افغان کوچیان وايي، له وسله والو اورپکو سره د طالبانو په نوم د ځينو کوچیانو همکارۍ ټول کوچي بهیر ته شرايط په بې ساري ډول ترینګلي کړي دي. کوچیان وايي، خلک یې ترهګر بولي، ګاونډيتوب ته یې زړه نه ښه کوي، تحقيرېږي او تهديدېږي او حتی د کاروانونو پر مخ یې ځينې لارې بندې شوې دي.
کوچیان وايي، د دوی منځ کې داسې ډلې شته، چې له افغانستان څخه چرس، تاریاک او پوډر پاکستان ته په کډو کې انتقالوي او له هغې خوا طالب اورپکو ته وسلې او چاودېدونکي توکي راوړي. دوی ټينګار کوي، چې دا ډله کوچي کاروباریان دې ونیول شي او محاکمه دې شي.
په بټیکوټ، مومند دره او سرخ رود کې ځايي خلک وايي، د مني په ساړه موسم کې چې د کوچیانو کډې ورشي، سملاسي سیمه نا امنه شي. دوی ادعا کوي، چې کوچیان هم طالبان لري او هم د جنګیاليو په تجهیزاتو کې فوق العاده ونډه لري. د روان کال په پسرلي کې په پنجشير کې په دولتي ادره د پېنځو ځانمرګو بریدګرو له حملې وروسته ځايي چارواکو او پلټونکو ادعا وکړه، چې ځانمرګي د کوچيانو په کاروان کې ورغلي وو. تر هغې وروسته د کوچيانو د ژوند او کاروانونو پرمخ عام ذهنيت خراب شو.
کوچيان وايي، په ډېرو سیمو کې له سختو شرايطو سره مخ دي، د استوګنې سیمو ته څېرمه یې په اوسېدو شک کېږي، ځايي خلک او امنيتي کسان یې تهدیدوي او له جنګیالیو سره د مرستې په تور د هر کوچي پر وړاندې د ژوند شرايط ترینګلي شوي دي.
افغان کوچيان له پخوا راهیسې په افغانستان کې په غرنیو سیمو او ورشو ګانو کې په موسمي ډول مېشت وي، دوی له ځايي خلکو سره تعاملات، اړيکي او راکړه ورکړه لري، خو په وروستۍ دوو لسیزو کې یې د ژوند چاپیریال ستونزمن شوی دی.
کوچيان د ګرمو او سړو سیمو ترمنځ د موسمي تګ راتګ په ترڅ کې د کال په پای کې له ډیورنډ اوړي، خو په پسرلي کې افغانستان ته راځي. عيني شاهدان وايي، د کوچيانو کاروانونو کې طالبان ځي او راځي او ځينې کوچيان خپله هم د نشه يي توکو په انتقال او له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو او چاودېدونکو توکو په راوړلو تورن دي.
ډېری کوچيان هم مني چې ځینې کوچیان په نا امنیو کې ښکېل دي؛ په پسرلي کې د کډو په منځ کې افغان طالبانو ته وسلې او چاودېدونکي توکي رالېږدوي او له دې خوا چرس، تریاک او پوډر انتقالوي. د دوی په خبره کوچیان د دغو انتقالاتو تر ټولو مصون کاروانونه دي. خو کوچيان شکايت کوي، چې افغان حکومت یې په مخنيوي کې پاتې راغلی او دا چاره په ټوله کې سوله دوستو، کاروباري او بېوزله کوچیانوته هم په زیان تمامه شوې ده. د دوی په خبره چې خلک یې اوس دوستۍ، اړیکو او ګاونډیتوب ته زړه نه ښه کوي او له بده مرغه هر کوچی طالب او اورپکی ورته ښکاري، دوی له افغان حکومت غواړي چې په ترهګریزو فعالیتونو او تور کاروبار بوخت کوچيان دې زر تر زره تشخيص کړي او درنه سزا دې ورکړل شي.
د سنبلې په میاشت کې د قبایلو د لواړګي په جم کې پاکستانۍ ملېشې د افغان کوچيانو د کاروان پلټنې پرمهال د دوه سوه لکه پاکستانیو کالدارو په ارزښت نشه یي توکي له ځينو کډو ونیول، له هغه راهیسې د کوچيانو پر وړاندې په عمومي کچه د پولې پورې غاړې استوګنه ستونزمنه شوه.
کوچيان ځینې بېلګې ورکوي، چې د روان کال په جوزا کې کوچيانو ازرې او د وردګو جغتو ته طالبانو ته وسلې راوړې. امنيتي سرچينو په دې هکله لا څه ندي ويلي، چې دوی د کوچيانو په اړه اسناد لري.
له ځايي خلکو سره د مرکو پر بنسټ د محور خبریال موندلې، چې ډېری کوچي زلمیان د لوګر په ازره، خروار، د ننګرهار په حصارک، پکتیا او خوست کې د طالبانو په ليکو کې جنګېږي.
غلام جان احمدزی
کوچیان باید د سیاسي لوبو ښکار نه شي.
هغوی د تعلیم او ښه ژوند حق لري، باید ورکړ شي.
ښه خبره ده چې د هیواد په شمال کې میشت شي ترڅو د هیواد ساتنې لپاره ښه وسیله وګرځي.