی چی خپلی کورنۍ ته یی راخوشی کړی دا د ځمکی پرمخ ډیر لوی ظلم دی او چی هر څوک دا ظلم کوی الله دی تباه او برباد کړی
wish him his safe return to home. Really he was a high character person. You will never find any crown in his face. We will pray for him to soon return back to his respected family. He was very respected person in his family. GOd is with him and will pray for him to join his family again. God help those who help themselves.