میرویس جلالزی- کابل –
له وروستیو څېړنو داسي ښکاري چې د افغان ښځو پر وړاندي د هیواد دننه د تشدد او جنایتونو لړۍ په ۲۰۱۳ کال کې په ډراماتیکه توګه پراخه شوې وه.
د بشري حقونو مدافع ډلې ویره ښيي چې په دغه کال کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو سره سم د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي لړۍ زور اخیستی او ګومان کیږي چې د هغوی لس کلنې لاس ته راوړنې به د روان حالت د دوام په صورت کې ډير ژر یو په بل پسې له لاسه ووځي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا د نیغې مداخلي بنسټ چې د بون په غونډه کې ایښودل شوی وو، یو له شرطونو یې دا وو چې په افغانستان کې به د ښځو د ژوندانه د ښه کولو لپاره مضبوط کار کوي چې تر ډیره ښځو وکړای شوای خپل انډولیز حضور په ټولنه کې بربنډ کړي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلوا کمیسیون رییسي سیما ثمر د شنبي په ورځ وویل چې د دوی شمیرې ښيي چې د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي پیښي په ډراماتیک ډول تیر کال زیاتې شوي وي.
میرمن سمر ویلي دوی د دا ډول قضیو زیاتیدو سخت اندیښمن کړي او ډیری سیمه ییز دفترونه حتی په دې هم نه دي توانیدلي چې د کیسونو د زیاتوالي له کبله ډیرو هغو ته په لازم ډول رسیدګي وکړي.
هغي وویل : ډیری قضیې ډیر بد ول، د ښخو د شونډو، غامبورو، غوږونو او پزې پرې کول، ډلیز جنسي تیري او داسي نورې پیښې چې دا اصلا په هیڅ قانون کې ځای نه لري او انسانیت هم له ګواښ سره مخامخ کوي.
ویل کیږي چې د ښځو پر وړاندي ډیری زور زیاتی د ملک په لویدیځ او شمالي ولایتونو کې شوي خو مرکز او حتی پلازمینه هم د دغسي وحشي پیښو شاهده پاتې شوې ده.
میرمن سمر وايي له قانون او خپلو حقونو څخه د ښځو خبریدل او له عدلي تعقیب څخه د مجرمانو خلاصون هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندي يې د تاوتریخوالي کیسونو په شمیر کې زیاتوالی راوستی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره همدا راز وايي کله چې له ډیرو ولایتونو د ولایتي بیارغاوينې ډلې ووتلي نو هلته مجرمان او تیري کوونکي اوس د خوندي توب احساس کوي او همدا علت دی چې په ښځو او نجونو باندي سیستماتیک تجاوز ته زور ورکوي.
د کمسیون شمیرې ښيي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې په دوه زره دیارلسم کال کې د تیر کال د مارچ او سپټمبر میاشتو په لړ کې د موجودې مودې په پرتله پنځه ویشت سلنه زیاتوالی راغلی دی.
میرمن سمر نا امنیي او اقتصادي ستونزې د دغه زیاتوالی نور عمده لاملونه بولي.
نن سبا په کلیو او بانډو او حتی ښارونو کې د ښځو او پیغلو نجونو وژنه د یوه ناممکن کار په توګه نه شمیرل کیږي.
هر څوک کولای شي یوه ښځه په افغانستان کې ووژني، قاتل ته مجازات نشته.
ویل کیږي چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي قانون له تیر کال راهیسي په پارلمان کې اسیر پروت دی او یو شمیر ملایان یي د ځينو هغو موادو خلاف دي چې فکر کوی په دې سره به ښځي په ټولنه کې ډیر حقونه تر لاسه کړای شي.
ناموسي وژني او حتی د ښځو د بدن د ځينو برخو پری کول اوس په یوه عادي مسله بدل شوي دي.
هره میاشت د ملک له بیلا بیلو ولایتونو د دغه ډول پیښو خبرونه تر لاسه کیږي او حتی د نجلۍ او هلک تر منځ د میني مسله هم اوس په دغه سنتي ټولنه کې د یوه جدي سرغړاوي په توګه شمیرل کیږي چې تر سره کونکو ته یي په ځینو مواردو کې په عام محضر کې د سنګسار سزا هم اورول شوي ده.