تاند- په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د افغانستان کورني عواید له دې سره سره شل فیصده لږ شوي چې حکومت د مالیې په ټولولو کې پرمختګ کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د مالیې وزارت ویندوی عبدالقادر جیلاني وویل:«اندېښنه دا ده چې د سږ کال (۲۰۱۴) په پای کې به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حالات بېرته کړکېچن شي او اقتصادي وده به راولوېږي.»
ده په ۲۰۱۳ کې د عوایدو د کمېدو په اړه همداراز وویل:«د رسنیو تبلیغاتو داسي فضا رامنځته کړې چې پانګوونکي پانګونې ته زړه نه ښه کوي او په نتیجه کې یې ستونزې زیاتې شوي دي.»
له لومړنیو معلوماتو سره سم د افغانستان حکومت د خپلې ۳۵۴ ملیارد افغانۍ بودجې لپاره ۱۰۰ ملیارد افغانۍ (اتلس سوه ملیون ډالره) ټول کړي دي.
د افغانستان د عوایدو دقیقه شمېرنه به روانه اوونۍ اعلان شي.
سره له دې چې حکومت ۱۲۳ ملیارد افغانۍ هدف نه دی ترلاسه کړی خو بیا هم د حکومت عواید تر ورتېر کال په سلو کې ۱۵ زیات دي.
د افغانستان د مالیې وزارت د ۲۰۱۳ کال لپاره ۱۲۳ ملیارد افغانۍ هدف ټاکلی و خو د دې پرځای یې نژدې سل ملیارد افغانۍ عاید(مالیه، ګمرکي عواید او نور) ترلاسه کړی دی.
لا هم د افغانستان د دولت د بودجې لویه برخه د مرستندویو هیوادونو په مرستو متکي ده.
د نړیوال بانک له وروستي راپور سره سم د حکومت کمزورتیا، بې حده فساد، په تېره بیا په ګمرکونو کې رشوت او وهنې د مالیې په ټولو کې د افغانستان تر ټولو لویې ستونزې دي.
د مالیې وزارت ویندوی ښاغلي جیلاني وویل چې حکومت د مالیې او ګمرکي عوایدو د ټولولو میکانیزم غښتلی کړی او تمه ده چې سږ کال له دې درکه د حکومت عواید زیات شي.
ده زیاته کړه:«په تېرو درو کلونو کې موږ د عوایدو په زیاتولو تمرکز کړی، موږ خپل مامورین روزلي او د ظرفیتونو په لوړولو مو کار کړی دی. لا هم خوشبینه یوو. فکر کوم ۲۰۱۴ به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي ځکه چې په دې کال کې افغانان ټول مسوولیتونه په غاړه اخلي.»
په مجموع کې به د افغانستان بودجه په دې (۲۰۱۴) کال کې زیاته شي ځکه چې مرستندویان غواړي چې زیاتې پیسې د افغانستان د حکومت له لارې ولګول شي.
د افغانستان حکومت تل شکایت کړی چې د نړیوالې ټولنې مرستې بهرنۍ موسسې او غیرحکومتي ټولنې لګوي ځکه یې د کار پایلې ښې نه دي.