ډاکټر صیب په ډېرو ستونزو څلور سوه ډالره پيداکړي وو، خو زموږ ناڅاپي غږ ترې بې برخې کړ.

د پوهنتون د دورې د وروستي کال آخېري ورځې وې، تر اوسه هم د ليليې په ځينو کوټو کې هغه محصلين اوسېدل چې کورونه يې په لرې ولايتونو کې و.

د تعليمي کال د پای ته رسېدو له امله د ليليې ډوډۍ هم بنده شوې وه. موږ هم څو ملګري له بېلابېلو کوټو يوې کوټې ته راغونډ شوو. د ځان لپاره مو اخلی پخلی خپله کاوه. فارغو محصلينو د فراغت لمانځلو جشنونو ته تياری نيوه.

زړه مو غوښتل ژمی هم په ليليه کې و اوسېږو. د ليليې له ځينو واک لرونکو سره مو خبرې وکړې چې په ليليه کې د اوسېدو ځای راکړي، نور لګښتونه به په خپله کوو. په لومړيو کې يې راسره ومنله خو څو ورځې وروسته امر راته وشو چې بايد ډېر ژر له ليليې نه ووځو.

د اوسېدو لپاره د يوه مناسب ځای په لټه شوو، يوه ورځ مو هوډ وکړ چې د اوسېدو لپاره يو کرايي کور پيداکړو. له فارمسي پوهنځي فارغ ډاکټر حبيب الله حبيب او د شرعياتو پوهنځي محصل قاضي حزب الله سره چې نژدې ملګري او کليوال مې و، د يوه کرايي کور د پيداکولو په لټه کوڅو ته راووتو. د هوټل تر چټلو کوټو او له ګڼې ګوڼې ډک چاپېريال مو يو زوړ کرايي کور پيداکول هم ښه وبلل، د کور په پيداکولو کې بله لويه ستونزه دا وه، چې په ښار کې مجردو کسانو ته څوک کور په کرايه نه ورکوي.

له ډېرو ګرځېدو وروسته د میر ویس میدان د سرک په منځ کې درې واړه روان وو، ډاکټر صیب په زړه پورې ټوکې ويلې.

له  میر ویس میدان لږ تېر شوي و، يو وخت ګورو چې د ډاکټر قدمونه وار په وار چټک شول، مخامخ روان دی، یوې خوا ته هم نه ګوري، حزب الله ته مې وويل په ده څه وشول؟

را ياده يې  کړه:

پرېږده یې! وبه ګورو، چې څه کوي، خامخا په کوم خيال پلو کې ډوب دی.

موږ له شا ورپسې وو، خو وار په وار يې له موږ نه واټن ډېرېده. يو وخت له موږ نه تقريباً په سل مترۍ کې ډېر چټک روان و. نوره مو حوصله ونکړه ورپسې چيغې مو کړې، چې ودرېږي.

لومړی يې يوې او بلې خواته ورمېږ کوږ کړ بيا يې زموږ په خوا بد بد را وکتل، په غوسه يې وويل خدای مو خوار مه کړه، لږ خو به مو نور هم پرېښی وم د چرت په خېټه کې راوختئ. څلور سوه ته مې رسولې وې.

په حیرانتیا مې ورنه وپوښتل:

څه دې څلور سوه ته رسولې وې.

مخ یې را واړاوه، په خندا خندا یې راته وویل:

ډالر يادوم ډالر د بل څه په اړه فکر نه کوم.

کيسه داسې وه چې په يوه موسسه کې مې کار پيداکړ، د مياشتې يې دوه سوه ډالره راکول، چې کال مې پوره شو درې سوو ته ورسېدل، په دې ورځو کې مې يو ستاينليک هم واخيست معاش مې هم سل ډالره ورسره لوړ شو، څلور سوه شو. خو ستاسې ناځوانو له لاسه مې هرڅه ګډوډ شول، کنه نوره اضافه کاري او امتيازات هم په لاره و. ستاسې خو هسې هم چاته ښه نه رسېږي، د خپل لاس جوړه کړې مړۍ مو هم رانه واخيسته.

د سرک په منځ مو تر اندازې ډېر ورته وخندل، خو ډاکټر لا په غوسه و، ځکه چې په نېشه کې مو يې تېشه وهلې وه.

د هغې وخت اوس لس کاله تېر شوي. هغه وخت چې له پوهنتون څخه فارغ شوو هم په کرايي کور پسې لالهانده و او اوس هم له همدې ستونزو سره مخ يو.

زموږ ګران ملګری محمدالله کمال صیب هم کله کله د ډاکټر صیب په څېر په خيال پلو کې ډوبېږي. څه موده مخکې يې په فېسبوک کې ليکلي و:

« مردم کابل میفرمایند: نان ګدای باشی، خانه ګدای نه – ولا راست میګن، مرحوم مولوي صبور دې الله غرق رحمت کړي، چې په غوصه به شو، پاړسو به یې شروع کړه، نن ماته هم غوسه راغلې! جنګ جنګ ته مې زړه کېږي! هوښیاران کله کله وايي: الله دې هغه شر پېښ کړي چې زموږ په کې خیر وي، خو تر کومه به د خیر په تمه شر ګورو؟ ګنګس یم خبرې مې ګډې وډې دي، نه پوهېږم څنګه د خپلې بې کورۍ درد له تاسو سره شریک کړم، بس خدای مو له بې کورۍ وساته! آمین»

خو اوس يې کمال صیب هم په کيسه کې نه دی، ځکه چې په ډېرې آسانۍ سره يې سپينه شګه وغوړوله. خپل  انګړ يې ډېر ښايسته جوړ کړ.

څه وخت کېږي چې زه، محمدالله کمال او څو نور ملګري غواړو د کابل ښار په شاوخوا سيمه کې يوه ارزانه ځمکه واخلو. زه او کمال صیب د ښاغلي وحيدالله اورياخېل په مرسته مو د کمپنۍ شاوخوا خواجه جمع، خواجه مسافر، قلعه عبدالعلي، چهلتن او دې ته ورته سيمو کې له ډېر ګرځېدو او ستړيا وروسته په خواجه مسافر عليه رحمه کې د ګوزارې يو ځای پيداکړ.

 تېره جمعه د ځای د ليدو په نيت ور روان شوو، په لاره کې وپوهېدم چې کمال صیب په دې ورځو کې خپل کرايي کور بدل کړی، نوی کور يې تر پخواني کور لږ نامناسب او بې خونده دی. زړه يې په تنګ دی غواړي چې ژر داسې ځای پيداکړي چې له دې وروسته د کور د څښتن دا ډول پرېشانوونکي غږونه وانه وري:

«له کوره ووځه! ځان ته کور پيداکړه، نور مې کور نه درکوم، کور مې ژر خوشی کړه.» له دې خبرو ډېر په تنګ شوی.

د خواجه مسافر په لور مو د ځمکې د کتلو لپاره حرکت وکړ. کمال صیب کيسه پيل کړه، ويل يې نه پوهېږم چې تاسې به هم څه خواري کړې وي کنه؟ خو زه بېګاه په بستره کې فکر په مخه کړم، درې بېسوې ځمکه مې واخيسته، دوه کوټې، يو ووړ دهلېز، يو پخلنځی او يو تشناب مې جوړ کړل. ښه ښايسته رنګ مې ورکړ، په حوېلۍ کې مې څو ونې کېښودې او تر ټولو مهمه دا چې په انګړ کې مې تکه سپينه ښايسته شګه هم هواره کړه، ځکه چې تر اوسه مې يې په مزايکو د پوښلو او سم جوړولو توان نه درلود.  د کمال صیب دې کيسې لس کاله مخکې يوړم د ډاکټر حبيب الله حبيب د څلور سوه ډالرو  خيال پلو مې سترګو ته نېغ ودرېد.

پای

۱۳۹۲/۱۰/۱۱   ـــــ 2014/01/01

3 thoughts on “څلورسوه ډالراو سپينه شګه (يوه خاطره) حبيب وقار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *