ولسي جرګې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي کميټې غړي خپلې عمومي غونډې ته ورغوښتي وو؛ چې ژمي ته د خپلو تیاریو په اړه دوی ته معلومات ورکړي چې د ولسي جرګې له سختو نیوکو سره مخ شول.

د ولسي جرګې مشر وویل چې د دې کمیټې غړي د مسوولیت احساس نه لري او پالیسي یې هم نیمګړې ده او دې کميټې ته یې یوه اونۍ وخت ورکړ؛ چې خپل بشپړ راپور دوی ته وړاندې کړي.

زما لپاره خو لومړی مهمه دا ده چې دا د طبيعي پیښو سره د مبارزې ملي کمیټه ولې هغه وخت خلکو ته ور په یاد شي چې یو ستر ناورین راشي او ښه ډیر زیان واړوي؟ په داسې حال کې چې ستره بودجه په دې کمیټه او د پیښو پر وړاندې د مبارزې په اداره کې مصرفيږي او یو شنډ او خنثی جوړښت دی، او په نورو وختونو کې د هیچا پام نه ور اوړي، او لکه دا اوس چې د ولسي جرګې پام ور اوښتی، یوه اونۍ وروسته به له معاملو وروسته بیرته دا کیسه زړه شي او له یاده به ووځي.

د طبيعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او یا هم د اضطرار د کمیټې ادعا دا ده چې دوی یواځې همغږي کوي، بیخ دې د داسې همغږۍ ووځي چې میلیونونه افغانۍ په دې اداراتو لګول کیږي او بیا يې کار هم یواځې شنډه او داسې همغږي ده چې له اداري فساد او بډو پرته په کې نور څه په دوربین نه لیدل کیږي. نوم يې هم په دې ډول ور ستر کړی چې د خلکو او نړیوالو په سترګو کې د خاورو اچولو لپاره یې د پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره چې یو رسمي تشکیل دی تر څنګ یې د اضطرار کمیټه چې په کې ۲۱ دولتي او غیر دولتي ادارې بې فایدې شاملي دي او مشر یې د ولسمشر دوهم مرستیال دی او که ادعا وکړم چې یواځې تیر ایستل کوي هیڅ به بې ځایه نه وي.

د پیښو د زیانونو د راټیټولو په برخه کې شوي مطالعات وايي چې دا لړۍ څلور پړاوه لري؛ اول له پیښو خالي وخت، دوهم له پیښو وړاندې، درېیم د پیښو پر مهال او څلورم له پیښو وروسته، چې مهم پړاو یې هغه له پیښو خالي وخت دی، چې کار په کې کیږي، ظرفیتونه جوړيږي، تدابیر نیول کیږي، عمومي پوهاوی کیږي او هر هغه څه چې اړتیا ده له بیلابیلو لارو یې د برابریدو هڅه کيږي، بیا چې له پیښو وړاندې پړاو را ورسیږي لکه له ژمي وړاندې پړاو چتووالي نیول کیږي او هر هغه څه چې کولای شي د پيښو او ناورینونو پر مهال ورته اړتیا وي سنجول شوي او چمتو وي، تر څو د پیښو پر مهال غبرګون موثر وي او بیا له پیښو وروسته درس اخیستل کیږي او نیمګړتیاوې ډکیږي، خو په افغانستان کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره او د اضطرار نمایشي ملي کمیټه څه کوي؟ له پیښو په خالي وخت کې هم اداري فساد، له پيښو وړاندې هم اداري فساد د پیښو پر مهال هم اداري فساد او له پیښو وروسته هم اداري فساد. چې د اداري فساد په دې ډول کې، د وخت او منابعو بې ځایه ضایع کیدل او هر رنګ نوره نااهلي شامله ده.

ما ته خو جالبه د کرنې د وزیر خبره وه، د دې کمیټې په غړو کې د کرنې وزیر یو څه رغندې خبرې وکړې او ویې ویل چې د کميټې غړي وزارتونه د طبيعي پیښو لپاره بودجه نلري او د کمیټې په جوړښت باید له سره غور وشي، چې د ډیر تاسف ځای دی او ډیر د خواشینۍ خبره هم ده. شرم هم نلري او د ملت په کور کې ناست دا خبره هم کوي، ته به وایې دا د دغه بې چاره ملت ګناه ده چې وزارتونه يې د طبيعي پیښو لپاره بودجه نلري او یا دا چې د کمیټې جوړښت نیمګړی او یا هم له سره ناسم دی.

دا اداره چې کله جوړه شوې په هیواد کې د واکمنې مصلحت اندیشۍ او پراخ اداري فساد پایله وه چې یوه سمت او یوې خاصې ډلې ته یې واګې ورکړای شوې وې، یواځې او یواځې د پراخو بډو اخیستو او انحصاري مافيايي کیفیت درلودونکو کارونو تجربه لري، له هغې وروسته هم چې کوم کسان او کومې ډلې په دې اداره کې کار ته راغلې عدم موثریت یې لکه د ځلیدونکي لمر هسې روښانه دی، چې که یې لږ له نږدې کارونه وګورئ د دولت په نورو برخو کې شته بې کفایتي او اداري فساد به مو له یاده ووځي.

د کرنې وزیر چې ويلي د کمیټې په جوړښت دې له سره کتنه وشي، دا تیر ایستل دا دي لس کاله کیږي دوام لري، د هیګو جوړښت د توافقاتو له مخې افغانستان په خپلو ټولو ژمنو کې پاتې راغلی، د طبيعي پیښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ټولو مواردو کې پاتې راغلی خو چا یې پوښتنه وکړه؟ اوس هم هغه دی چارواکي يې نیغ نیغ ګرځي، چرت یې هم نه دی خراب!، او  که ځواب هم ترې وغواړې په لنډو ټکو کې درته وايي: موږ یوه همغږې کوونکې اداره یو، موږ داسې بودجه نلرو چې مصرف یې کړو!

او همغږي يې هم د یو ان او څو نورو نړیوالو او ملي موسساتو د هغې محدودې زر او دوه زره ډالره بودجې د مصرفولو لپاره چې د خپلو معیاراتو د پوره کولو لپاره یې په دې برخه کې لګوي، د یوه چل چلول دي، بس جلسې دي او همغږۍ دي، حتی دا اداره هومره بې کفایته ده چې خپل یو مطلب نلري چې په مجله کې یې چاپ کړي، مطالب هم له موسساتو راغواړي او چاپوي يې هم په موسساتو او دا اداره که ادعا کوي چې دا کارونه مو کړي هم ډیری یې د موسساتو دي. دوی یې یواځې همغږي کړې!!!

په ژمي کې د لارې د بندښت، د واوریژ، سختې یخنۍ، ناروغیو او نورو ژمنیو او معمولو موسمي ناورینونو ډار نه دی چې باید زموږ په سترګو کې وي، د زلزلې، ناروغیو، سیلابونو، ځمک ښوویدنې، وچکالۍ او ګڼې نورې طبيعي پیښې دي چې افغانستان يې په ډیره لوړه کچه د زیان منیدونکو هیوادونو په لست کې دی، که په دې برخه کې د تیر ایستنې دا خطرناکه لړۍ همداسې دوام کوي د مهلکو ناورینونو پر وړاندې به په سختو او ډیرو حساسو شرایطو کې بې اسرې او  تش لاس یو، او د دې ادارې کیفیت ته د ولسمشر او دولت د اوسنۍ بې پامۍ دوام به داسې خیانت وي چې له نه جبرانیدونکو اوږدمهالو ستونزو سره به مو مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *