د جدي میاشتې پر ۱۴ نېټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي او یو شمېر رییسانو، د افغانستان د ولایتي شوراګانو له مشرانو سره د یوې ماښامنۍ په ترڅ کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین وویل، د ولایتي شوراګانونو رییسان مو کابل ته د دې لپاره راغوښتي، چې د شوراګانو په نوي قانون کې استازو ته د نظارتي نقش د ورکولو لپاره د ملي شورا د دواړو مجلسونو له اداري پلاوو سره وګوري. د ده په وینا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولایتي شوراګانو استازو ته د نظارتي نقش ورکړه د ټول شموله حکومتوالۍ د رامنځته کیدو لپاره مهم لومړیتوب بولي.

1ورپسې د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د سمون لوی رییس سعید احمد خاموش خبرې وکړې. د خاموش په خبره د قانون په نوې وړاندیز شوې مسوده کې، د ولایتي شوراګانو مالي چارې او ولسمشر او مشرانو جرګې ته د فعالیتونو د درې میاشتني رپورټ ورکول د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې له لارې تنظیم شوي دي. پخوا د شورا ګانو مالي چارې د ولایتي ادارو له لارې تنظیمېدلې.

خاموش وویل، چې د ولایتي شوراګانونو د قانون نوې وړاندیزي مسوده، تر اوږدو بحثونو وروسته داسې پړاو ته رسول شوې چې پر ځینو مواردو یې لاهم د شوراګانو د مشرانو رای ورکولو ته اړتیا ده، څو د وروستي وړاندیز په توګه د افغانستان د ملي شورا د مجلسونو له اداري هیئتونو سره شریکه شي.

د ناستې په وروستۍ برخه کې د ټولو په توافق  د ولایتي شوراګانو د مشرانو لپاره دوه کلنه کاري موده په وړاندیز شوې مسوده کې ځای شوه. د نوي قانون په وړاندیز شوې مسوده کې نور تعدیلات د ولایتي شوراګانو د ریسانو لخوا تایید شول.

سبا د جدي میاشتې پر پنځلسمه نېټه به د ولایتي شوراګانو رییسان د ولایتي شوراګانو د نوي قانون په مسوده کې د لازمو بدلونونو د راوستو په هدف د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره وګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *