د پشترود ولسوالۍ د ټولو کلیو د ځوانانو استازو د فراه ولایت د مقام دمرستیال  سره د ناستی پر مهال په دغه ولسوالۍ کي  د زده کړی پر بهیر او همداشان د ځوانانو د بیکارۍ او روږدوالی پر موضوع اندیښنه وښوده.

دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د ځوانانو د شورا ریس توریالی رهی په خپلو خبروکی وویل چی په ټول پشترود ولسوالی کی یو د ښځو ښوونځی شته او همداشان نور ښوونځی هم په سمه توګه فعاله ندی.  هغه همداشان د فراه ولایت د والی د مرستیال څخه وغوښتل چی په یاده سیمه  کي د ځوانانو د بیکاری ستونزی ته هم پام وکړی.

نومړي زیاته کړه نسبت ترپخوا اوس دمعارف بهیر ډیرګړندی شوی موږ هیله مندیو چې لاهم پرمختګ وکړي ده دځوانانو په  استازیتوب دهرډول مرستي ژمنه وکړه.

محمد صادق سعدی د پشترود ولسوالی د ځوانانو یو بل استازی وو چې د نور په استازی توب یی خبري وکړی. نوموړی وویل چی د فراه ولایت د کلیو او بیارغوني او پراخیتا ریاست د ثبات برنامي  یوازی په دغه ولسوالی کی ځوانانو ته پام کړی او بل کوم نهاد تر اوسه هلته ځوانانو ته پاملرنه نه ده کړي. هغه د والی د مرستیال څخه وغوښتل چی د ځوانانو د اعتیاد د پراختیا د مخنیوي لپاره دی کار وکړي.

وروسته د فراه ولایت د والی مرستیال محمد یونس رسولی خوښی څرګنده کړه او د ځوانانو دا نوښت یی وستایه چی خپل ستونزی د نږدي د دوی سره شریکوي. د والی مرستیال وویل چي دوی د ځوانانو د سواد د کچی د لوړوالي لپاره یو نوي پروګرام لری چی له مخي به یي ډیري ځوانان با سواده شي. رسولی همداشان د ځوانانو رول په ټولنه کی مثبت و ارزوی او د ځوانانو څخه یی وغوښتل چی تل خپلی ستونزی د ولایت مقام سره شریکی کړی. د ده په خبره که ولسوال او یا د دولت نور چارواکی په فساد اخته وی او یا د خوانانو لپاره کار ونکړی ځوانان کولای شی چی هر وخت دوی ته شکایت وکړی.

د پشترود ولسوالی د ځوانانو شورا کابو ۱۵۰ تنه غړی لری چي د ځلورو کالو راهیسي فعالیت کوی.

عبدالرحمان ژوندی دوالی ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *