نيټه ١٤.١٠.١٣٩٢

کندهارافغانستان ـ د شاوليکوټ ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د نظامي مسوول مرستيال او د نوموړي يو ملګری له پوليسو سره په جګړه کي ووژل سول.

ياده جګړه د پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ دشاوليکوټ ولسوالۍ په نجمالدين نوميکلي کي رامنځته سوې چي په ترڅ کي يې د قرباني په نوم د وسلوالو طالبانو د يوه نظامي قوماندان مرستيال چي په مولوي طالب مشهور و او يو يې ملګری ووژل سول.

د وسلوالو طالبانو له يادو وژل سويو کسانو سره يو ميل پيکا هم د پوليسو لاس ته ورغلی او جسدونه يې د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول سوي دي.

د پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ د يادې جګړې پر مهال ملکي وکړو ته هيڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *